د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د ايران په اذربايجان ولايت کې د افغان کډوالو په هر ډول فعاليت بنديز لګېدلی


ايران کې افغان کډوالو په‌دې وروستیو کې په ایران کې د حکومت او حتی د ایراني وګړو له‌خوا د فشارونو او یو شمېر نورو محدودیتونو څخه شکایت کړی دی.
ايران کې افغان کډوالو په‌دې وروستیو کې په ایران کې د حکومت او حتی د ایراني وګړو له‌خوا د فشارونو او یو شمېر نورو محدودیتونو څخه شکایت کړی دی.

د ایران د ختیځ اذربایجان یو شمېر څارنوالانو په دغه ولایت کې د افغان کډوالو په هر ډول فعالیت باندې بنديز ولګاوه.

د ايران ايرنا او صداى سيما رسنیو د دې هېواد په ختیځ اذربایجان کې د څارنوالۍ د مرستیال احمد موقري په حواله ویلي، افغانان د ختیځ اذربایجان ولايت په ګډون په څو نورو ولایتونو کې د استوګنې د جواز له درلودلو سره سره دې ولايتونو کې له اوسېدلو منع شوي دي.

موقري په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته ایران ته د افغان کډوالو پراخ راتګ ته په اشارې سره ويلي، د هغوى "افغانانو" جرمونه له اندازې وتلي.

د ایران د ختیځ اذربایجان ولايت د څارنوالۍ مرستیال احمد موقري زیاته کړې چې، په ایران کې صنعتي مجموعې له افغان کډوالو کار اخلي.

هغه د هېواد له قضايي او انتظامي ارګانونو وغوښتل چې د استخدام کوونکو شرکتونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

پر افغان کډوالو د ایران د نوي حکومت بندیزونه په‌داسې حال کې ډېرېږي چې، دغو کډوالو په‌دې وروستیو کې په ایران کې د حکومت او حتی د ایراني وګړو له‌خوا د فشارونو او یو شمېر نورو محدودیتونو څخه شکایت کړی دی.

د کډوالو نړیوال سازمان "ای‌او‌ايم" د راپور له‌مخې یو له هغو لاملونو چې شاوخوا ۷۰سلنه افغانان ایران ته کډوالېږي په خپل هېواد کې د کاري او شغلي فرصتونو نشتوالی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان "ای‌او‌ايم" د راپور له‌مخې یو له هغو لاملونو چې شاوخوا ۷۰سلنه افغانان ایران ته کډوالېږي په خپل هېواد کې د کاري او شغلي فرصتونو نشتوالی دی.

يوه افغانه کډواله ناصره عطايي وايي، د کورنۍ ټول غړي يې پخوا د څو ايرانيانو له‌خوا تښتول شوي و، خو تر اوسه د دغو کسانو له لوري، له سرخوږي سره مخ دي.

"په ایران کې د افغانانو لپاره يو پر بل پسې ستونزې پیدا کېږي، یوه ستونزه د ويزې ده چې ویزې نه تمدیديږي
اميد رحيمي ايران کې افغان کډوال

هغه وايي: "دوی دوه شپې او دوه ورځې ماشومان او موږ ټول يې شکنجه کړو، بیا پولیس راغلل او موږ یې خوشې کړو، د دوی څخه ۱۲ یې خوشې کړل او وروسته یې دوه تنه ونیول، اوس دوی موږ ته اخطارونه راکوي چې موږ ته ابرار راکړئ. له داسې شمېرو زنګ وهي چې موږ يې هيڅ نه پېژنو پوليسو ته يې هم نه‌شو ورکولى ځکه نمبر نه‌ښکاري، اوس دوی موږ ګواښي، له ستونزې سره مخ یو."

یو بل افغان کډوال امید رحیمي د ځينو نورو ستونزو په اړه په ځانګړې توګه په ایران کې د افغان کډوالو د ویزې د مودې د نه اوږدېدو له ستونزې شکایت کوي.

نوموړی وايي: "په ایران کې د افغانانو لپاره يو پر بل پسې ستونزې پیدا کېږي، یوه ستونزه د ويزې ده چې ویزې نه تمدیديږي او کله چې افغانان ايستل کېږي په داسې کمپ کې چې ۵۰ کسه ځايېږي تر ۳۰۰ کسان په کمپ کې ځای پر ځای کوي چې دا یوه لویه ستونزه ده."

يو بل افغان کډوال ذبيح‌الله د نورو ستونزو په اړه وايي: "موږ افغانان په ايران کې له سختو ستونزو سره مخ يو، کله چې کور په کرايه کوو، له موږ څخه ډېرې پيشکي پيسې غواړي، کله چې په فابريکو کې کار کوو، ظلم کوي او پر موږ ډول ډول نومونه ږدي."

د ايران د ختیځ ولايت اذربایجان په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر اوسېدو بنديز کومه نوې خبره نه‌‌ده، تېر کال هم د ایران د کرمانشاه ولایت د وګړو او بهرنیو کډوالو د چارو ادارې ۱۶ ایراني ولایتونو ته د افغان کډوالو پر ورتګ بندیز لګولى وو.

د کډوالو نړیوال سازمان "ای‌او‌ايم" د راپور له‌مخې یو له هغو لاملونو چې شاوخوا ۷۰سلنه افغانان ایران ته کډوالېږي په خپل هېواد کې د کاري او شغلي فرصتونو نشتوالی دی.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان بياځلي واک تر لاسه کړ، ډېری افغانان د ‌بې‌کارۍ، اقتصادي، امنیتي او نورو ستونزو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول او ډېری یې د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG