د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

پاکستان کې د بریدونو له کبله د لسګونه کسانو وژنه؛ بلوچ بېلتون غوښتونکي: تر ۱۰۰ ډېر سرتېري مو وژلي


د بلوچستان په موسی‌خېل کې وسله‌والو یو شمېر موټرو ته اور هم ورته کړی دی.
د بلوچستان په موسی‌خېل کې وسله‌والو یو شمېر موټرو ته اور هم ورته کړی دی.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګڼو سیمو کې هممهاله بریدونه شوي او په لړ کې یې د امنیتي ځواکونو په شمول لسګونه کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو پرون دوشنبې وویل چې په بلوچستان ایالت کې وسله‌والو یاغیانو پر رېل پټلیو، سټېشنونو، موټرو او لویو لارو په بریدونو کې لږترلږه ۶۰ تنه وژلي دي.

د پاکستان پوځ د خپلو ۱۴ سرتېرو وژل کېدا تایید کړې ده.

دا بریدونه په وروستیو کلونو کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو تر ټولو پراخې حملې دي.

د پاکستان پوځ پرون په یوه بیان کې وویل چې د ترهګرو خلاف په عملیاتو کې یې ۱۴ سرتېري وژل شوي او ۲۱ ترهګر یې هم وژلي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې ادعا کړې چې د هیروف په نوم یې د پاکستان د پوځ پر یوه اډه د دوشنبې په شپه عملیات پیل کړل او له شلو ساعتونو وروسته یې پرون ناوخته پای ته ورسول.

دغه وسله‌واله ډله ادعا کوي چې په بلوچستان کې یې د پاکستان د پوځ (بیلا) کمپ ونیوه او هلته یې ۶۲ پوځیان ووژل.

دوی همداراز ادعا کړې چې د لارو په بندولو او نورو بریدونو کې یې د پاکستان ۱۳۰ تنه امنیتي ځواکونه وژلي او لسګونه نور ټپیان کړي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ، چې د بلوچستان بیلولو لپاره له ډېرو کلونو راهیسي د پاکستان د پوځ پر ضد جنګېږي.

خو پاکستاني رسنۍ د چارواکو په قول وايي چې د دوشنبې په ورځ او وړمه شپه د بلوچستان ایالت مستونګ، پسني، کلات، ګوادر، پنجګور، تُربت، موسی‌خېل، سیوۍ، پښین، بیلا او کوټه کې د بېلتون غوښتونکو په بریدونو او چاودنو کې د ۲۳ مسافرو په شمول ۴۰ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي چې حمله کوونکو د ګوادر د ساحلي ښار د سونتسار د پولیسو پر مرکز په حمله کې د پولیسو وسلې هم له ځان سره وړي دي.

په ځینو ځایونو کې یې پولیس او ملېشه ځواکونه یرغمل کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دغو بریدونو په غبرګون کې وویل چې دوی پوهیږي چې دا بریدونه چا تنظیم کړي او څوک یې مسوولیت په غاړه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي

ده همداراز وویل چې دا بریدونه په ډېر غور او منظم ډول په یوه ورځ شوي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت تر دې پخوا په ځلونو هند او د افغانستان حکومتونه د بلوچو بېلتون غوښتونکو په ملاتړ تورن کړی دی.

خو د پرونیو بریدونو په اړه یې لا څه نه دي ویلي، خو د پوځ یو پخوانی صاحب منصب جګړن محمود شاه هند او امریکا د بلوچو بېلتون غوښتونکو په ملاتړ تورنوي.

هغه زیاتوي: "په دغو بریدونو کې هند لاس لري، هند د بلوچستان خلکو ته، چې ډېر غریب او مجبوره دي، پیسې ورکوي، نو هغوی دا بریدونه کوي. په دې کې د امریکا لاس هم شته."

نقوي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې له پلټنو وروسته به حقایق له ثبوت سره اعلان کړي.

ده په عین حال کې ویلي چې د دغو حملو هدف د یوې منظمې دسیسې پر اساس په پاکستان کې د بې ثباتۍ رامنځته کول دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG