د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

ایران له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي


د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي.

په داسې حال کې چې افغان کډوال په ایران کې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي، خو د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټنیګار کوي.

ایراني رسنیو له ډلې یې ایرنا راپور ورکړی چې حسن کاظمي پرون پنجشنبه د اکټوبر ۲۴مه افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تخصصي توکو د لېږد په نندارتون کې له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ سربېره، په ایران کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول مهم بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال بیا وايي چې د ستونزو او محدویتونو له کبله نه شي کولای په ایران کې خپل کاروبار پراخ کړي.

په ایران کې دوه افغان سوداګرو صدیقې رسولي او سعود بختیار په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

رسولي وویل: "زه د ښځو لپاره جامې جوړوم، په ایران کې ډېرې ستونزې دي، د کالیو د پلورلو لپاره ځای نه لرو او دوکانونه په کرایه نه راکوي بیا هم ښه ده په آنلاین ډول یې پلورو او چارې مخ ته وړو."

بختیار وايي: "هغوی چې غواړي کار وکړي، باید یو ایراني شریک ولري او د کار جواز باید د ایراني په نوم وي، که څه هم په دې توګه کار کولای شي.، خو دا خپله یوه ستونزه ده."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي د افغانستان او ایران د سوداګریزو اړیکو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا چې په کراچۍ کې ستونزې پېښې شوي، زموږ ټرانزیټ له بندرعباس څخه زیات شوی او له ایران سره مو په تېر کال کې کورنی سوداګري ۴۷ سلنه زیاته شوې ده، زموږ اړیکې ښې دي او هغه خبرې چې کېږي د ډاډ وړ دي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزی

د سږ کال په ثور میاشت کې د ایران د سوداګرۍ خونې رسنیو ته ویلي وو چې په ایران کې د افغان سوداګرو پانګونه په تېر یونیم کال کې دوه برابره زیاته شوې چې وړاندې په ایران کې د افغان سوداګرو پانګونه تر درې میلیارده ډالرو پورې ښودل شوې وه.

په ورته وخت کې د ایران د کورنیو او بهرنیو پانګونو ګډې خونې شاوخوا شپږ اوونۍ وړاندې ویلي چې په ایران کې افغان کډوال له ۲۰۰ تر ۱۵ میلیونو ډالرو پورې د پانګوال په توګه د استوګنې په جوازونو لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسنادو او املاکو سازمان سږ کال د جوزا د میاشتې په نیمايي کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې له نیمايي زیات شرکتونه افغانانو پورې اړه لري.

له دې ټولو سره سره ایران له خپله هېواده د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ تېزه کړې ده او دلته له افغان کډوالو سره د ناسم چلند او له کار څخه د منع کولو په اړه ګڼ راپورونه خپرېږي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سلګونه زره افغانان ایران ته کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG