د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

عاصم منير د طالبانو حکومت ته: د ټي‌ټي‌پي له ملاتړه لاس واخلئ


د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي، انځور - ارشيف
د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي، انځور - ارشيف

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر پر طالبانو غږ کړی چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي‌ټي‌پي" له ملاتړه لاس واخلي.

دا غوښتنه د طالبانو له لوري د ټي‌ټي‌پي د ملاتړ په اړه د راپورونو په دوام تازه شوې ده.

پاکستاني رسنیو په ځانګړې توګه جیو نیوز، راپور ورکړی چې جنرال عاصم منیر پرون پنج‌شنبه د اګسټ په ۸مه، په پاکستان کې د علماو ملي کنفرانس ته په خبرو کې ټي‌ټي‌پي ته د "خوارج" نوم کارولو سره له افغان طالبانو وغوښتل چې د پاکستان پر وړاندې د هغوی له ملاتړ لاس واخلي.

د هغه ګیله په افغانستان کې د طالبانو له اوسني حکومته وه چې ګواکې همکاري ورسره نه‌کوي."
طاهرخان

هغه ګواښ وکړ چې د پاکستان پوځ به د هرې هغې ډلې پر وړاندې ودریږي چې، غواړي په پاکستان کې ګډوډي رامنځته کړي.

عاصم منیر افغانستان د پاکستان "اوږدمهاله ملګری" وباله او زیاته یې کړه چې هېواد یې له څلوېښتو کلونو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه دی.

که څه هم د علماو ملي کنفرانس ته د جنرال عاصم منیر د خبرو ډېر جزيات له رسنیو سره نه‌دي شریک شوي، خو په پاکستان کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهرخان چې له‌دې غونډې خبر دی وايي: "د پاکستان د پوځ مشر د افغان کډوالو کوربه‌توب ته په اشارې سره افغانانو ته پیغور ورکړی چې موږ تاسو سره ښه کړي او په مقابل کې موږ سره څه کېږي، د هغه ګیله په افغانستان کې د طالبانو له اوسني حکومته وه چې ګواکې همکاري ورسره نه‌کوي."

د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د لیدنې پرمهال. پاکستاني چارواکو څو څو ځل طالب مشرانو سره ليدنو کې د ټي‌ټي‌پي موضوع مطرح کړې، خو د طالبانو حکومت دا راپورونه چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ کوي، رد کړي دي.
د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د لیدنې پرمهال. پاکستاني چارواکو څو څو ځل طالب مشرانو سره ليدنو کې د ټي‌ټي‌پي موضوع مطرح کړې، خو د طالبانو حکومت دا راپورونه چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ کوي، رد کړي دي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د پاکستاني چارواکو له لوري پر افغان طالبانو د ټي‌ټي‌پي د ملاتړ په اړه دا ډول څرګندونې کېږي.

تر دې وړاندې هم د پاکستان د صدراعظم په ګډون بېلابېلو پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان خپل بریدونه په افغانستان کې پلانوي.

ملګروملتونو هم د تېرې جولای میاشتې په لومړیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان "ټي‌ټي‌پي" څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی او ټي‌ټي‌پي د پاکستان پر ضد حملې زیاتې کړي دي.

د ملګروملتونو د څار یوې ډلې په دغه راپور کې د ټي‌ټي‌پي او القاعده ترمنځ د اړیکو او ګډو همکاریو په اړه هم اندېښنه ښودلې وه او په راپور کې راغلي، چې د دغو ډلو ترمنځ همکاریو سیمې ته جدي امنیتي ګواښونه متوجې کړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د عاصم منیر د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی، خو نوموړي مخکې تر دې له تحریک طالبان پاکستان سره د همکاریو او د یادې ډلې د ملاتړ په اړه راپورونه رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG