د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

يو ايرانی چارواکی: روان کال د ايران په لرستان ولايت کې نږدې دوه زره افغان کډوال نيول شوي


افغان کډوال ادعا کوي چې، د قانوني اسنادولو لرلو سره-سره هم نيول کېږي.
افغان کډوال ادعا کوي چې، د قانوني اسنادولو لرلو سره-سره هم نيول کېږي.

په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران د حکومت د اقداماتو په دوام، تازه د لرستان ولایت د سیمو او امنیت د رییس ځای‌ناستي محمد پیر حیاتي ویلي، د روان کال له پیله یې تر دې مه ۱۸۰۰ افغان کډوال په دغه ولایت کې نیولي دي.

"هغوی چې پاسپورټ او ویزې هم لري پولیس یې خپلو مرکزونو ته وړي او که پر وړاندې غبرګون وښودل شي چې ګواګې موږ قانوني یوو، پولیس يې ان پاسپورټ څیرې کوي
عبدالرازق، ايران کې افغان کډوال

د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د راپور له‌مخې، دغه ایراني چارواکي د سه‌شنبې په ورځ د ایران د انتظامي چارواکو سره په ناسته کې ویلي چې، دا شمېر د تېرکال په پرتله ۱۰۰سلنه زیاتوالی ښیي.

د حیاتي په خبره ډېری نیونې د الیګودرز، خرم‌اباد او والشتر په ولسوالیو کې شوي دي.

دغه ایراني چارواکي په لرستان ولایت کې له افغان کډوالو څخه د کارګرو په توکه د استفادې په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، هغوی چې بیا هم له افغانانو د کارګرو په توګه استفاده کوي قانوني چلند به ورسره وشي.

په ایران کې یوازې هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري له ستونزو سره مخ نه‌دي، بلکې هغوی چې له قانوني لارو په ویزو دغه هېواد ته ورغلي، هم د ایراني امنیتي ځواکونو له چار چلنده شکایت کوي.

په ایران کې افغان کډوال عبدالرزاق چې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري په‌دې اړه ازادي راډیو ته وايي: "هغوی چې پاسپورټ او ویزې هم لري پولیس یې خپلو مرکزونو ته وړي او که پر وړاندې غبرګون وښودل شي چې ګواګې موږ قانوني یوو، پولیس يې ان پاسپورټ څیرې کوي او ايسته یې غورځوي."

ايران په‌دې وروستيو کې د افغان کډوال د اخراج لړۍ تېزه کړې ده.
ايران په‌دې وروستيو کې د افغان کډوال د اخراج لړۍ تېزه کړې ده.

په ایران کې یو بل افغان کډوال محمد حسیني د ورته ستونزې په شریکولو سره ازادي راډيو ته وویل: "په ایران کې له موجوده وضعیت څخه په تنګ یم، په ورځني ډول له ظلم او تهمتونو پوزې ته راغلي یوو، په یوه ګاونډي هېواد کې داسې وضعیت د اندېښنې وړ دی."

دغه سلګونه افغان کډوال په‌‌داسې حال کې د ایران په لرستان ولایت کې نیول شوي، چې د ایران تسنیم خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د کډوالۍ د نړیوال سازمان له قوله په یوه راپور کې ویلي و چې د روان کال د جولای د میاشتې څخه تر سپټمبر هغې پورې شاوخوا ۹۷۳ زره افغان کډوال له ایرانه ستانه شوي دي.

له ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو او دلته له دوی سره د ناسم چلند په اړه دا ادعاوې په‌‌داسې حال کې دي چې، هره ورځ لسګونه افغانان په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلې له کبله له ناچارۍ د افغانستان ګاونډیو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته د ګڼو ستونزو په ګاللو سره کډوال کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG