د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

يوشمېر افغان کډوال: د ايران په کرمان کې پر افغان کډوالو د ډوډۍ پر خرڅلاو بنديز لګېدلی


د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: "پر موږ څه شوي، چې په‌دې غني تاریخ او فرهنګ چې لرو یې، داسې شوي یو؟"
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: "پر موږ څه شوي، چې په‌دې غني تاریخ او فرهنګ چې لرو یې، داسې شوي یو؟"

په ایران کې یوشمېر افغان کډوال ادعا کوي چې، تازه پر دوی د دغه هېواد په کرمان ولایت کې د قضایي ادارې له‌خوا د ډوډۍ پر خرڅلاو بندیز لګېدلی دی.

د ایران په کرمان کې مېشت یو افغان کډوال چې نه‌یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، یوه ورځ مخکې په کرمان ولایت کې د ډوډۍ د سهمیه په اړه اعلامیه خپره شوې ده.

هغه وايي: "د ډوډۍ ستونزه تل وي، نانوایانې سهمیه ترلاسه کوي، د سیمې او نفوس ته په کتو په هماغه اندازه دولت نانوایانو ته وړه وېشي، هر نانوایي له دوه - درې ډېره ډوډې نه پلوري."

"اوس چې نانوایي ته ولاړم، د افغانانو او ایرانیانو کتارونه جلا وو، لومړی ایرانیانو ډوډۍ اخیسته او بیا افغانانو ته نوبت ور رسېده
ايران کې يو افغان کډوال

د ایران له زاهدان نه یو بل افغان کډوال چې دې هم نه‌غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، په ایران کې پر افغان کډوالو ورځ تر بلې د محدودیتونو د زیاتېدو خبره کوي او وایي، اوس د ډوډۍ پېر هم ورته یوه لوی ننګونه ګرځېدلې ده.

ياد کډوال ازادي راډيو ته وويل: "اوس چې نانوایي ته ولاړم، د افغانانو او ایرانیانو کتارونه جلا وو، لومړی ایرانیانو ډوډۍ اخیسته او بیا افغانانو ته نوبت ور رسېده، د یوې ډوډۍ بیه دوه زره تومانه ده، خو موږ باید یوه ډوډۍ دونیم زره تومانه واخلو، وضعیت ډېر خراب دی، تېره شپه چې له کاره کور ته تلو، یو بسیجي موږ ونیولو او حُسینیې ته یې بوتلو چې د اقامې کارتونه مو ور وښودل بېرته یې راخوشې کړو."

د دې سره، په خواله رسنیو کې خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د کرمان په بردسیر سیمه کې د یو نانوایي پر ښیښې د قضایې قوې له‌خوا استول شوې لارښونه نصب شوې او په‌کې لیکل شوي چې د ډوډۍ خرڅلاو "اتباعو" ته بند دی او نانوایانې به د سرغړونې په صورت کې له قانوني "چلند" سره مخ شي.

ډېری افغانان د دوی په خبره له بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او امنيتي ستونزو امله پر قاچاقي لارو ته ايران ته اوړي.
ډېری افغانان د دوی په خبره له بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او امنيتي ستونزو امله پر قاچاقي لارو ته ايران ته اوړي.

په ایران کې یوشمېر رسنۍ او کډوال وايي، ایراني چارواکي د "اتباع" کلیمه افغان کډوالو ته کاروي.

بل‌خوا د ایران قضایې قوې پورې اړوند "میزان" خبري اژانس د جمعې په ورځ د بردسیر د قضایي قوې د مشر په حواله خبر ورکړی چې "دا قضایي پرېکړه نه‌ده او دا موضوع د بردسیر ښار د تامین په شورا کې د دولتي، امنیتي چارواکو په حضور کې تصویب شوې."

دغه خبري اژانس د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې "اتباع" په اردوګاه (د کډوالو په کمپ) کې کولای شي چې په دولتي بیه له کوپُن نه ډوډۍ واخلي.

خو د هغو کډوالو په اړه یې څه نه‌دي ویلي چې له‌دې کمپونو بهر اوسېږي.

دغه اژانس د دې پرېکړې لامل په نانوایانو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ښودلې.

دا خبر په خواله رسنیو کې د ګڼو خلکو له نیوکو سره مخ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي د دغه اقدام په اړه په غبرګون کې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: "پر موږ څه شوي، چې په‌دې غني تاریخ او فرهنګ چې لرو یې، داسې شوي یو؟"

ځینو افغانانو بیا په خواله رسنیو دغه اقدام "ظالمانه او د ګاونډیتوب دود خلاف" عمل بللی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ایران د امنیتي ځواکونو قوماندان، احمد رضا رادان اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه نا قانونه کډوال له ایرانه وایستل شي.

له‌دې سره د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني هم ټينګار کړی، چې د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله کډوالو د مخنیوي لپاره جوړېدونکي دېوال کار دې چټک شي.
دا په‌داسې حال کې ده چې د کډوالو نړیوال سازمان "ايي‌او‌ایم" نږدې دوه اوونۍ مخکې ویلي وو، د اګسټ میاشتې په درېيمه اوونۍ کې ۳۸ زره افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېری افغانان د بېلابېلو ستونزو او دلایلو له امله ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته کډوال شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG