د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

افغانستان نن د لومړي ځل لپاره د فوټسال په نړیوال جام کې لوبیږي


د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم چې په‌دې وروستیو کې یې ښې لوبې کړي او د ګڼو پام یې ځان ته ور اړولی په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه د انګولا په وړاندې پيلوي.

دا لوبه د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند په هومو صالون کې د کابل په وخت د مازیګر په ۵ بجو پيلیږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړو د نړیوال جام د ښه چمتووالي په هدف د ایران په مشهد ښار کې څو ورځې تمرینونه کړي او همدارنګه یې په‌دې وروستیو کې د انترکانتیننټال یا لویو وچو جام سیالیو کې څو ټیمونه مات او درېیم مقام خپل کړ.

هلکان له روحي او بدني لحاظه ډېر چمتو دي او له هيڅ ټیمه ویره نه‌لرو او ټوله هڅه کوو چې ښه نتیجه ترلاسه کړو."
فرزاد محمود

د ملي ټیم ګول ساتونکي محمد جواد صفدري په یوه بیان کې چې د فوټبال فدراسیون په خپله فېس‌بوک پاڼه خپور کړی وايي: "هڅه کوم له خپلو نورو ملګرو سره په ګډه د انګولا، ارجنتیان او اوکراین په وړاندې ښې پایلې ترلاسه او له خپل ګروپه حذفي دور ته لار پیدا کړو. زما د ژوند یوه لویه هیله دا وه چې په نړیوالو لوبو کې برخه واخلم او ټوله هڅه وکړم چې د نړۍ غوره ګول ساتونکی شم، کوښښ کوم چې په‌دې لوبو کې له خپل ټيم سره مرسته وکړم او ښه نتیجه ترلاسه کړم."

د ملي ټیم بل لوبغاړي فرزاد محمود هم وویل، تېرو ښو لوبو ته په کتو هیله‌من دی چې په نړیوال جام کې هم ښه وځلیږي.

هغه ويلي: "موږ مشهد کې ډېر ښه تمرینونه وکړل، تر هغه وروسته تایلند ته ولاړو، ازبکستان کې مو هم دوه ښې تمریني لوبې وکړې، هلکان له روحي او بدني لحاظه ډېر چمتو دي او له هيڅ ټیمه ویره نه‌لرو او ټوله هڅه کوو چې ښه نتیجه ترلاسه کړو."

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

افغانستان به د فوټسال د نړیوال جام په سي ډله کې له انګولا وروسته دوه نورې لوبې به له ارجنټاین او اوکراین سره ترسره کړي.

د افغانستان د فوټسال د ملي ټيم اکثر غړي په ایران کې کډوال افغان ځوانان دي چې، د راپورونو له‌مخې په سختو شرایطو کې تر ملي ټيم رسېدلي.

ملي ټیم وروسته له هغه لا زیاتې لاسته‌راوړنې و درلودې، چې دوی ته د مجید مرتضایي په نوم یو ایرانی سر روزونکی وټاکل شو او د هغه په مدیریت سره افغان ټيم په بېلابېلو ټورنمنټونو کې ګډون وکړ.

د فوټسال نړیوال جام کې چې دا یې لسم دور دی، له ټولې نړۍ ۲۴ غوره ټیمونه حضور لري.

د فوټسال نړیوال جام له تېرو لسو دورو پنځه واره برازیل اتلولي خپله کړې ده او وروستی وار په ۲۰۲۱ کال کې پرتګال اتلولۍ ته ورسېد.

د فوټسال نړیوال جام سیالۍ شاوخوا ۳۵ کاله مخکې له ۱۹۸۹ کاله پيل شوې.

فوټسال چې سالون دننه فوټبال ته ورته لوبه ده، د فوټبال په پرتله په وړو میدانونو کې ترسره کېږي.

د فوټسال یو میدان شل دقیقې دوام کوي او بیا تر ۱۵ دقیقو وقفې وروسته دویم میدان پيلیږي.

په فوټسال کې د لوبې په وخت یو ټیم له پنځو د زیاتو لوبغاړو اجازه نه‌لري او روزونکي په ټاکلو وختونو کې کولای شي تازه دمي لوبغاړو له هغو سره چې ستړي وي بدل کړي.

XS
SM
MD
LG