د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

ايران سره پر پوله پر افغان وګړو د ډزو پېښه؛ طالب پلاوي خپلې لومړۍ موندنې شريکې کړې


ارشيف: د ایران یو سرحدي سرتېری د پیرې پر مهال
ارشيف: د ایران یو سرحدي سرتېری د پیرې پر مهال

د طالبانو حکومت د ایران د سیستان-بلوچستان ولایت په کلګان درې کې پر افغان کډوالو د ډزو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې، په‌دې پېښه کې د دوو کسانو مړي او ۳۴ ټپیان افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د حکومت تحقیقاتي پلاوي نن (پنج‌شنبه) په ایران کې د سیستان-بلوچستان ولایت د سروان ولسوالۍ په کلګان درې کې پر افغان کډوالو د ډزو پېښه تایید کړه او خپلې لومړنۍ موندنې یې شریکې کړې.

د دوی په وینا، د پېښې له ځایه د دوو قربانیانو جسدونه او ۳۴ ټپیان افغانستان ته انتقال شوي دي، خو ځینې قربانیان لا هم په ایران او پاکستان کې پاتې دي.

پلاوي ویلي چې، کډوال د ایران په خاوره کې د چاودنې او ډزو ښکار شوي، خو دا یې نه‌ده په ګوته کړې چې د برید عاملان څوک وو.

خو د "حال‌وش" د بشري حقونو وېب‌پاڼې، چې په ایران کې د سیستان-بلوچستان اړوند خبرونه خپروي، مخکې ویلي و چې ایراني سرحدي ځواکونو د افغان کډوالو پر یوې ډلې ډزې کړې دي.

سره له‌‌دې، ځینې جګ‌پوړي ایراني چارواکي، لکه د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي، ادعا کوي چې د ایراني سرحدي ځواکونو له‌خوا ډزې نه‌دي شوي.

له پېښې د ژوندي پاتې شويو کسانو ويډو څخه اخيستل شوی انځور.
له پېښې د ژوندي پاتې شويو کسانو ويډو څخه اخيستل شوی انځور.

د طالبانو د حقیقت موندنې د هیئت مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او یاد هیئت ویلي چې تحقیقات روان دي.

د "حال‌وش" د راپور له‌مخې، د دې پېښې ټپیان په نیمروز کې په روغتون کې بستر شوي دي.

یاد سازمان وايي، د ټپیانو د انتقال پر وخت، لسګونه افغان کډوال هم د پاکستان د پوځ له‌خوا د اکتوبر په ۲۷مه نېټه نیمروز ته انتقال شوي دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې "حال‌وش" خپرې کړې دي، ځینې افغان کډوال ادعا کوي چې سلګونه افغان کډوال، چې غوښتل یې د ایران له سرحد څخه تېر شي، د ایراني سرحدي ځواکونو له‌خوا پرې برید شوی.

د دې ویډیوګانو دقیق وخت او ځای نه ‌دی څرګند او ازادي راډیو یې په خپلواکه توګه نه‌‌شي تاییدولی.

له ایران سره سرحد کې د زیات شمېر افغانانو وژل کېدل؛ غبرګونونه او د پېښې څرنګوالی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

ياده ويډيو کې ځينو کسانو د پېښې په اړه خپل نظرونه هم شريک کړي.

يو کس وايي: "موږ ایران ته روان و، ۳۰۰ کسان وو، موږ یې په ۵۰ کسیزو ډلو وویشلو او د سرحد په لور یې واستولو. هلته پر موږ ډزې وشوې. موږ بېرته راغلو، پاکستانیانو مرسته وکړه چې بېرته خپل هېواد ته په خیر ورسیږو. دومره ژوبل یو چې ښه نه‌شو ګرځېدی."

۱۰ یا ۱۲ کسان ټپیان دي او نه‌پوهېږم چې څو کسان وژل شوي یا ټپیان دي."

دغه راز يو بل کس وايي: "موږ ۳۰۰ کسان وو، له‌دې ځایه په ۵۰ کسیزو ډلو وویشل شوو. سرحد ته ورسېدو، خو له کمین سره مخامخ شوو او ډزې راباندې وشوې. هلته مو ۴ یا ۵ ورځې تېرې کړې. ۱۰ یا ۱۲ کسان ټپیان دي او نه‌پوهېږم چې څو کسان وژل شوي یا ټپیان دي."

ازادي راډیو مخکې د دې پېښې د ځینو قربانیانو له کورنیو سره خبرې کړي دي، په ځانګړې توګه له هغو دوو کورنیو سره چې خپل عزیزان یې په‌دې پېښه کې له لاسه ورکړي دي.

دوی د عدالت او د بشري حقونو له سازمانونو څخه یې د دې موضوع د څېړلو غوښتنه کړې وه.

د بشري حقونو وېب‌پاڼې "حال‌وش" د راپور له‌مخې، دا پېښه د میزان په ۲۲مه نېټه شوې ده.

په‌دې پېښو د ملګروملتو په شمول بېلابېلو خواو اندېښنه ښکاره کړې او په اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG