د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو کلیزه او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر سقوط وروسته د افغانانو ژوند


د ۲۰۰۱م میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه په نیویارک کې د القاعده شبکې له‌خوا د نړیوال سوداګریز مرکز د برید انځور
د ۲۰۰۱م میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه په نیویارک کې د القاعده شبکې له‌خوا د نړیوال سوداګریز مرکز د برید انځور

نن د سپټمبر یوولسمه د نیویارک په نړیوالو سوداګریزو مرکزونو او د امریکا پر دفاع وزارت د القاعدې د بریدونو ۲۳مه کالیزه ده.

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د سپټمبر د یوولسمې له حملې چې په امریکا کې د شاوخوا ۳زرو ملکیانو د وژل کېدو لامل شوه، ۲۳ کاله اوړي، هغه حمله چې د امریکا تاریخ یې بدل کړ.

په دې حملو کې د څلورو تښتول شویو الوتکو په وسیله د نیویارک په مرکز کې د نړیوالو سوداګریزو دوه برجونه او په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ودانۍ هدف وګرځول شول او یوه بله الوتکه له حملې مخکې په پنسلوانیا کې رانسکوره شوه.

په دې برید کې ټولې سورلۍ او د امریکا متحده‌ایالاتو زرګونه اوسېدونکي په دغو ودانیو کې ووژل شول.

په دې برید د القاعدې شبکې ۱۹ غړي ښکېل وو چې ۱۵ تنه یې د سعودي عربستان اوسېدونکي وو.

امریکا د دې برید پړه القاعده ترهګره ډله وبلله او هغه مهال د دې ډلې مشر اسامه بن لادن د طالبانو د هغه مهال حکومت په ملاتړ په افغانستان کې اوسېده.

د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن
د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن

امریکا د بن لادن د سپارلو په اړه د طالبانو مخالفت د دې لامل شو چې د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش د نړیوالې ټولنې په ملاتړ په افغانستان کې د طالبانو پر ضد پراخه حمله طرحه کړي.

امریکا د ۲۰۰۱م کال په اکټوبر کې په افغانستان کې د القاعدې شبکې د پټنځایونو د له منځه وړلو په هدف بریدونه پیل کړل او د دغو بریدونو له پیله دوه میاشتې وروسته یې د طالبانو پنځه کلنه واکمني پای ته ورسوله.

هغه مهال جورج ډبلیو بوش وویل: "زموږ د ځواکونو په هڅو او د متحدینو او افغانانو به همکارۍ د طالبانو رژیم پای ته رسېدلی دی."

هغه مهال طالبانو د واکمنۍ له سقوط او د امریکایانو او متحدینو له بریا وروسته یې د افغانستان په تاریخ کې نوې پاڼه پرانیستل شوه او دغه هېواد ته د نړیوالو د پام ور وګرځېد.

د انتخاباتو ترسره کول، د اساسي قانون تدوین، د ټولو په ځانګړې توګه ښځو ته د ښوونیزو او کاري فرصتونو رامنځته کېدل د دغو دوو لسیزو ترټولو مهمې لاسته راوړنې بلل کېدې.

د دې حملې په اړه د افغانانو له ازادي راډیو سره بېلابېل نظرونه شریک کړل.

د کابل ښار اوسېدونکې نجیبه وایي چې دا حمله د دې لامل شوه چې امریکا هغه مهال د طالبانو واکمني ختمه کړي او هغه نجونې چې د طالبانو په تېره پنځه کلنه واکمنۍ کې له زده‌کړو پاتې وې، زده‌کړو ته لاسرسی ومومي.

نجیبه وايي: اوس تر شلو کلونو وروسته هر څه د تېر په شان شوي دي.

هغې وویل: "کله چې مې راډیو ولګوله، په کې یې وویل چې د نیویارک برجونه یې وهلي، ډېر جالب وو، ډېر اوږد پاتې نه شول او په افغانستان کې ډېر بدلونونه راغلل، موږ هغه مهال هېڅ تمه نه درلوده څو نجونې ښوونځيو ته ولاړې، خلک هم ژوند ته هیله‌من شول، ځکه هغه نه مخکې نجونې ښوونځيو ته نه تلې، خو اوس تر شلو کلونو وروسته هر څه د تېر په شان شوي دي."

د غزني ولایت اوسېدونکی عصمت‌الله امیني ازادي راډیو ته وویل چې تېر شل کاله د افغانستان د خلکو لپاره یوه نوې پیلامه وه.

