د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

افغانستان کې د امنیتي پېښو ۵۳ سلنه زیاتوالی؛ ملګرو ملتونو درېیو میاشتو کې ۲۱۲۷ پېښې ثبت کړي


ارشیف: په کابل کې له چاودنې وروسته د سیمې یو انځور
ارشیف: په کابل کې له چاودنې وروسته د سیمې یو انځور

ملګري ملتونه وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې په ټول افغانستان کې د ناامنۍ ۲۱۲۷ پېښې ثبت کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ناامنۍ په پېښو کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په تازه درې میاشتنې راپور کې چې پرون سې‌شنبه د سپټمبر په ۱۷مه خپور شوی، راغلي چې د روان کال د مې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې په ټول افغانستان کې یې د ناامنۍ ۲۱۲۷ پېښې ثبت کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د تېر کال همدې مودې په پرتله وسله‌والې نښتې ۳۷ څخه ۸۰ پېښو او د چاودنو او بریدونو شمېر بیا له ۷ څخه ۱۳ ته لوړ شوی دی.

په دې راپور کې دا هم راغلي، سره له دې چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې جنګېدونکې ډلې "د ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې" تراوسه د افغانستان د کومې سیمې کنټرول نه دی ترلاسه کړی، خو په ټکو یې په دې موده کې دواړو وسله‌والو ډلو پر طالبانو لږ ترلږه ۷۳ بریدونه کړي دي.

د راپور پر بنسټ، د مقاومت ملي جبهې ۵۲ او د ازادۍ جبهې بیا ۲۱ بریدونه ترسره کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې نښان
د افغانستان د ازادۍ جبهې نښان

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې د دغو دواړو جنګېدونکو ډلو د بریدونو په اړه ادعاوې رد کړي دي.

د مقاومت ملي جبهې د دغه راپور په غبرګون کې په خپله ایکس‌پاڼه په یو بیان کې ادعا کړې چې دوی د ملګرو ملتونو په راپور کې د یادې شوې مودې په اوږدو کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پر طالبانو ۱۰۷ بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو په تازه خپور شوي درې میاشتنې راپور کې د ۸۵ نورو بریدونو یادونه هم شوې چې د راپور په ټکو ۴۶ یې په کابل، ۱۵ یې د افغانستان په لوېدیځ، ۱۱ په شمال ختیځ،۴ په ختیځ، دوه په شمال او دوه په سویل کې شوي، خو د پاتې پنځو نورو په پېښو په اړه یې نه دي ویلي چې چېرې شوي دي.

د راپور پر بنسټ ۱۹ نورې بریدونه یې هم ثبت کړي، خو معلومه نه ده چې چا کړي دي.

خو په دې راپور کې په دې پېښو کې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

په راپور کې دغه راز راغلي چې د داعش یا د اسلامي دولت خراسان څانګې په دې موده کې د څلورو بریدونو مسوولیت منلی چې په بامیانو کې یې د بهرنیو سیلانیانو او په کندز او کابل کې یې ترسره کړي دي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې په کونړ، پکتیکا، خوست او کابل کې د "نامعلومو ډلو" له‌خوا د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ټي‌پي" لږ تر لږه څلور قوماندانان او جنګیالي وژل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

خو "ټي‌ټي‌پي" ویاند محمد خراساني ویاند تراوسه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړي.

په راپور کې دا هم راغلي چې په څه کم درېیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ۱۳ ځلې نښتې شوي دي.

ازادي راډیو هم په دوامداره توګه د افغانستان-پاکستان تر منځ پولې دواړو خواوو ته تل راپورونه ورکړي چې د سیمې اوسېدونکو او د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو وخت ناوخته د مرګ‌ژوبلو راپورونه هم ورکړي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د وروستیو امنیتي پېښو د یو شمېر قربانیانو د کورنۍ وايي، باید د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي.

اسماعیل احمدي چې د سپټمبر په دوهمه یې په کابل کې د لویې څارنوالۍ مخې ته په انتحاري حمله کې د کورنۍ یو غړی ووژل شو، ازادي راډیو ته وویل: "د اوسنۍ ادارې یا امارت اسلامي له رهبرۍ نه زموږ غوښتنه دا ده چې د خلکو امنیت دې ټینګ کړي چې نور افغانستان خلک او کورنۍ د خپلو سرپرستانو او غړو او هغو انسانانو د وژلو او قرباني کېدو شاهدان ونه اوسي چې ټول عمر کار کړی او زحمت یې کاږلی دی."

د غور ولایت اوسېدونکی محمد طاهر عظیمي ازادي راډیو ته وویل چې د تره زوی يې عبدالمنان عظمي د سپټمبر په ۱۲مه په ورځ د داعش ډلې له‌خوا په دایکندي ولایت کې په مخامخ ډوزو کې ووژل شو.

د دایکندي د پرونۍ حملې د قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:57 0:00

هغه زیاته کړه: "کله چې کور ته په لاره و، د غور-دایکندي په لاره کې د ځینو کسانو له‌خوا شهید شو، هغه لا واده نه و کړی، اوس یې کورنۍ په دېر بد وضعیت کې ده. له امارت اسلامي نه زموږ غوښتنه دا ده چې ټول هېواد کې دې امنیت ټینګ کړي، له ټولو ارګانونو غواړو چې د دوی د قاتلینو د نیولو په برخه کې دې جدي اقدام وکړي."

د دې دواړو پېښو پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دوی د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ملګرو ملتونو د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې په وار وار په ټول افغانستان کې د بشپړ امنیت د ټینګښت ادعا کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي او احتمال دا دی چې دې غونډې ته افغانستان د امنیتي پېښو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي تازه درې میاشتنې راپور هم وړاندې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG