افغانستان
ازبکستان د ترمز- هیرتان لاره په بشپړډول بیرته پرانستله
ازبکستان له افغانستان سره خپله هغه پوله په بشپړډول د ټولو، مسافرو او موټرو پرمخ بېرته پرانیستله چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې تړلې وه.
د راپورونو له مخې د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ترمزـ هیرتان پرپُل تګ راتګ بیرته پیل شو او له دې وروسته د دواړو هیوادونو وګړي کولای شي چې پردې لار سفروکړي خو په دې شرط چې ویزې ولري.
د ازبکستان چارواکي تمه کوي چې د دې لارې په بیا پرانستلو سره به افغانستان ته صادرات لا زیات شي او ممکن په ۲۰۲۶ کال کې یې اندازه ۲،۵ میلیارډه ډالرو ته ورسېږي.
ازبکستان دغه مهمه ترانزیتي لار داسې مهال بیرته پرانیزي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې له نژدې دوو میاشتو راهیسې تړلې دي.
جرمني پرون سې شنبې ۱۹۲ نور افغانان له پاکستانه جرمني ته ولیږدول
جرمني پرون سې شنبې ۱۹۲ نور افغانان له پاکستانه جرمني ته ولیږدول.
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د جرمني د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاندې د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه افغانان په چارټرالوتنو کې له اسلام آباد څخه د جرمني ایرفورټ هوایي ډګر ته له لیږدول کیدو وروسته د جرمني په شمال کې د فریډلنډ ترانیزیټ کمپ ته انتقال شول. د دغې ویاندې په خبره دغه افغانان به وروسته د جرمني نورو برخو ته ولیږدول شي.
په وروستیو میاشتو کې جرمني یوشمیر افغانان چې په جرمني کې منل شوي، له اسلام آباد څخه په داډول الوتنو کې جرمني ته لیږدولي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ۶۲ افغانانو چې له جرمني یې د پناه غوښتنه کړې او پردوسیېو یې غورکیده هغه وړاندیز منلی چې د خپل پناه غوښتنلیک د بیرته اخیستو په صورت کې نغدې پیسې ورکول کیږي. د دې وزارت په وینا له یوشمیرنورو افغانانو سره هم په دې اړه خبرې روانې دي. په دې اړه چې جرمني یوه کس ته چې له خپلې پناه غوښتنې لاس اخلي څومره پیسې ورکوي، نورجزیات ندي ورکړل شوي خو جرمني ته د تلو په تمه یوشمیرافغانانو پردغه وړاندیز انتقاد کړی دی.
ریچارډ بینیټ په خوست کې د یوه ۱۳ هلک له خوا ترسره شوی اعدام، له بشري حقونو او انساني کرامت څخه جدي سرغړونه وبلله
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بینیټ یوځل بیا په خوست کې په عام محضرکې د یوه کس پراعدام انتقاد وکړ. بینیټ بیګا ناوخته پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، “ نن د افغانستان په خوست کې په ورزشي لوبغالي کې په عام محضرکې یو سړی اعدام شو چې ویل کېږي د ۱۳ کلن هلک له خوا ترسره شوی او د کوچینیانو په ګډون په زرګونو کسانو لیدلی دی. دا ډول اعدامونه د بشري حقونو او انساني کرامت څخه جدي سرغړونه او له اسلامي شریعت سره په ټکرکې دي. “
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو وویل چې د خوست په سټډیوم کې د شاخوا اتیا زره کسانو په مخ کې پرهغه کس د (قصاص) حکم تطبیق شو چې په خبره یې شاوخوا لس میاشتې وړاندې یې د دې ولایت په عليشيرو او تریزيو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ ديارلس غړي په قتل رسولي و.
ریچارډ بینیټ پرون د دغه اعدام په اړه په یوه بل بیان کې داډول اعدامونه غیرانساني، ظالمانه او غیرمعمولي سزا او هغه له نړیوال قانون سره په ټکر کې وبلل او د درول کیدو غوښتنه یې وکړه.
په واشنګټن ډي سي کې په خونړي برید تورن رحمان الله لکڼوال خپل جرم ونه مانه
په واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نژدې د تیرې اونۍ د خونړي برید مشکوک رحمان الله لکڼوال خپل جرم ونه مانه.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ۲۹ کلن لکڼوال چې په دغه برید کې د پولیسو له خوا په ډزو ټپي شوی او په روغتون کې بستردی، د ویډیو له لارې محکمې ته په خپل جرم له اعتراف کولو ډډه وکړه.
د لکڼوال له خوا په دغه برید کې چې د نومبر په ۲۶ یې ترسره کړ، د ملي ګارډ دوه سرتیري سخت ټپیان شوي وچې یوې سرتیرې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه اوبل سرتیری تراوسه په روغتون کې دی. پر لکڼوال په لومړۍ درجه د قتل د یوه مورد په ګډون ځینې تورونه لګول شوي دي.
د راپورونو له مخې عمومي څارنوالې پام باندي ویلي چې غواړي لکڼوال ته چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په امریکاکې د میشتیدنې د پروګرام په ترڅ کې هغه هیواد ته لیږدول شوی، د اعدام د سزا غوښتنه وکړي.
امریکایي چارواکو ویلي چې لکڼوال په افغانستان کې د سي آی اې ملاتړي هغه ځواک غړی وچې د طالبانو په وړاندې یې جګړه مخ ته وړله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره ټیلفوني خبرې وکړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي نن سې شنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دغو ټیلفوني خبرو کې ” د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمه ییزو ابتکاراتو په اړه ټیلیفوني خبرې وشوې.”
دغه خبرې داسې مهال کیږي چې د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼې د دوشنبې په ورځ وویل چې تیره اونۍ په دوو جلابریدونو کې چې په خبره یې د افغانستان له خاورې شوي، لږترلږه پنځه چینایي اتباع وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. له دې بریدونو سره په یوه وخت چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیموڅخه ووځي. طالبانو ویلي چې پرچینایي وګړو د حملې په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیولي دي.
د ښاغلي بلخي په وینا امیرخان متقي له خپل تاجکستاني سیال سره په خبرو بیا ټینګاروکړچې ځینې کړۍ هڅه کوي چې د اعتماد هغه فضا زیانمنه کړي چې لړۍ یې په دې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ د پیاوړي کیدو په برخه کې پیل شوې ده.
د طالبانو حکومت په خوست کې یو تن نن په عام محضرکې اعدام کړ
د طالبانو حکومت په خوست کې یو تن نن په عام محضرکې اعدام کړ.
پرتورن کس نن له غرمې مخکې د خوست په ورزشي سټدیوم کې د اعدام سزا تطبیق شوه. په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفرګربز نن سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې نن په سټډیوم کې د شاخوا اتیا زره کسانو په مخ کې پرهغه کس د (قصاص) حکم تطبیق شو چې د ده په خبره یې “ شاوخوا لس میاشتې وړاندې یې د یاد ولایت په عليشيرو او تریزيو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ ديارلس غړي په مرموز ډول په شهادت رسولي وو.”
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ په خوست کې په عام محضرکې د ترسره شوي اعدام په اړه نن سې شنبې په خپله ایکسپاڼه کې دغه اعدامونه غیرانساني، ظالمانه او غیرمعمولي سزا او هغه له نړیوال قانون سره په ټکر کې بللې او د درول کیدو غوښتنه یې کړې ده.
طالبانو په افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې، په عام محضر کې د اعدامونو او نورو بدني سزاګانو لړۍ پیل کړې چې په دغه نوي اعدام سره یې د اعدام شویو کسانو شمیردولسو ته ورسید.
یونیسف زلزله ځپلو ماشومانو ته ۲۰۰ لنډمهالي تعلیمي مراکز پرانیستي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي د افغانستان په ختیځ کې یې د زلزله ځپلو سیمو ماشومانو ته د تعلیم د زده کړې دوه سوه لنډمهاله مراکز پرانیستي.
د یونیسف افغانستان څانګې په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو ویډیويي پیغام ورکړی.
یونیسف ویلي د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې یې ۲۰۰ لنډمهالي تعلیمي مراکز پرانیستي چې شاوخوا ۶۰۰۰ ماشومان (نجونې او هلکان) پکې په زده کړو بوخت دي.
د یونیسف په دې ویډیويي پیغام کې د ثنا په نوم د یوې ۱۱ کلنې افغان نجلۍ کیسه راخیستل شوې چې څنګه له خپلو نورو خورلڼو او ماشومانو سره په لنډمهالو تعلیمي مراکزو کې درس وايي.
یونیسف ویلي دا ماشومان لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
شاوخوا درې میاشتې مخکې د افغانستان ختیځ په تېره کونړ مرګونو او ویجاړوونکو زلزلو ولړزاوه چې څه باندې ۲۰۰۰ کسان پکې مړه او زرګونه نور ټپیان شول.
مرګژوبله زیاته ماشومانو او ښځو ته رسېدلې وه او ګڼ لا هم بې په موقتي کمپونو کې دي.
امام علي رحمان وايي له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه غندي؛ پنځه چینایان وژل شوي
د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي تېره یوه اوونۍ د افغانستان له خوا په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
په یوه بیان کې نن د تاجکستان د جمهور رییس امام علي رحمان له قوله د افغانستان له خاورې دا بریدونه غندل شوي او هغه یې ناقانونه او پاروونکي اقدامات بللي دي.
رحمان له امنیتي چارواکو سره په غونډه کې ټينګار کړی چې کوټلي ګامونه پورته کړي څو د دغسې ناوړه پېښو مخه ونیسي.
وژل شوي کسان چینايان دي چې هلته یې د سرو زرو په کان او د سړک جوړوونې په یوه شرکت کې کار کاوه.
لومړی برید د نومبر په ۲۶مه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د سرو زرو د وینځلو په یوه فابریکه شوی چې لږ تر لږه دری چینایان مړه او یو بل سخت ټپي شوی.
دویم برید د نومبر په دېرشمه همدا یکشنبه د سړک جوړوونې په کارګرو شوی چې لږ تر لږه دوه چینایي کارګران پکې وژل شوي او څو نور ژوبل دي.
له دې سره جوخت چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د تاجکستان – افغانستان له سرحدي سیمو ووځي.
طالبانو د وروستۍ پېښې په تړاو څه نه دي ویلي خو د تېرې اوونۍ د پېښې په غبرګون یې ویلي وو چې ځینې کړۍ پکې ښکېلې دي او غواړي د سیمې د هېوادونو تر منځ بې ثباتي، ګډوډي او بې اعتباري رامنځته کړي.
د یوه افغان په لاس د وژل شوې سارا بکسټروم د یادښت مراسم
په امریکا کې میشت یوه ډله افغانان بېګاه د سپینې ماڼۍ مخ ته ور ټول شوي وو او د وژل شوې امریکايي سرتیرې سارا بکسټروم د درناوي په پار یې شمعې بلې کړې.
دا کسان چې اکثر یې د افغان – امریکایي ټولنې غړي وو په سارا بکسټروم او اندرو وُلف باندې د افغان تبعه رحمن الله لکڼوال له خوا برید وغانده.
دوی ټینګار وکړ چې د یوه کس عمل د کډوالو د ټولې ټولنې استازیتوب نه کوي او باید دا یوه پېښه د لسیزو باور، ملګرتیا او ګډه قرباني ټکنۍ نه کړي.
تېره اوونۍ واشنګتن ډي سي کې یوه افغان د امریکا د ملي ګارډ په دوو غړو ډزې وکړې چې له ډلې یې یوه پوځي سارا بکسټروم مړه او بل افسر اندرو وُلف لا هم روغتون کې بستري دی.
بریټانوي چارواکو د بریټانیا د خاصو ځواکونو له خوا د لسګونو افغانانو د وژنې د تورونو د څېړلو امر کړی
د بریټانیا یوه پخواني لوړپوړي پوځي افسر ویلي داسې ښکاري چې ځانګړو بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې د شکمنو کسانو په وژنې جنګي جرایم ترسره کړي وي.
دا لوړپوړی پوځي په افغانستان کې د عملیاتو د برخې مرستیال لوی درستیز پاتې شوی.
هغه ویلي په دغو وژنو باندې د قوماندې ټوله مشرتابه خبره وه خو هېڅ ګام یې نه دی پورته کړی.
د بریټانیا دفاع وزارت تازه وروسته تر هغه په دې اړه د څېړنو امر کړی چې د بي بي سي یوه مستند په ډاګه کړه د بریټانیا د هوايي ځواک خاصې قطعې لږ تر لږه ۵۴ کسان په افغانستان کې په مشکوکو حوادثو کې وژلي دي.
دا کسان د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي اییتلاف د جګړې پر مهال وژل شوي.
په بریټانیا کې له څو کلونو راهیسې د هغو احتمالي جنګي جرایمو د تورونو په تړاو څېړنې کيږي چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال په بریټانوي ځواکونو تړلي بلل شوي.