امیني وویل: "خلک د لومړي ځل لپاره رایې ورکولو ته ولاړل، د افغانستان لپاره یو تازه پیل و، ښوونځي، ښوونیز مرکزونه یا دا باسواده خلک د همدې فرصتونو پایله دي چې په تېر شلو کلونو کې د یو نوي حکومت په جوړېدو افغانستان تر لاسه کړي وه."

دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر د ۱۱مې له حملې دوه ورځې مخکې د مقاومت مشر احمدشاه مسعود چې د طالبانو تر ټول سرسخت مخالف و، په پنجشېر کې د القاعده په انتحاري حمله کې ووژل شو.

خو پر افغانستان د امریکا پوځي حمله چې د طالبانو او القادې شبکې د سقوط لامل شوه، داسې جګړه پیل کړه چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې تر پایه چې له دغه هېواد وروستي امریکایي سرتېری ووت، دوام یې کړې وه.

له هغه وروسته اسامه بن لادن په ۲۰۱۱م کال کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په پاکستان کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

افغان سیاسي او پوځي شنونکي وایي چې د سپټمبر د یوولسمې حملې، امریکا په افغانستان کې په بې پایه جګړه کې ښکېل کړه.

د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم ازادي راډیو ته وویل چې که له دې حملو وروسته د امریکا پرېکړو په افغانستان کې د نظام بدلون ته په افغانستان کې فرصتونه رامنځته کړي وو، خو په خبره یې افغانانو له هغو شته‌وو فرصتونو مناسبه ګټه وانه‌خیستله.

ندیم وویل: "په افغانستان کې د ډېرو بدلونونو لامل شوه، هغه حکومت چې د طالبانو د تحریک له‌خوا اداره کېده، وپرځول شو، ناټو او د متحدینو ځواکونه یې راغلل، جمهوري حکومت جوړ شو او اساسي قانون تصویب شو، افغاني ټولنې کې ډېر بدلونونه راغلل، خو!"

د سیاسي چارو پوه محمد اسحق اتمر وایي چې دا حمله د افغانستان او امریکا په تاریخ کې یوه توره ورځ ده، ځکه په خبره یې افغانستان یې په تېرو شل کلنو جګړو کې ښکېل کړ چې له درنو مرګ‌ژوبلو او ویجاړیو پرته یې نور هېڅ پایله نه درلوده.

د سیاسي چارو پوه محمد اسحق اتمر
د سیاسي چارو پوه محمد اسحق اتمر

اتمر وویل: "امریکایانو چې په لوړو مصارفو او ملکي او پوځي بیو کومه جګړه پیل کړې وه، خپلو موخو ته ونه رسېده او د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه هغه جګړه یې چې د ۲۰۰۱م سپټمبر په ۱۱مه نېټه پیل کړې وه، افغانستان یې له کومې بریا او پایلې پرته هغېډلې ور تحویل کړ چې تېر شل کاله یې پر وړاندې جنګېدل."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان د ناټو په ملاتړ ډېرې لوړې ژورې تېرې کړې، یوه لوري ته جمهوري حکومت اورامنځته شوي فرصتونه یې وو او بل لوري ته بیا د جمهوري حکومت د ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو او نښتو له امله د ملکیانو مرګ‌ژوبلې وې.

له دغو لوړو ژورو وروسته د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې، د افغانستان راتلونکی باید د طالبانو او د تېر جمهوري حکومت د پلاوي ترمنځ د بین‌الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې تعین شوی وای، خو په دې اړه خبرو اترو نه یوازې دا چې کومه پایله ورنه کړه، بلکې جګړه لا زوروره شوه او بلاخره طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په۱۵مه د افغانستان واک ترلاسه کړ.

ځینو امریکایي پوځي او ملکي چارواکو د دوحې تړون عملیاتي میکانېزم او تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې په د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د پرځېدو لامل ګرځېدلی دی.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي چې دا تړون د امریکا د هغه مهال ولسمشر ډونالد ټرمپ پر مهال لاسلیک شوی او د ده اداره له یوې ترسره شوې معاملې سره مخ و، خو ډونالډ ټرمپ تل له خپلې دې پرېکړې د دفاع په ترڅ کې ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو بهیر په بې نظمه توګه ترسره شوی دی.

د ډېریو ښځو په باور او د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، له دې هوکړې وروسته د افغانستان شل کلنې لاسته راوړنې له منځه ولاړې اوادعا کړي چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په تېرو درې کلونو کې بشري حقونه او اقتصادي وضعیت کرکېچن شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG