د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۲

سیاسي شنونکي: په ایران کې غونډه د کابل او اسلام اباد ترمنځ رغنده خبرو ته لاره هوارولای شي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان او پخواني ډیپلوماتان وايي، که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخکینۍ خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلې دي، خو د دې دواړو هېوادونو د شخړو د حل لپاره د ایران په نوښت د ناستې کوربتوب چې سیمه ییز اقدام بلل کېږي، کولای شي د کړکېچ کمولو او خبروته د لارې پرانیستلو یو نوی فرصت رامینځته کړي.

په ایران او پاکستان کې د افغانستان پخواني ډیپلومات او سیاسي شنونکي محمد عمر داودزي د چهارشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۹مه» ازادي راډیو ته وویل:

"ایران هم د پاکستان ګاونډی دی او هم د افغانستان؛ بې له شکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شخړه کې د دې دوو هیوادونو سربیره، ایران به هم زیانمن شي، او د ټولې سیمې ثبات به زیانمن شي، له همدې امله څرنګه چې د ایران دا اقدام سیمه ییز دی او د سیمې هیوادونه به په کې برخه واخلي، نو هیله ده چې مثبتې پایلې ولري."

د سیاسي چارو بل پوه عزیز الدین معارج هم ازادي راډیو ته وویل:

ایران په دوو اړخونو په اقدام لاس پورې کړی دی؛ یو دا چې دوی په ریښتیا غواړي د خپل داخلي امنیت لپاره سیمه ارامه کړي او د سیمې هیوادونو ته

"ایران په دوو اړخونو په اقدام لاس پورې کړی دی؛ یو دا چې دوی په ریښتیا غواړي د خپل داخلي امنیت لپاره سیمه ارامه کړي او د سیمې هیوادونو ته، په ځانګړې ډول زبرځواکي هېواد روسیې ته خبر ورکړي چې اقدام وکړي او اړین اقدامات ولري، او له بلې خوا غواړي خپل سیالو، لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړي چې که تاسو واقعا سوله او خبرې اترې غواړئ، موږ چمتو یو."

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب زاده د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ په اړه د تهران په کوربتوب د غونډې د جوړېدو خبره کړې ده.

هغه تازه د روسیې «سپوتنیک» رسنۍ ته ویلي چې دا غونډه د دسمبر په نیمایي کې پلان شوې ده او موخه یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته کول دي.

د نوموړي په خبره، د چین او روسیې په ګډون د سیمې ټول هیوادونه به په دې غونډه کې برخه واخلي.

خطیب زاده ټینګار کړی چې د دې غونډې په اجنډا کې به مهم سیمه ییز مسایل په ځانګړې ډول د سیمه ییزو میکانیزمونو د جوړولو له لارې افغانستان سره د مرستې او ثبات ساتلو څرنګوالی شامل وي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې وزارت وزیر امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په تلیفوني اړیکه کې د وروستیو کړکیچونو او د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر حافظ ضیا احمد د سه شنبې په ورځ د «نومبر په ۱۸مه» په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره د تهران د وروستیو هڅو په اړه د توضیحاتو ورکولو پرمهال، د سیمې د هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو او ډیالوګ پر دوام هم ټینګار وکړ.

د هغه په ټکو، امیر خان متقي په دې ټیلیفوني اړیکه کې دا هم وویل چې د ثبات ساتل او د سیمه ییزې همکارۍ پیاوړتیا د طالبانو د حکومت اساسي لومړیتوبونه دي.

مخکې تر دې، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د دواړو هیوادونو ترمنځ د وروستیو کړکیچونو د حل لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې پړاوه خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

د دې خبرو اترو دریم پړاو د استانبول خبرې اترې وې، چې د نومبر په ۶ او ۷ ترسره شوې.

پاکستان یو ځل بیا په دې غونډو کې ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي.

خو د طالبانو حکومت تل دا ادعا رد کړې، او ویلي یې دي چې ټي ټي پي "د پاکستان داخلي مسله" ده او دوی سره هیڅ تړاو نه لري.

دا خبرې اترې وروسته له هغه پیل شوې چې د طالبانو د دفاع وزارت د «اکتوبر په ۱۰مه»د یو بیان په خپرولو وویل چې پاکستان د کابل هوايي حریم نقض کړی او په پکتیکا کې یې پر ملکي وګړو هوایي بریدونه کړي دي. له هغې وروسته، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې د طالبانو حکومت "انتقامي بریدونه" وبلل. په دې نښتو کې دواړو خواوو یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو خبره وکړه او د لسګونو ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې د وروستي تاو تریخوالي له زیاتوالي وروسته تړل شوې دي، هغه اقدام چې د افغان سوداګرو په خبره دوی ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

XS
SM
MD
LG