د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

نن پر افغانستان د طالبانو د بياځلي واکمنۍ درې کاله پوره شول؛ افغانان له امنیت څخه څومره راضي دي؟


کابل کې طالب عسکر، ارشيف
کابل کې طالب عسکر، ارشيف

نن پنج‌شنبه د اګست پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واک درې کاله پوره شول.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار په‌دې هېواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت دعوه کړې، خو د امنیتي چارو یو شمېر پوهان او ولسي وګړي وايي، لا هم د ناامنۍ پېښې د دوی ژوند ګواښي.

د وژل شوې نرګس محمدي خور شریفه جوینده وايي، د دوه کلونو په تېرېدو یې لا هم په کور کې د خور غم تازه دی.

نرګس محمدي د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز په انتحاري حمله کې ووژل شوه.

په کاج کې پرې حمله وشوه چې له لسګونه نورو خویندو سره یو ځای شهيده شوه، نرګس هیله لرله چې طب ولولي.
نرګس محمدي

خور یې شریفه جوینده وايي، هغه اتلس کلنه وه، تازه له دولسم ټولګي فارغه شوې او غوښتل یې د کاج په ښوونیز مرکز کې د کانکور ازمایښتي ازموینه ورکړي.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "په ۱۴۰۱ کال کې له دولسم ټولګي فارغه شوې وه او ټاکل شوې وه چې د همدې کال په کانکور کې برخه واخلي، نږدې لس ورځې کانکور ته پاتې وې چې په کاج کې پرې حمله وشوه چې له لسګونه نورو خویندو سره یو ځای شهيده شوه، نرګس هیله لرله چې طب ولولي."

د نوموړې په خبره نرګس چې د پلار او مور کشره لور وه، دواړه یې په مړینه سخت دردېدلي او بېلابېلې ناروغۍ ورته پیدا شوې.

هغه وايي: "زما د مور او پلار لپاره ډېره سخته ده، د دې پېښې منل ورته تر اوسه سخت دي، تر اوسه هم د دغې پېښې له امله ځوریږي او له‌دې امله ورته ذهني ستونزې پیدا شوي دي."

کاج ښوونيز مرکز له بريد وروسته
کاج ښوونيز مرکز له بريد وروسته

د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د کاج په ښوونیز مرکز حمله چې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۳۰مه وشوه له امله یې ۵۴ کسان مړه او ۱۱۴ نور ټپیان شوي وو، چې ډېری یې هزاره ښځې او نجونې وې.

خو دا نه لومړي حمله وه او نه وروستۍ شوه، بلکې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په تېرو دریو کلونو کې وخت ناوخته انتحاري حملې، بمې چاودنې، مخامخ نښتې او غلچکي بریدونه شوي چې له امله یې د واکمنو طالبانو تر څنګ پراخه ولسي مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

له‌دې وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۱مه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو د کابل په هوايي ډګر انتحاري حمله وشوه چې، دیارلس امریکایي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ تنه افغانان ووژل شول.

له‌دې وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې په ۱۶مه د کندز ښار په سیداباد سیمه کې د شیعه مذهبو پر یو جومات د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې شاوخوا ۵۰ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

دغه شان د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل هم په خپل دفتر کې په یوه برید کې ووژل شو.

د دې ټولو پېښو مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی و.

یو شمېر ولسي وګړي وايي، فکر یې کاوه چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته به سرتاسري امنیت ټینګ شي، خو په خبره یې چې له نسبي امنیت وروسته اوس ورځ تر بلې د ناامنۍ پېښې ډېریږي.

د کابل ښار يو اوسېدونکي چې نه‌یې غوښتل په‌دې راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "په وروستیو کې په کابل کې چې څومره پېښې شوي دي ټول په‌کې ولسي وګړي وژل شوي دي، خلک د امنیت له اړخه اندېښنې لري، که څه هم طالبان د امنیت دعوه کوي خو امنیت نه‌شته."

"په وروستیو کې په کابل کې چې څومره پېښې شوي دي ټول په‌کې ولسي وګړي وژل شوي دي
د کابل يو اوسېدونکی

دغه راز د کابل يو بل اوسېدونکی چې دا هم نه‌غواړي نوم يې راپور کې ياد شي، وايي: "مرموزې وژنې زیاتي شوي دي، چاودنې هم کېږي، که طالبان وايي چې سرتاسري امنیت یې تینګ کړی دا غلطه ادعا ده."

خو د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې سیمې د جګړو او پېښو له امله سختې نارامه وې او اوس نسبي امنیت لري خوښ دي او وايي چې، د طالبانو په راتګ یې سیمې امن شوي دي.

د بغلان د ډنډ غوري د سیمې اوسېدونکي موسی ازادي راډيو ته وویل: "اوس چې زموږ سیمې امن دي، خلک ټول په خپل ژوند کې خوشحاله دي، کوچنیان ښوونځیو ته ځي، بزګران په خپلو پټيو کې کار کوي او موږ کولای شو په ډاډه زړه ټولو سیمو ته لاړ شو، خلک هم زموږ سیمو ته د چکرونو لپاره راځي، نو د راغلې سولې او امن نه ټول خلک ډېر خوښ دي."

خو د امنیتي چارو یو شمېر پوهان وايي د یوې سیمې امنیت د ټول هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کېدو مانا نه‌لري.

دوی وايي، اوس‌‌مهال په افغانستان کې ورځ تر بلې د ناامنۍ په پېښو کې زیاتوالی راځي.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د وسله‌والو ځواکونو عمومي ویاند او د امنیتي چارو پوه اجمل عمر شینواري ازادي راډيو ته وویل: "امنیت په افغانستان کې له بده‌مرغه نه‌شته، او ګواښونه ورځ تر بلې زیاتیږي او له‌‌‌دې اړخه ډېره اندېښنه دا ده چې د طالبانو غیر مسلکي، غیر تخصصي او غیر هوډمندانه برخورد چې د ولس او وطن په وړاندې دی، دا داسې ناخوالې ورنه زېږوي چې پایلې به یې د افغانستان لپاره ډېرې خطرناکې وي."

د پرځېدلي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواری
د پرځېدلي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواری

دی ادعا کوي چې همدا اوس د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې او فردي امنیت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

نوموړی دغه شان وايي د داعش په ګډون د نورو وسله‌والو طالب ضد ډلو حملو ته په اشارې وايي چې وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.

نوموړی وايي: "کوم فزیکي امنیت چې دوی یادوي، هغه امنیت دی چې د جمهوریت پر مهال دوی اغېزمن کړی و، خو اوس تاسې وګورئ چې د جنايي جرمونو کچه خورا ډېره لوړه شوې ده، د دوی په وړاندې د کابل په زړه کې هره ورځ پېښې کېږي، د دوی په وړاندې د دوی مخالفین عملیاتونه کوي او دوی ان په خپلو دفترونو کې په نښه کوي."

د امنیتي چارو بل پوه اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل: "اصلا خپله طالبان جګړه نه کوي ځکه دوی د امنیت دعوه کوي، خو خلک مصؤنیت نه‌لري، هدفي وژنې شته، د تېر نظام نظامیان او سرتېري هره ورځ د نامعلومو کسانو له لوري نیول کېږي او وژل کېږي، دا د دې دلیل دی چې خلک په بشپړ ډول مصؤنیت نه‌‌لري."

په جرمني کې د پوهنتون استاد اسحاق اتمر
په جرمني کې د پوهنتون استاد اسحاق اتمر

په‌دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دوی د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد‌الله فطرت د روانې اګست په څلورمه د طالبانو تر واک ملي ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې دعوه وکړه چې، په افغانستان کې له درېیو کلونو راهیسې داسې امنیت ټینګ شوی، چې په نیمه پېړۍ کې نه و رامنځته شوی.

نوموړي ویلي وو چې یو شمېر استخباراتي شبکې غواړي چې افغانستان نړۍ ته نا امنه وښېي.

"اصلا خپله طالبان جګړه نه کوي ځکه دوی د امنیت دعوه کوي، خو خلک مصؤنیت نه‌لري
اسحاق اتمر

حمد‌الله فطرت په‌داسې حال کې په افغانستان کې د بې‌ساري امنیت د ټینګښت دعوه کړې چې په تېرو درېیو کلونو په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لسګونه حملې کړي چې سلګونه کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

که څه هم د داعش موجودیت او فعالیتونه طالبان جدي ګواښ نه بولي، خو د امریکا په ګډون ملګروملتونو او بېلابېلو هېوادونو په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه په وار وار اندېښنې ښودلي دي.

هغه ډله چې د طالبانو حکومت وايي جدي ګواښ نه‌دی او دوی ځپلې ده.

د طالبانو د دې ادعا سره سره چې په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ دی، ملګروملتونو روان کال په دوه بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې د ناامنۍ د پېښو د زیاتوالي خبر ورکړ.

د تېر ۲۰۲۳ په ډیسمبر میاشت کې د ملګروملتونو سازمان سرمنشي انتونیوګوتېرش په یو راپور کې ویلي وو چې، د دې کال د اګست له لومړۍ نېټې د اکتوبر تر ۲۲مې په افغانستان کې ۱۴۱۴ امنیتي پېښې ثبت شوي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښېي.

په راپور کې راغلي وو، په‌دې موده کې د امنیتي پېښو له امله د ۵۳ ماشومانو په ګډون ۶۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې د داعش خراسان څانګه د ډېرو ملکي تلفاتو مسووله وسله‌واله ډله بلل شوې ده.

انتونیو ګوتېرش په بغلان، هرات او دغه شان په کابل کې په شیعه‌ګانو د داعش ډلې حملو ته اشاره کړې چې له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

دغه راز د روان ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په یو راپور کې وویل، د دې کال د جنورۍ، فبروۍ او مارچ په میاشتو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو له امله ۳۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان شوي دي.

خو طالبانو حکومت د دغه راپور په اړه په رسمي څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG