د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د ايران حکومت د بندي کډوالو شمېر په ډاګه کړ؛ څومره افغانان په‌کې شامل دي؟


وروستيو کې د ايران په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه افغان کډوال نيول شوي دي.
وروستيو کې د ايران په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه افغان کډوال نيول شوي دي.

د ایران د سیستان او بلوچستان د عدلیې ادارې د جرمونو د مخنیوي مديريت سرپرست غلام رضا باغ شیرین وايي، د روان کال له پیل راهیسې یې تر اوسه نږدې ۳۰ زره "بهرني وګړي" بنديان کړي دي.

د ایران یوه امنیتي چارواکي اعلان کړی، چې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ایالت کې د نیول شویو غیر قانوني "بهرنیو وګړو " شمېر ۱۷ سلنه زیات شوی دی.

د ایران د ايسنا خبري اژانس د یک‌شنبې په ورځ (د زمري۲۸مه) د ایران د سیستان او بلوچستان د عدلیې ادارې د جرمونو د مخنیوي مديريت سرپرست غلام رضا باغ شیرین له قوله خبر ورکړى چې، د روان کال له پیله تر اوسه په بېلابېلو تورونو ۲۹۹۰۲ تنه بهرني وګړي نیول شوي دي.

که څه هم په ایران کې د سیستان او بلوچستان د جرمونو د مخنیوي د د مدیریت مشر د دغو کډوالو هویت نه‌دی په ډاګه کړى، خو ایراني چارواکي ډېری افغان کډوال د بهرنيو وګړو په نوم يادوي.

"ما پاسپورټ درلود، پولیسو ونیولم او هرڅومره چې مې ورته وویل چې اسناد لرم، خوشې يې نه‌کړم
ايران کې يو افغان کډوال

د ښاغلي باغ شیرین په خبره اوس‌مهال د سیستان او بلوچستان په امنيتي او تربيتي مرکزونو کې ۶۲۱ بهرني بنديان د زندان موده تېروي.

ښاغلى باغ شیرین زياتوي، یوازې د نوي لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۵۶،۳۵۶ بهرني وګړي له‌دې هېواده ایستل شوي هم دي.

غلام رضا باغ شیرین د غیرقانوني "بهرنیو وګړو" شتون په ايران کې د ایراني ټولنې لپاره یو سر خوږى بللى.

له‌دې سره په ایران کې د بندیانو کورنۍ وايي چې، د خپلو بنديانو وضعیت ته اندېښمنې دي.

د دوی له ډلې یوه افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له څرګندولو ډډه کوله ازادي راډيو ته وویل: "ما پاسپورټ درلود، پولیسو ونیولم او هرڅومره چې مې ورته وویل چې اسناد لرم، خوشې يې نه‌کړم، بيا مو دعوې شوې پوليسو له ځان سره بوتلم او زندان کې يې واچولم، بيا د دوى مشر راغى زه يې آزاد کړم."

يو شمېر افغان کډوال
يو شمېر افغان کډوال

دا په‌داسې حال کې ده چې له تېرو کلونو راهيسې هم زیات شمېر افغانان د ایران په زندانونو کې بندیان دي.

د یوه افغان زنداني خور چې ‌دې هم د ورته لامل له امله له موږ د هویت د نه څرګندولو غوښتنه وکړه، ازادي راډیو ته وویل: "زما ورور په ١٣٩٩ لمریز کال کې د ایران په اصفهان کې له نشه‎يي توکو سره نیول شوی و او په بند محکوم شو، پرون دوه افغان بندیان په ايران کې اعدام شول، موږ ډېر اندېښمن یو چې هر ساعت او هره ثانیه په درد او عذاب کې راباندې تېریږي."

د ايران د سيستان او بلوچستان د عدليې ادارې د جرمونو د مخنيوي د مديريت سرپرست غلام رضا باغ شيرين دغه شان زياتوي چې، نيول شوي کسان په امنيتي جرمونو، نشه‌يي توکو او غلاو تورن دي.

یو شمېر ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، په ایران کې د بهرنیو بندیانو ډېری برخه افغانان دي، چې ډېری یې د نشه‌یي توکو په تور زنداني شوي او په اعدام محکوم شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د بشري حقونو یوه ایراني بنسټ حال وش په یوې اعلاميه کې ویلي، د دوشنبې په سهار په ایران کې د هغو دوو افغانانو په ګډون پنځه کسان اعدام شوي چې، د مخدره موادو د قاچاق او قتل په تور په یزد زندان کې بندیان وو.

دغه راز تر دې وړاندې هم په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه خپاره شوي دي.

په تېرو درې کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په ایران کې د افغان کډوالو شمېر زیات شوی او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په‌دې وروستیو کې د افغانانو پر ضد اقدامات زیات کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG