د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د امریکايي لوړپوړو چارواکو په ګډون د سپټمبر د ۱۱مې پېښې یاد غونډه شوې


د سپټمبر د ۱۱مې د یاد غونډې له مراسمو یو انځور
د سپټمبر د ۱۱مې د یاد غونډې له مراسمو یو انځور

د امریکا ولسمشر جوبایډن، د هغه مرستیاله کاملا هاریس او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې پرون د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د برید ځای ته ورغلل.

په دې حمله کې چې د الوتکې په واسطه ۲۳ کاله مخکې القاعده شبکې وکړه، د نیویارک دوه سوداګریزې دنګې ماڼۍ ونړېدې او نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

کاملا هاریس او ډونالډ ټرمپ سره له دې چې تر دې یوه ورځ مخکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په بحث کې چې نوي دقیقې یې دوام وکړ پر یوه بل سختې نیوکې وکړې، خو پرون یې روغبړ سره وکړ او سره وغږېدل، بیا وروسته د نمانځنې د مراسمو لپاره په کتار کې ودرېدل.

د دې مراسمو پر مهال د پېښې د قربانیانو نومونه د هغوی خویندو، میندو، مېرمنو، وروڼو او د کورنۍ نورو غړیو واخیستل بیا وروسته د درناوي لپاره عسکري موزیک وغږول شو.

القاعده شبکې د دې برید پر مهال چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه یې وکړ د نیویارک سربېره درېیمه مسافر وړونکې الوتکه د امریکا د دفاع وزارت له ماڼۍ سره وجنګوله او څلورمه د پنسلوانیا په لور د برید لپاره روانه وه چې مسافرو د پیلوټ پر کابین برید وکړ او دا الوتکه نسکوره شوه.

په نیویارک کې تر مراسمو وروسته کاملا هاریس چې د نومبر په پنځمه به د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ټرمپ سره سیالي کوي، له ولسمشر بایډن سره یوځای پنسلوانیا ته ولاړل او هلته یې د وژل شویو ۴۰ مسافرو یادګار ته د ګلونو ګیډۍ کېښودې.

د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونه القاعده شبکې وکړل چې هغه وخت یې مشران د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان دېره وو.

واشنګتن د طالبانو له حکومته هغه وخت د القاعده د مشرانو د ورسپارلو غوښتنه وکړه، خو طالبانو موافقه ونه کړه، همهغه و چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې نسکوره کړ.

تر دې حملې وروسته امریکایي ځواکونه نږدې شل کاله په افغانستان کې پاتې شول چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده او بیا د دوحې د تړون له مخې چې له طالبانو سره لاسلیک شو، امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه بېرته کابل ونیوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG