وروسته لدې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ستانه شول تاجکستان د طالبانو یو شمیر وسله والو مخالفینو ته پناه ورکړه او د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې د " ترهګرو ډلو شتون " بللی اندیښنه څرګنده کړې او په ګڼو بین المللی مناسبتونو کې یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت په تشکیل هم ټینګار کړی.
خو ښکاري چې کابل ته د تاجکي پلاوي په سفر د دواړو خواوو ترمینځ روابط مخ په نږدې کیدو دي.
اما پوښتنې دادي چې اوسمهال دوشنبې او کابل له یو بل څه غواړي ؟ له پاکستان سره دطالبانو د اړیکو ترینګلتیا د دوشنبې او کابل ترمینځ په نږدیوالي کې کوم رول لري کنه ؟ او د دوشنبې او کابل روابط به ترکومه مخته ولاړ شي ؟
د افغانستان لپاره د تاجکستان د ځانګړي استازي په مشری کابل ته ددغه پلاوي سفر چې د رپوټونه په اساس د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او امنیتي ادارو چارواکي په کې شامل دي د یکشنبې په ورځ اعلان شو.
کابل کي ددغه پلاوي د سفر دنتایجو په هکله تراوسه کومه ګډه اعلامیه نه ده ترلاسه شوې.
په وروستي خبر کې دغه پلاوي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدونو د تثبیت چارو کمېسیون مشر ملا نورالله نوري سره کتلي دي.
تردې مخکې ، د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تاجکي پلاوي سره په لیدنه کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
په X ټولنیزه شبکه کې د بهرنیو چارووزارت دمرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل لخوا خپرې شوې اعلامیې وویل چې تاجکی اړخ "افغانستان سره د اړیکو د لاپیاوړتیا ډاډ ورکړی دی."
خو د تاجکستان حکومت ددغه مطلب تر لیکلو په کابل کې د خپل پلاوي د خبرو په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.
اما په دوشنبه کې میشت د سیاسي چارو کارپوه شیرعلي رضاییان وايي کابل ته د تاجکي پلاوي سفر له دوشنبې څخه د بلخ د والي د لیدنې په ځواب کې راځي.
ښاغلی رضاییان زیاتوي چې تاجکستان د اقتصادي او امنیتي اړتیا وو په اساس، او ددواړو هیوادونو د ولسونو ترمینځ ژورو اړیکو ته په کتنه ، او داچې د اوسنۍ دنیا د بحرانونو نه اټکل کیدونکی وضعیت د سیمې هیوادونه یوبل ته نږدې کوي، افغانستان سره دهمکاریو یوې سطحې ته ادامه ورکوي.
د مونږ هیواد، سره لدې چې په افغانستان کې نظام بدل شو ، ددواړو هیوادونو د ولسونو ترمینځ ډیرو اوچتو روابطو ته په کتنه ، افغانستان سره خپلې تجارتي او اقتصادي اړیکې وساتلې، او په عموم ډول یې د برښنا تامین یا افغانستان ته د تاجکستان دبرښنا خرڅلاو ته چې دکابل دیوې لویې برخی برښنا تامینوي ادامه ورکړه.
ښاغلی رضاییان زیاتوي سره لدې چې د منځنۍ آسیا هیوادونه په خپلو سیاسی تګلارو که یوبل ته ډیر ورته والی لري خو په وینا یې افغانستان سره د تاجکستان اړیکې ځانګړی ماهیت لري اما تاجکستان د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې له سپارښتنواو مطالباتو نه دی تیر شوی.
نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې اوسني تماسونه به څومره پراختیا وکړي ؟ او ایا په دوشنبه کې دافغانستان سفارت به د طالبانو حکومت ته وسپارل شي کنه ؟ وویل چې د هرڅه احتمال شته او د راتلونکې اټکل ګران دی خو د اړیکو اوسنۍ کچه به وساتل شي ، په ځینو برخو کې لکه په اقتصادي ، تجارتي او امنیتی برخو کې به همکاري پراخه شي خو اړیکې به د سفارت د سپارلو ترکچې ځکه ونه رسیږي چې په وینا یې دا موضوع دننه په تاجکستان کې حساسیتونه لري.
خو په لندن کې میشت دافغانستان او منځنۍ اسیا د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز رئیس ډاکټرعزیزاحمد بارز وايي چې تاجکستان سوداګري او امنیتي غوښتنې لري او طالبان سیاسي ، او د طالبانو حکومت ته په دوشنبه کې د سفارت د چارود سپارلو موضوع احتمالا په خبرو کې مطرح شوې.
ډاکټر بارز زیاتوي :
احتمالا په طلوع او نورو رسنیو کې دا راغلي دي چې د طالبانو یوه غوښتنه د سفارت سپارل دي خو داچې تاجکستان به یې ومني کنه وخت ته به منتظرپاته شو خو یوه بله اسانه غوښتنه شاید ومني او هغه دا چې د تاجکستان دخود مختار بدخشان ولایت په خاروغ کې دافغانستان قونسلګري چې چارې یې مخکې طالبانو ته سپارل شوي ، هلته یو پخوانی ديپلومات وو کیدای شي طالبانو ته د امتیاز په توګه دهغه په ځای هلته د دوی یو دیپلومات ومني.
ډاکټر بارز وايي چې تاجکستان او دمنځنۍ اسیا نور هیوادونه په افغانستان کې د تندلارو ډلو له موجودیت څخه اندیښمن دي او دوشنبه د پولو د امنیت ټینګښت او د سوداګري اړیکو پراختیا غواړي.
ډاکټر بارز زیاتوي چې په داسې حال کې چې دمنځنۍ اسیا هیوادونه او چین طالبانو سره خپلې "محدودې " اړیکې پالي خو بلخوا روسیه ، ایران او هند په دې لټه کې دې چې د یوه سیمه ایز میکانیزم له لارې د طالبانو ملاتړ وکړي ترڅو افغانستان ته د خپلو سیالانو د ستنیدو مخه ونیسي.
هغه وايي چې د کابل او دوشنبې نږدیوالی د کابل او اسلام اباد ترمینځ له وروستیو ترینګلتیاو سره هم بی ارتباطه نه دی.