د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

ملګري ملتونه: افغانستان ته له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی


ارشیف: پاکستان له تېر یوه کال راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
ارشیف: پاکستان له تېر یوه کال راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو په لړ کې تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالي کمېشنرۍ ویلي چې د سږ میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو د ستنېدو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه کمېشنرۍ پرون چهارشنبه د اګست د میاشتې ۲۱مه د یوه راپور له مخې ویلي چې چې د مې او جون میاشتو کې هره میاشت شاوخوا ۳۸ زره کډوال له پاکستان څخه ستانه شوي، خو په جولای میاشت کې دا شمېر لږ راکم شوی او د ۳۶زره کډوالو د ستنېدو راپور ورکړل شوی دی.

په راپور کې دغه شان راغلي چې د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۴م کال د جولای تر ۳۱مې نېټې تر ۶ سوه ۸۳زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

که څه هم د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په راپور کې په دې اړه جزییات نه دي ورکړل چې په ستانه شویو کې د کومې ګټګورۍ خلک شامل دي، خو وړاندې د پاکستان حکومت ویلي وو، هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده یې باسي.

د پاکستان حکومت د تېر کال په نومبر میاشت کې له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

ساحل چې دوه میاشتې وړاندې له پاکستانه د افغانستان ننګرهار ولایت ته ستون شوی، وايي چې د راتګ پرمهال ورسره لږه مرسته وشوه، خو اوس یې ژوند له کړاوه ډک دی.

له پاکستانه ننګرهار ته ستون شوی کډوال ساحل وايي: که چېرته حکومت وکړای شي چې زما په څېر ډېرو ځوانانو ته چې کار نه لري د کار زمینه برابره کړي نو ډېرې ستونزې به مو حل شي.

هغه وویل: "اوس په ننګرهار کې په یوه کرايي کور اوسېږو، دلته لویه ستونزه د بې روزګارۍ ده، که چېرته حکومت وکړای شي چې زما په څېر ډېرو ځوانانو ته چې کار نه لري د کار زمینه برابره کړي نو ډېرې ستونزې به مو حل شي."

په پاکستان کې افغان کډوال رفیع‌الله سادات د پاکستان له حکومت او د کډوالو اړوند بنسټونو غواړي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي.

سادات وویل: "د پاکستان له حکومت او د کډوالو له کمېشنرۍ نه مې دا غوښتنه ده چې اوس په افغانستان کې وضعیت ډېر خراب دی نو په‌کار ده چې دوی له صبر او حوصلې کار واخلي په ځانګړې توګه د کډوالو کمېشنري باید د جدي اقداماتو په کولو سره د افغانانو د شړلو مخه ونیسي."

په ورته وخت کې له بل ګاوندي هېواد ایران څخه هم افغانستان ته د کډوالو ستنولو لړۍ روانه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د روان میلادي کال د جولاۍ میاشتې په دوهمه نېټه په خپل یو راپور کې ویلي وو چې د روان ۲۰۲۴م کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مې د میاشتې ترپای پورې شاوخوا ۵۹۵زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې هرات ته رسېدلي دي.
ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې هرات ته رسېدلي دي.

که څه هم په پاکستان کې او ایران کې د افغان کډوالو د کره شمېر په اړه ډول ډول ارقام وړاندې شوي، خو وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په ۲۰۲۳م کال کې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر ۶،۴ میلیونو تنه ښودلی و.

په ورته وخت کې له بل ګاوندي هېواد ایران څخه هم د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ روانه ده.
که څه هم په پاکستان کې او ایران کې د افغان کډوالو د کره شمېر په اړه ډول ډول ارقام وړاندې شوي، خو وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په ۲۰۲۳م کال کې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر ۶،۴ میلیونو تنه ښودلی وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG