د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

ايران کې له افغان کډوالو سره د تاوتريخوالي دوام؛ رسنۍ: شهريار کې ۴۶ افغان کډوال نيول شوي


ايران کې افغان کډوال
ايران کې افغان کډوال

يو شمېر ايراني رسنۍ د تهران په شهريار سيمه کې د نږدې ۵۰ تنو افغان کډوالو د نيول کېدو خبر ورکړى.

وروسته له هغه چې په ايران کې يو شمېر امنيتي او پوځي چارواکو په‌دې هېواد کې د "افغان بې‌اسناده کډوالو د بېړني ټولولو طرحې" د پیل او دا چې ټول بې‌اسناده کډوال بايد د روان کال تر پايه له‌دې هېواده ووځي خبر ورکړ، تازه د ایران په پلازمېنه تهران کې ۴۶ تنه افغان کډوال نيول شوي دي.

د ایران د مهر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د اګست په اوومه راپور ورکړى، چې ډېرى نيول شوي کډوال د ايران د پلازمېنې تهران شهریار سيمه کې نيول شوي او عسکراباد ته د کډوالو يو کمپ ته لېږدول شوى دي.

راپور کې د تهران د شهریار د امنیتي ځواکونو د عمومي قومندان علي رضا فتحي نژاد په حواله ویلي، دا اقدام په بېړني ډول د بې‌اسناده افغان کډوالو د راټولولو طرحې د عملي کېدو په ترڅ کې شوی دی.

فتحي نژاد زياته کړې چې، په ايران کې د افغان کډوالو شتون د دوى لپاره يوه ننګونه ده او دوی به و ايستل شي.

تر دې مخکې د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قومندان ویلي وو، ټول غیر قانوني کډوال باید د روان کال تر پایه له ایرانه ووځي.

خو د دغو نیول شويو کسانو کورنۍ اندېښنه لري چې، د خپلو بنديانو په اړه هيڅ معلومات نه‌لري او نه هم د لیدنې اجازه ورکول کېږي.

د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې، د تهران په هرمزګان ولایت کې یوه افغان ځوان خپل د کار مشر وواژه.
د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې، د تهران په هرمزګان ولایت کې یوه افغان ځوان خپل د کار مشر وواژه.

زهرا محمد چې د ایران د تهران ښار په شهریار سيمه کې اوسېږي ازادي راډیو ته یې وویل، خوریی يې نیول شوی او اوس د عسکراباد کمپ کې دی.

هغه وايي: "زما خوریی راغلى و او غوښتل یې چې خپل کارونه جوړ کړي او جرمني ته لاړ شي، سره له‌دې چې پاسپورټونه یې هم درلودل، له دوی څخه یې پاسپورټونه واخیستل او دوی یې یوړل، اوس موږ د دوی په اړه هيڅ معلومات نه‌لرو، یوازې دوی موږ ته يو پيغام لېږلى چې موږ يې کمپ ته وړي يو نور هيڅ خبر ترې نه‌لرو."

"هغوى په هماغه ورځ موږ مشهد ته ولېږلو، ډېره هڅه مې کوله چې خوشې مې کړي، خو څوک مې هلته نه پېژندل
کيهان ايران کې افغان کډوال

کیهان د ایران په تهران کې یو بل افغان کډوال دی چې، د تهران د خاوران په ترمینل کې د ایراني امنیتي کسانو له‌خوا نیول شوی و.

هغه ازادی راډیو ته وویل، په مشهد کې ایراني پوځیانو ته د پیسو له ورکړې وروسته بېرته ايران ته راستون شو.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "هغوى په هماغه ورځ موږ مشهد ته ولېږلو، ډېره هڅه مې کوله چې خوشې مې کړي، خو څوک مې هلته نه پېژندل، بیا مې واورېدل چې ځینو کسانو پیسې ورکړي او خوشې شوي او ما هم اته میلیونه تومانه ورکړل. په کمپ کې وضعیت ډېر خراب و، د هغوی چلند هيڅ سم نه‌دی، ما د کمپ تر شا ښځې لیدلې چې راغلې وې ژړل يې او بې‌هوښه کېدې خو څوک یې په غم کې نه وو."

دا په‌داسې حال کې ده چې په ایران کې یو ځل بیا له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او تاوتریخوالى ډېر شوى.

په تر ټولو تازه پېښه کې، په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې په‌کې د يو ایراني پولیس له لوري یو افغان تنکى ځوان شکنجه کېږي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې، پولیس د تنکي ځوان په اورمېږ زنګون ايښى او ادعا کېږي چې د دې ۱۵ کلن هلک اورمېږ زیان لیدلی دی.

د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې، د تهران په هرمزګان ولایت کې یوه افغان ځوان خپل د کار مشر وواژه.

په همدې حال کې "ایسنا" خبری اژانس په خراسان رضوي ولایت کې د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو د قوماندان مجید شجاع له قوله ویلي، چې د روان کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې ۱۵ زره بې‌اسناده کډوال نیول شوي او افغان پوله‌ساتو ته سپارل شوي دي.

مجید شجاع د سه‌شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، ایران له افغانستان سره په خپله ختیځه پوله کې د ۱۸ مخابراتي برجونو د جوړولو چارې روانې کړي.

د شجاع په خبره، دغه برجونه به په پرمختللو رادار او کامرې سمبال وي او چارې به يې په دوو کلونو کې به بشپړې شي.

د ایراني چارواکو په وینا، له افغانستان سره پر پوله د دېوال او کټارو د جوړولو هدف د غیر قانوني تګ راتګ او دغه شان د وسلو او مخدره موادو د قاچاق مخنیوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG