د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

په برازیل کې یو شمېر افغان کډوال د ژوند له سختو شرایطو شکایت کوي


په برازیل کې افغان کډوال
په برازیل کې افغان کډوال

د لسګونو زرو نورو افغان کډوالو په څېر، د کډوالۍ ننګونو یو شمېر هغه افغانان هم اغېزمن کړي چې برازیل ته کډوال شوي دي.

هغه یو شمېر زیانګالي افغان کډوال، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشردوستانه ویزو په ترلاسه کولو سره برازیل ته رسېدلي، په دې هېواد کې د ژوند له سختو شرایطو شکایت کوي.

نوید عزیزي په افغانستان کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ خبریال و چې هېواد پرېښودو ته اړ شو او د بشردوستانه ویزې له لارې یې برازیل ته پناه یووړه.

نوموړی ازادي راډيو سره په خبرو کې په کمپونو کې د کډوالو له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.

هغه وايي: "په کمپ کې ستونزې لرو، په یوه کوټه کې له شپږ څخه تر ۱۲ کسانه ژوند کوو، بله ستونزو د خوړو ده چې سم نه دي."

په برازیل کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې دې هېواد ته له رسېدو وروسته ځینې افغان کډوال متوجه شوي چې دوی په برازیل کې د ښه راتلونکي د جوړولو فرصت نه لري او اړ شوي چې قاچاقبرانو ته د پیسو په ورکولو سره خپل سفر ته دوام ورکړي او د لاتیني امریکې له ۱۱ هېوادونو څخه له تېرېدو او د ډېرو خطرونو له ګاللو وروسته، امریکا ته ولاړ شي.

ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه. یو شمېر افغانان د تورخم له لارې پاکستان ته په رسېدو هڅه کوي چې د برازیل ویزې ترلاسه او امریکا او کاناډا ته ځانونه ورسوي.
ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه. یو شمېر افغانان د تورخم له لارې پاکستان ته په رسېدو هڅه کوي چې د برازیل ویزې ترلاسه او امریکا او کاناډا ته ځانونه ورسوي.

د دې کډوالو په خبره، هغه کسان چې د برازیل له لارې متحده‌ایالاتو ته تللي هم د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

محمد جواد امیري، چې د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې استاد و او له پنځو میاشتو راهیسې برازیل ته کډوال شوی، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "هغه کډوال چې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه برازیل ته راغلي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په ژبه نه پوهېږي، کار نه لري او بې‌کاري یې ځوروي او هغه کسان چې امریکا خوا ته ځي په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي."

په برازیل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" UNHCR اعلان کړی چې د دې هېواد بشردوستانه ویزه به برازیل ته د یو ځل ننوتلو لپاره د ۱۸۰ ورځو لپاره اعتبار ولري او له هغې وروسته د یادې ویزې درلودونکی کس ۹۰ ورځې فرصت لري چې فدرالي پولیس ته ځان وسپاري او د پناه یا د بشردوستانه موخو لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي.

دا ویزې تر ډېره په ایران، پاکستان او ترکیې کې مېشت افغانانو ته ورکول کېږي چې ډېری کډوال یې د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

ارشیف: یو شمېر افغان کډوال
ارشیف: یو شمېر افغان کډوال

په ایران کې یو افغان کډوال همایون احمدي وايي چې په دې هېواد کې د افغانانو لپاره د ژوند شرایط ډېر ستونزمن شوي او دا هم هڅه کوي چې ژر تر ژره له ایران څخه برازیل ته ولاړ شي.

خو هغه وايي، سره له دې چې له څه باندې یوه کال راهیسې د برازیل ویزې ته په تمه دی، تراوسه یې په دې اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي وویل: "زما له نوملیکنې یو نیم کال تېر شو، تراوسه نه کوم خبر او نه کوم ایمیل راغلی، خو داسې راپورونه هم شته چې ویزې پلورل کېږي، ډېر افغانان د ځواب ترلاسه کولو په تمه دي."

د خپرو شویو شمېرو له مخې، د برازیل حکومت د ۲۰۲۱م کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۳م کال تر اګست میاشتې پورې شاوخوا ۱۲زره افغانانو ته بشردوستانه ویزې ورکړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې برازیل ته د تلونکو افغانانو شمېر د هغه سرپناوو له ظرفیت څخه ډېر دی چې دغه هېواد د دوی لپاره په پام کې نیولي.

په همدې حال کې لیدل کېږي چې دې هېواد د بشردوستانه ویزو ورکول محدود کړي او په برازیل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپله ویب‌پاڼه کې اعلان کړی چې دا ویزې یوازې په اسلام‌آباد او تهران کې برازیل سفارتونو ته ورکول کېږي او په ترکیې، متحده عربي اماراتو، روسیې او قطر کې د برازیل په سفارتونه او قونسلګریو کې د پخوا په څېر امکان نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو، د کډوالۍ کېسونو د پروسس، بې‌کاري او د خپلو اولادونو د زده‌کړو د دوام لپاره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ لسګونه هېوادونو ته کډوال شوي چې ډېری یې په دې هېوادونو کې هم د بېلابېلو لاملونه له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG