د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ايراني رسنۍ: د يوې اوونۍ پر مهال د سيستان-بلوچستان ولايت کې نژدې ۱۵۰۰ بې‌اسناده افغان کډوال نيول شوي


ايران کې نيول شوي افغان کډوال
ايران کې نيول شوي افغان کډوال

د ایران د سیستان-بلوچستان د انتظامیه قوماندانۍ سرپرست په تېرې یوې اوونۍ کې په دغه ولایت کې د نژدې ۱۵۰۰ هغو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه‌لرل.

ایرنا خبري اژانس د یک‌شنبې په ورځ د سپټمبر ۱۵مه د ایران د سیستان-بلوچستان د انتظامیه قوماندانۍ د سرپرست علي رضا دلیري له قوله راپور ورکړی چې، په تېره اوونۍ کې یې ۱،۴۹۴ هغه کډوال چې په خبره یې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل، نیولي دي.

"زما وروره له خپلې کورنۍ سره د سیستان په بلوچستان کې اوسېده، زه تهران کې یم څو ورځې کېږي خبره شوې یم چې وروره مې د پولیسو له لوري بندي شوی
ستاره اميري

دلیري له دغه خبري اژانس په مرکه کې ویلي، د سیستان-بلوچستان پولیسو ته د هغې طرحې عملي کول لومړیتوب لري، چې له‌مخې غیر قانوني کډوال باید له دغه هېواد و ايستل شي.

د هغه په خبره ټول نیول شوي کسان د ګاونډي هېواد وګړي دي چې له اسنادو پرته ایران ته ورغلي وو.

په‌همدې حال کې ځینې افغان کډوال ادعا کوي چې، د کورنۍ غړي یې د ایران په سیستان-بلوچستان کې نیول شوي دي.

په ایران کې مېشتې افغان کډوالې ستاره امیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې، ورور یې د پولیسو له لوري د سیستان-بلوچستان په میرجاوه کلي کې نیول شوی دی.

هغې وويل: "زما وروره له خپلې کورنۍ سره د سیستان په بلوچستان کې اوسېده، زه تهران کې یم څو ورځې کېږي خبره شوې یم چې وروره مې د پولیسو له لوري بندي شوی، خو له حاله یې بې‌خبره یم، نه‌پوهېږم چې د پولیسو په کوم مرکز کې دی، افغانستان ته شړل شوی او که په ایران کې دی، له وضعیت څخه یې حال نه‌لرم."

په وروستيو کې ګڼ‌شمېر افغان کډوال له ايران يا بېرته افغانستان ته ډيپورټ شوي او يا هم خپله ستانه شوي.
په وروستيو کې ګڼ‌شمېر افغان کډوال له ايران يا بېرته افغانستان ته ډيپورټ شوي او يا هم خپله ستانه شوي.

په ورته وخت کې حسیب یوسفي چې په سیستان-بلوچستان کې له ماما او ورور سره یوځای نیول شوی و او نیمروز ولایت ته شړل شوی په‌دې اړه ازادي راډیو ته وويل: "زه او کورنۍ یې ونیولو او د پولیسو مرکز ته یې یوړو، هلته څو نورې کورنۍ هم وې له مرکز څخه تر زاهدانه پورې د لېږد لپاره مو باید پیسې ورکړي وای، د لارې کرایه د نفر پر سر درې سوه تومانه وه، خو له موږ یې ۷سوه واخیستې، د زاهدان په مرکز کې یې له موږ سره بد چلند وکړ چې تاسو کثافت افغانان ولې زموږ هېواد ته راتلئ، موبایل او پیسې یې راڅخه واخیستې او را ویې شړولو."

د زاهدان په مرکز کې یې له موږ سره بد چلند وکړ چې تاسو کثافت افغانان ولې زموږ هېواد ته راتلئ، موبایل او پیسې یې راڅخه واخیستې او را ویې شړولو."
يو افغان کډوال

له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په‌داسې حال کې چټکه شوې، چې ياد هېواد له دغه ځایه د افغان کډوالو د ايستلو پر طرحې کار کوي.

تمه ده چې د دغې طرحې له‌مخې زرګونه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، له دغه هېواده و ايستل شي.

د ایران د انتظامیه ځواکونو مخکېني مشر احمد رضا رادان له‌دې وړاندې اعلان کړی و چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه غیر قانوني وګړي له ایرانه وباسي.

ایران د افغان کډوالو د ستنولو سربېره د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې دوی له ښاري خدمتونو، زده‌کړو، روغتیايي او بانکي اسانتیاوو او همداراز له کار څخه هم محروم کړي دي.

په ایران کې یوشمېر افغان کډوال هم شکایت کوي چې، د ایران حکومت ورته په ښوونځیو کې د ماشومانو د زده‌کړو او ثبت اجازه نه ورکوي.

له بلې خوا د ایران په کرمان کې ځینو افغان کډوالو ادعا کړې، په نانوایانو کې پر افغان کډوالو د ډوډۍ په خرڅلاو هم محدیتونه وضع شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان "ايي‌او‌ايم" هم د یک‌شنبې په ورځ د سپټمبر ۱۵مه راپور ورکړی و، چې ۵۰ زره او ۶۳۹کسان د سپټمبر د میاشتې له لومړۍ تر ۷مې پورې ایران او پاکستان ته تللي او په همدې موده کې ۷۱۰ زره کسان له یادو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د راپور له‌مخې ۵۷سلنه ستانه شوي کسان له ایران څخه شړل شوي او ۳۷سلنه په خپله خوښه او ۲۳سلنه هغه یې د اقتصادي ستونزو له کبله ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG