د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

په دایکندي ولایت کې د داعش وروستي مرګونی برید په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي


د دایکندي د پرونۍ حملې د قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:57 0:00

د دایکندي د پرونۍ حملې د قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول

د افغانستان په دایکندي کې د داعش خراسان څانګې وروستي برید چې له امله یې ۱۴ ملکیان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول په کور دننه او بهر پراخه غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ نن جمعه په خپله ایکس‌پاڼه په یو بیان کې دغه برید د نړیوالو جنایتونو بېلګه بللې او ویلي یې دي چې د داعش د ادعا شویو بریدونو زیاتوالی ته اندېښنه لري.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه د غندنې په بیان کې دغه پېښه تروریستي او د بشریت او اسلام ضد هغه بللې ده.

په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې د شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ویلي چې د ۱۴ بې‌ګناه هېوادوالو وژل محکوموي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانیو مشرانو رحمت‌الله نبیل او معصوم ستانکزي هم دغه پېښه غندلې او په خپلو ایکس‌پاڼو یې په جلا جلا بیانونو کې ویلي دي چې دا یوازې په هزاره وګړو نه بلکې د افغانستان په ټولو خلکو برید دی.

د جمهوري غوښتونکو مېرمنو شبکې په یوه خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو څخه غوښتي، دغه برید وڅېړي او پایلې یې له ټولو سره شریکې کړي.

په کابل د ایران سفارت هم د پېښې د غندنې ترڅنګ غوښتنه کړې چې عاملان یې باید مجازات او په دې برخه کې یې د مرستې لپاره خپل چمتووالی هم اعلان کړی دی.

په کابل د ایران سفارت
په کابل د ایران سفارت

دا وسله‌وال برید پرون د دایکندي غور په لویه لاره شوی چې له امله یې ۱۴ ملکي هزاره‌ګان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې ناپېژاندو وسله‌والو د دایکندي-غور پر سړک د دغه ولایت د اوسېدونکو موټر ودراوه او ډزې یې ورباندې وکړې.

په همدې حال کې د دایکندي ولایت مدني فعال سخي سادات چې د پېښې په اړه معلومات لري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې وسله‌واله حمله کې د قریودال کلي ټول سړي له‌منځه وړل شوي دي.

سادات وايي: دا چې په تېر او اوسني حکومت کې د هزاره‌ګانو پر وړاندې د هېڅ ډول پېښې عاملان نه دي محاکمه شوي دې مسئلې موږ سخت اندېښمن کړي یوو.

سادات وویل: "له بده مرغه د قریودال کلي ټول نارینه په دغه پېښه کې له‌منځه وړل شوي، خو د پیښې عاملان نه دي پېژندل شوي. که څه هم یو افراطي او تروریستي ډله داعش د پېښې مسوولیت په غاړه اخلي، خو لکه څنګه په جریان کې یاستۍ څو میاشتې مخکې هم په همدغه سیمه کې یو بل ځوان په ډزو ووژل شو، خو د هغې پېښې عاملان هم معلوم نه شول، دا چې په تېر او اوسني حکومت کې د هزاره‌ګانو پر وړاندې د هېڅ ډول پېښې عاملان نه دي محاکمه شوي دې مسئلې موږ سخت اندېښمن کړي یوو."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له رسنیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې نور جزییات به یې وروسته وړاندې شي.

د داعش خراسان ولایت څانګې د اعماق په نوم د ټیلیګرام په چینل کې د برید مسوولیت منلی او د یوې اعلامیې په خپرو سره یې ویلي چې جنګیالیو یې د افغانستان په مرکزي سیمه کې د برید په پایله کې ۱۵ شیعه مسلمانان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

یو شمېر عام افغانان بیا په افغانستان کې د داعش ورستیو بریدونو اندېښمن کړي دي.

د دایکندي ولایت یوه اوسېدونکې چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې یاد شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په پرونۍ پېښه کې ۱۴ کسان شهیدان شوي او څلور نور ټپیان شوي چې د هغوی وضعیت هم ښه نه دی، ټپیان د ولایت مرکز ته لېږدول شي حالت یې ډېر نازک دی او ممکن هغوی هم ډېر ژر له‌منځه ولاړ شي، دې پېښې ټول وېرولي او هیڅوک اوس د دې جرئت او توان نه لري چې لږ لرې ځای او یا هم خپلوانو کره لاړ شي، خلک نه پوهېږي چې څه وکړي او وضعیت بلکل غېر نورمال دی."

د افغانستان په عمومي نقشه کې د دایکندي ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د دایکندي ولایت موقعیت

د غبرګونو په دوام ټاکل شوې د جمعې د ورځې ناوخته د پاکستان په مرکز اسلام‌اباد کې هم د دایکندي ولایت د مدني فعالانو له لوري یوه اعتراضیه غونډه وشي.

که څه هم طالبانو په کراتو په افغانستان کې د داعش د ځپلو خبره کړې، خو د داعش خراسان ولایت څانګې د دایکندي د برید سربېره، وړاندې د سنبلې د میاشتې په ۱۳مه نېټه په کابل کې هم د مرګوني برید چې په‌کې ۱۹کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه مسوولیت منلی و.

له دې وړاندې دغه ډلې د روان لمریز کال د ثور د میاشتې په ۲۸مه هم په بامیانو کې د هغه برید مسوولیت منلی و چې په‌کې د درېيو بهرنیو سیلانیانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او د یوه بهرني وګړي په ګډون څلور کسان نور په کې ټپیان شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې مشر ولادیمیر ورونکوف هم خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې میشت د داعش خراسان ولایت څانګه په بهر کې بریدونه کولای شي.

هغه همدا راز اندېښنه ښودلې وه چې د داعش خراسان ولایت څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې خپلې مالي او لوجیستکي وړتیاووې ښه کړې او په افغانستان کې د یادې ډلې او نورو ترهګریزو ډلو فعالیت د اندېښنې وړ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG