د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د دې هېواد د ځینو عامو خلکو له تاوتریخوالو شکایت کوي


ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د دغه هېواد د ځینو عامو خلکو له تاوتریخوالو شکایت کوي.

د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران د حکومت له‌خوا د محدودیتونو او سختو اقداماتو له لګولو وروسته، یو شمېر دغه کډوال وايي چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د پولیسو او امنیتي ځواکونو د زورزیاتي ترڅنګ له ټولنیزو ځورونو سره هم مخ دي.

دغه افغان کډوال ادعا کوي چې په دې وروستیو کې یو شمېر عامو خلکو هم له دوی سره تاوتریخوالی کړی، وهلي ټکولي یې دي، پولیسو ته یې سپارلي، توپیري او نور ناسم چلند یې ورسره کړی دی.

ارشیف: له یو شمېر کسانو د ایراني پولیسو د چلند انځور
ارشیف: له یو شمېر کسانو د ایراني پولیسو د چلند انځور

د دوی په وینا، دغه تاوتریخوالی چې د ژوند شرایط یې ورته ستونزمن کړي، د دوی کار ځایونو ته هم رسېدلی او په ځینو مواردو کې د کار خاوندان دوی ته معاش هم نه ورکوي.

په ایران کې یو افغان کډوال وايي: ځينې دوکانونه موږ ته جنس او نانوایان هم ډوډۍ نه راکوي. د کار خاوندان بیا زمونو پیسې نه راکوي، هره دروازه مو په مخ تړلې ده، آن د ملګرو ملتونو دفتر ته هم ورغلو او لیک مو ورته وليکه، خو چا مو غږ وانه‌ورېد.

يو تن افغان کډوال، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم يې راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل: "په ايران کې د افغانانو وضعيت ډېر خراب او د اندېښنې وړ دى، ځينې دوکانونه موږ ته جنس او نانوایان هم ډوډۍ نه راکوي. د کار خاوندان بیا زمونو پیسې نه راکوي، هره دروازه مو په مخ تړلې ده، آن د ملګرو ملتونو دفتر ته هم ورغلو او لیک مو ورته وليکه، خو چا مو غږ وانه‌ورېد."

په تهران کې یو بل افغان کډوال فېروز دلجو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "ایرانيان له افغانانو سره نامناسب چلند کوي، دوی هره ورځ په بېلابېلو ډولونو سپکېږي، او آن په سختۍ سره خپل معاش ترلاسه کولای."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې افغان کډوالو سره د یو شمېر د تاوتریخوالي ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې لیدل کې یو شمېر ایرانی نارینه افغان مېرمنې ځوروي.

تازه د ایران د ولسمشر مرستیال علي ربيعي د دغه اقدام په غبرګون کې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورونې د ورته ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دا ډول چلند "د نه توجیه وړ" او "دردونکی" دی.

نوموړي د افغان کډوالو پر وړاندې دا ډول تاوتریخوالی "زشت" ګنلې او "توکمپالنه" یې بللې ده.

په ایران کې یوه نانوايي. د دې هېواد په ځینو سیمو کې یو شمېر نانوایانې افغان کډوالو ته ډوډۍ نه ورکوي.
په ایران کې یوه نانوايي. د دې هېواد په ځینو سیمو کې یو شمېر نانوایانې افغان کډوالو ته ډوډۍ نه ورکوي.

دا غبرګونونه وروسته له هغې زیات شول چې د ایران د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال تر پایه د شاوخوا دوه میلیونو "غیرقانوني" افغانانو د ایستلو امر وکړ، هغه چې د ایران په تاریخ کې د افغانانو تر ټولو لوی اخراج بلل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG