د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

جرمن چارواکي: افغانستان ته د تللیو افغانانو د پناه غوښتنې دوسیې د لغوه کېدو خطر سره مخ کېدای شي


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

جرمن چارواکي وایي، د هغو افغانانو د کډوالۍ دوسیې او پناه غوښتنې د لغوه کېدو له خطر سره مخ کېدای شي چې د رخصتیو لپاره افغانستان ته تللي وي.

په اروپايي هېوادونو کې چې جولای او اګست کابو دوه میاشتې دوبنۍ رخصتۍ وي نو اکثر خلک له خپلو کورنیو سره یا هم یواځې د رخصتیو لپاره نورو هېوادونو ته سفرونه کوي.

د افغان کډوالو په تېره بیا هغو لپاره چې د ورپېښ خطر په خاطر جرمني یا نورو اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دا شرایط لږ څه فرق کوي.

د جرمني د کډوالو او پناه غوښتونکو د فدرال ادارې د مقرراتو له مخې کوم کسان چې د پناه غوښتنې یې کړي وي یواځې په خاصو شرایطو کې د سفر اجازه ورکول کېږي که نه خپلسري او له اجازې پرته سفرونه به یې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د دوسیو د لغوه کېدو سبب شي.

ارشیف: د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د تخلیې یو انځور. ډېری دغه کډوال اروپايي هېوادونو او لوېدیځ ته ولېږدول شول.
ارشیف: د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د تخلیې یو انځور. ډېری دغه کډوال اروپايي هېوادونو او لوېدیځ ته ولېږدول شول.

د جرمني د پارلمان ځینې غړي او د کډوالو کمېشنر ویلي، په وروستیو کې ګڼ افغانان په تېره بیا هغو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې جرمني ته کډه شوي او د ور متوجه خطر په خاطر یې پناه غوښتې اوس په اسانۍ افغانستان ته سفرونه کوي.

له ارټي‌ال جرمني تلوېزیون سره په خبرو کې د کرسشن ډیموکراټيک او محافظه کاره ګوند د ایتلاف د پارلماني ډلې مرستیال تورستین فرای ویلي، د حیرانۍ ځای دی چې حکومت له دې مسئلې سره هېڅ چلند نه کوي.

هغه وايي: "موږ په دې وروستیو کې له فدرال حکومت وپوښتل چې د څومره خلکو د اوسېدو اقامت د هغوی اصلي هېوادونو ته د سفرونو په خاطر اخیستل شوي، ځواب یې دا وو چې: نه پوهېږو ځکه موږ دا ارقام نه ساتو."

د کډوالو په چارو کې د جرمني د حکومت ځانګړي استازي یواخیم سټامپ بیا ویلي، هېواد یې د نړۍ په مخ خلاص دی، خو د ده په خبره "احمق هم نه دی."

هغه زیاته کړې، چارواکي باید دا یقیني کړي هغه کسان چې د پناه غوښتنې یې کړي او خپلو اصلي هېوادونو ته د رخصتیو لپاره تللي سمدستي د پناه غوښتنې حیثیت یې لغوه او جرمني کې د اوسېدو اجازه ترې واخیستل شي.

په جرمني کې مېشت افغان کارپوه او د برلین د پوهنتون استاد اسحق اتمر د ازادي راډیو دا پوښتنه چې د جرمن چارواکو دا دریځ څومره جدي دی، داسې ځواب کړه: "ځینې افغانان داسې لیدل شوي چې سره له دې چې دوی سیاسي پاسپورټ لري او دوی یا د پاکستان یا د ایران له لارې افغانستان ته سفرونه کړي، نو په دې برخه کې د جرمني حکومت جدي دی او دوی داسې انګېري هغه کسان چې افغانستان ته سفرونه کولای شي په حقیقت کې باید سیاسي پناهندګي ورته ورنه کړل شي او که چا هم سیاسي پناه ترلاسه کړي وي هغه باید لغوه شي. په یقین سره چې دا مسئله د افغانانو په پناه غوښتنې باید ډېر تاثیر کولای شي."

په جرمني کې مېشت افغان کارپوه او د برلین د پوهنتون استاد اسحق اتمر
په جرمني کې مېشت افغان کارپوه او د برلین د پوهنتون استاد اسحق اتمر

جرمني له کلونو راهیسې د افغان کډوالو د ډیپورټ یا ایستلو پروسه ځنډولې ځکه افغانستان کې جګړې او سیاسي تحولات د دې لامل شول چې د کډوالو د ایستلو په پروسې باندې فشارونه زیات او چارواکي یې له تطبیق لاس واخلي.

خو په دې وروستیو څو میاشتو کې په څو بریدونو او پېښو کې د افغان کډوالو ښکېلېدو د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو په وړاندې د چارواکو زغم پای ته رسولی.

د افغانانو له خوا د شویو بریدونو او پېښو بېلګې زیاتې دي، خو د جون په لومړیو کې د یوه جرمن پولیس د وژنې پېښې ګڼ غبرګونونه وپارول.

هغه پولیس د یوه افغان کډوال له‌خوا د چړې په ګوزارونو سخت ټپي او بیا یې روغتون کې ساه ورکړې وه.

ارشیف: په جرمني کې د چړې په وسیله د یوه جرمن د وژلو وروسته حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې جدي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.
ارشیف: په جرمني کې د چړې په وسیله د یوه جرمن د وژلو وروسته حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې جدي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

په جرمني کې د اسیایي کډوالو په دویم کتار کې له سوریې وروسته افغانان دي.

د جرمني د احصايې د فدرال ادارې د راپور په اساس چې د ۲۰۲۳م کال په وروستیو کې یې خپور کړی، هلته د مېشتو افغانانو شمېر نږدې ۴۲۰زرو ته رسېږي.

له دې ډلې ۳۸زره جرمني کې زیږیدلي خو لویه برخه یعنې شاوخوا ۳۸۰زره یې له افغانستانه کډوال شوي.

ښايي دا شمېر اوس څه ناڅه زیاتې شوي وي ځکه لا هم د ایران او ترکیې له لارې په قاچاقي توګه افغانان جرمني یا د اروپا نورو هېوادونو ته د رسېدو هڅې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG