نړۍ
په هانګ کانګ کې د لګیدلي اور د قربانیانو شمیر په زیاتیدو دی
په هانګ کانګ کې د استوګنې په څو بلاکونو کې د لګیدلي اور له امله لږ تر لږه پنځه پنځوس کسان وژل شوي او لاهم نژدې درې سوه کسان تري تم دي.
اور وژونکو نن وویل چې له یوې ورځې هڅو وروسته یې اور کنټرول کړی دی.
پولیس وایي چې د دې پیښې علت ښایي بې پروایي وي، خو د پيښې تحقیقات روان دي.
پاپ په انقره کې له ترکیي چارواکو سره ګوري
لیو څوارلسم نن د پاپ په صفت په خپل لومړي بهرني سفر ترکیې ته ورسېد.
د راپورونو له مخې پاپ لیو څوارلسم به د دې سفر په ترڅ کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري او په سیمه کې به د ستونزو په تړاو خبرې وکړي.
پاپ به له ترکیې لبنان ته ولاړ شي.
پاپ لیو څوارلسم امریکایی دی. دی د مې په میاشت کې د نړۍ د یو اعشاریه څلور میلیارډه کاتولیکانو د مشر په توګه وټاکل شو.
د استرالیا په یوه ساحل کې د شارک برید یوه ښځه ووژله
د پنجشنبې په سهار د آسټرالیا د نیو ساوت ویلز په ساحل کې د شارک برید یوه ښځه ووژله او یو بل تن یې سخت ټپي کړ.
ځایی پولیسو وویل چې د سهار په لومړیو ساعتونو کې د شارک ( کوسه ماهي) لخوا پر دوو کسانو برید وشو.
فرانس پریس لیکلي، له ۱۷۹۱ راهیسې په آسټرالیا کې له ۱۲۸۰ څخه ډیر د شارک بریدونه ثبت شوي چې ترڅ کې یې ۲۵۰ تنه مړه شوي دي.
ډومینیکن جمهوریت: امریکا کولای شي له قاچاق وړونکو سره مبارزه کې د دوی له یوې اډې کار واخلي
ډومینیکن جمهوریت د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۲۶مه) وویل دوی به متحده ایالاتو ته اجازه ورکړي چې د مخدره توکو د قاچاق وړونکو په وړاندې د خپلو عملیاتو د یوې برخې په توګه د دوی له یوې اډې کار واخلي.
د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو په ضد دغو عملیاتو کې تراوسه ۸۰ تنه وژل شوي دي.
فرانس پریس وایي، دا اعلان د ډومینیکن پلازمینې سانټو ډومینګو ته د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د سفر په جریان کې وشو.
دا سفر وروسته له هغه کیږي چې امریکا د وینزویلا د مخدره توکو د قاچاق یو بانډ د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه ونوماوه.
امریکا د سپتمبر له لومړیو راهیسې د وینزویلا لږ تر لږه ۲۰ بیړۍ چې په وینا یې دنشه یي توکو قاچاق په کې کېده، له منځه وړې دي.
هانګ کانګ کې لویه اورلګېدنه، ۴۴ کسان مړه شوي
په هانګ کانګ کې نن سهار ( پنجشنبه د لیندۍ ۶مه) د یوې لویې اور لګیدنې له کبله ۴۴ کسان مړه شوي، ۴۵ ټپيان او ۲۷۹ نور تري تم دي.
د جرمني خبري اژانس وایي، اورلګېدنه د هستوګنې په څو بلاکونو کې رامنځته شوې ده.
د اور لګېدو ځای ته نژدې اوسیدونکو ته سپارښتنه شوې چې خپلې کړکۍ او دروازې وتړي او سوځېدونکو ودانیو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
د هانګ کانګ د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د راپور له مخې، له ۸۰۰ څخه ډیر اور وژونکي او بیړني طبي خدمات او دغه راز له ۱۴۰ څخه ډیر د اور وژنې موټر د پیښې ځای ته لیږل شوي دي.
د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ دا هم ویلي چې درې کسان په اور کې د لاس لرلو په شک نیول شوي دي.
د اسراییلو دفاع وزیر: ترڅو چې د اسراییلو امنیت تضمین نشي لبنان کې به ارامی رانشي
داسراییلو دفاع وزیر نن چهارشنبې خبرداری ورکړ ترڅو چې ددغه هیواد امنیت نه وي تضمین شوی لبنان کې به ارامی رانشي.
اسراییل کاټز پارلمان ته وویل اجازه نه ورکوي چې د اسراییلو د شمال اوسیدونکي وګواښل شي.
هغه په دې وروستیو کی د بیروت په جنوب کې د حزب الله د یو قوماندان هیثم علی طباطبایی له مینځه وړلو ته په اشاره وویل چې دغه ګوند باید بې وسلې کړای شي.
سره لدې چې د حزب الله او اسراییلو ترمینځ یوکال راهیسې اوربند شوی خو اسرایيلی ځواکونو په دې وروستیو کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی.
حزب الله یو سیاسی او پوځي ګوند دی چې امریکا یې یو ترهګر سازمان ګڼي خو اروپايي اتحادیې یې یواځې پوځي څانګه په تور لیست کې شامله کړې ده.
اوکراین کی د سولې لپاره خبرې ګړندۍ شوي؛ ټرمپ خپل استازی مسکو ته استوي
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هغه به خپل ځانګړی استازی سټیو ویټکوف مسکو ته واستوي ترڅو اوکراین سره د سولې دهغه تړون په اړه ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره خبرې وکړي چې ځینې نهايي" حساس ټکي " ېې تر تعدیل او څیړنې لاندې دي او کیف پرمختګ ته تیاری ښودلې.
د یوې ورځې له سختو ډیپلوماتیکو هلوځلو وروسته چې په کې د منځني ختیځ او اروپا هیوادونو کې د مختلفو استازو غونډې شاملې وې،د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې لور ته د پرمختګ نښې لیدل کیږي.
اوکراین کې روان جنګ چې مسکو پیل کړی ، له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې ترټولو خونړۍ جګړه ګڼل کیږي.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: "د متحده ایالاتو لخوا چمتو شوی د سولې د ۲۸ مادو پلان د دواړو خواوو په ګډون اصلاح شوی، یوازې د اختلاف څو ټکي پاتې دي."
هغه زیاته کړه: "د سولې ددغه پلان د نهایی کولو لپاره، ما خپل ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ته لارښوونه کړې چې په مسکو کې له ولسمشر پوتین سره وګوري، او په ورته وخت کې، د پوځ وزیر ډان ډریسکول به د اوکراینیانو سره وګوري."
د چهارشنبې په ورځ، د ولادیمیر پوتین مرستیال، یوري اوشاکوف هم وویل چې دی له ویټکوف سره ډېرې خبرې کوي، خو دا خبرې اترې علني نه دي.
د امریکا د اردو ویاند وویل چې دریسکول د سه شنبې په ورځ ( د نومبر په ۲۵ مه ) ابوظبی کې روسي پلاوي سره ولیدل ترڅو د سولې د پلان دهغې مسودې په اړه اختلافات کم کړي چې دامریکا حکومت په جینیوا کې د امریکایي او اوکرایني چارواکو له خبرو وروسته چمتو کړې.
په استانبول کې زرګونه فعالانو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پرضد مظاهره وکړه
زرګونه کسان پرون د ترکیې په استانبول ښار کې راټول شول او د ښځو پر وړاندې د تشدد پرضد یې مظاهره وکړه.
معترضانو چې اکثر ښځې وې د استانبول ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې لاریون وکړ او په ترکیه کې د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالی یې وغانده.
په تېرو کلونو کې به چې په ترکیه کې د ښځو پر وړاندې د تشدد د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت لاریونونه کېدل، ډېر کله به پولیسو معترضان نیول خو سږکال پولیسو پرته له دې چې مداخله وکړي، د دوی امنیت نیولی و.
د ښځو د یوې مدافع ټولنې د ارقامو له مخې د روان ۲۰۲۵ کال له جنوري څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په ترکیه کې ۲۳۵ ښځې د نارینه وو له خوا وژل شوي او د ۲۴۷ نورو ښځو د مړینو علتونه نه دي روښانه شوي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا غړي سوریې او لبنان ته ځي
په پام کې ده چې د ملګروملتو د امنیت شورا غړي راتلونکې اونۍ سوریې او لبنان ته سفر وکړي.
په ملګروملتونو کې د سلووینیا استازولۍ چې په راروانه ډسمبر میاشت کې به د امنیت شورا دوره یې مشري په غاړه واخلي پرون وویل چې د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازي به د ډسمبر په ۴مه، د بشاراسد د رژیم د نسکورېدو له کلیزې څو ورځې مخکې دمشق ته ولاړ شي او د ولسمشر احمدالشرع په ګډون د سوریې له جګپوړو چارواکو سره به وګوري.
د امنیت شورا غړي به د ډسمبر په ۵مه نېټه لبنان ته ولاړ شي او د ملګروملتونو له موقتو سوله ساتو ځواکونو سره به وګوري.
دا سرتېري به، چې په ۱۹۷۸ کال کې د اسراییل او لبنان ترمنځ د حایل ځواک په توګه ځای پرځای شوي وو، د ۲۰۲۷ کال ترپایه له لبنان څخه ووځي.
اسراییل وایي، فلسطیني اسلامي جهاد ډلې د مړه شوي یوه بل یرغمل د مړي په نه ورسپارلو سره د اوربند له موافقې سرغړونه کړې
اسراییل د فلسطینانو اسلامي جهاد ډله تورنه کړه چې په غزه کې د یوه بل برمته د مړي د پاتې شونو په ورسپارلو کې په ځنډ سره یې له نازک اوربند څخه سرغړونه کړې.
د فرانسپرس په وینا دې ډلې د دوشنبې په ورځ وویل چې د غزې په مرکزي برخه کې د لټون د عملیاتو په ترڅ کې د یوه برمته د مړي ځای په نښه کړی دی. د دې ډلې یوې سرچینې د خپل هویټ د پټ ساتلو په شرط تایید کړې چې دغه مړی د هغو وروستیو دریو یرغملو له ډلې د یوه دی چې د دې ډلې په ولکه کې دي.
د اسراییل د صدراعظم بینیامین نتانیاهو دفتر په یوه بیان کې وویل چې په فوري توګه د موندل شوي مړي نه ورسپارل ډیرجدي او هغه له شوې موافقې څخه یوه بله سرغړونه بولي او غوښتنه کوي چې د یرغمل شویو د وروستیو درې مړي دې هم وروسپارل شي.
د اوکتوبر له لسمې راهیسې، له کله چې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او حماس ترمنځ پراوربند موافقه شوې، حماس ټول شل ژوندي یرغمل اسراییل ته سپارلي او هم یې د مړو شویو اته ویشتو یرغملو له ډلې د ۲۵ هغو مړي یا د مړي پاتې شونې اسراییل ته ورکړي دي.