د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

یو ایرانی چارواکی: بې اسناده افغان کډوالو ته باید عامه خدمات وړاندې نه‌شي


ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

د ايران د پلازمېنې تهران د مخنیوي د پولیسو مشر اعلان کړی چې بې اسناده افغان کډوالو ته باید عامه خدمات وړاندې نه‌شي.

د ایران په ځینو ښارونو کې افغانانو ته د ډوډۍ، توکو او د کورونو د کرايې په اخیستلو کې د محدودیتونو سربېره، اوس د تهران د مخنیوي د پولیسو مشر وایي، کوم افغانانو چې دلته په ناقانونه توګه ژوند کوي، بايد عامه خدمات ورنه‌کړل شي.

علي قاسم‌پور د یکشنبې په ورځ، د عقرب ۱۳مه د ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې بې اسناده افغان اتباع له ټولو ښاري امکاناتو لکه مټرو، ټرانسپورټ، روغتونونو، ښوونځیو، اوبو او برښنا څخه ګټه اخلي چې دا حالت په مختلفو ځایونو کې ګڼه ګوڼه رامنځته کړې او د ایراني اتباعو لپاره د خدمتونو د لاسرسي کچه ټیټه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د اقتصادي بندیزونو او ستونزو په نظر کې نیولو سره دا سرچینې باید د ایران خلکو ته ځانګړې شي او بې اسناده اتباعو ته باید دا امتیازات ورنه‌کړل شي.

د تهران د مخنیوي د پولیسو مشر ویلي، له هغو افغانانو سره چې قانوني اسناد لري، ورته چلند نه کېږي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان په دې هېواد کې د ژوند د سختو شرایطو څخه شکایت کوي او وایي چې دوی ته د ډوډۍ او نورو توکو پلورنه بند شوې ده.

شمس الله، چې په تهران کې د لواسان په ولسوالی کې اوسېږي، ازادي رادیو ته يې وويل: "پنځه ورځې کېږي چې افغانانو ته په نانوایانو کې ډوډۍ نه ورکول کېږي، په هټیو کې توکي نه ورکول کېږي او هغه کسان چې کور یې په کرايه نیولی و، له کورونو څخه ایستل شوي دي."

په ایران کې یوه نانوايي. په دې هېواد کې د نانوایانو مسوولانو ته ویل شوي چې پر افغان کډوالو ډوډۍ ونه پلوري.
په ایران کې یوه نانوايي. په دې هېواد کې د نانوایانو مسوولانو ته ویل شوي چې پر افغان کډوالو ډوډۍ ونه پلوري.

سلېمان رحیمي بل افغان پناه غوښتونکی چې په تهران کې ژوند کوي، نوموړي ازادي ته وویل چې که څه هم قانوني اسناد لري، خو بیا هم د ایران د پولیسو له‌خوا ځورول کېږي.

رحیمي وویل: "یوځل د پولې نه واوښتو او افغانستان ته ولاړو، بېرته مو پاسپورټ جوړ کړ او راغلو، پاسپورټ او د سرشمېرنې کارت هم لرو، خو بیا مو هم ځوروي."

د ایران د کورنيو چارو وزارت له‌خوا د دې اعلان وروسته چې تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې به شاوخوا دوه میلیونه غیرقانوني افغانان وباسي، په دې هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.

له دې مخکې، د خراسان رضوي ولایت د اتباعو او بهرنیو کډولو مدیر حسین شرفي‌راد ویلي وو چې د ایران د دوغارون پولې له لارې هره ورځ تر ۳۰۰۰ زیات افغانان ایستل کېږي.

له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته رسېدلي دي.
له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته رسېدلي دي.

د هغه په وینا، دا شمېر د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

له بلې خوا د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني مخکې ویلي وو چې د افغانانو د بېرته راستنېدو بهیر د ښه پرمخ بیولو لپاره یو ګډ میکانیزم ته اړتیا ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG