د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

ګوټېرېش: داعش له افغانستانه بهر په نورو هېوادونو کې د بریدونو لارښوونه کړې


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې له اړخه له پولو بهر د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیت په اړه د اندېښنو په دوام تازه ملګرو ملتونو د افغانستان له پولو ور هاخوا د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش امنیت شورا ته د نړیوال امنیت لپاره د داعش د ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو په ۱۹م راپور کې د څو هېوادونو په حواله ویلي چې د اسلامي دولت ډلې "داعش" خراسان څانګې په افغانستان کې خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې چې په نورو هېوادونو کې بریدونه وکړي.

دغه تفصیلي ۱۳مخه ییز راپور کې دغه شان راغلي چې په اروپا کې د داعش خراسان څانګې د څو مرکزونو له ویجاړولو سره سره، لا هم د هغو جنګیاليو لوژستیکي او مالي ملاتړ موجود دی چې له افغانستان او منځنۍ اسیا څخه اروپا ته راځي.

ارشیف: د داعش یو وسله‌وال او د دې ډلې بیرغ
ارشیف: د داعش یو وسله‌وال او د دې ډلې بیرغ

د راپور په یوې برخه کې د انټونیو ګوټېرېش له قوله افغانستان د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې د هغو پلانونو لپاره چې له مخې یې دغه ډله پر اروپايي او د سیمې هېوادونو کې خپل بریدونه کوي، د پلان خطرناکه اډه بلل شوې ده.

راپور کې د جنورۍ په درېیمه د ایران په کرمان او د مارچ په ۲۲مه په مسکو کې وژونکو بریدونو ته په اشارې سره ویل شوي چې په افغانستان کې د مېشتو بېلابېلو ډلو له‌خوا ترهګریز ګواښ د غړو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د نړیوال امنیت لپاره د داعش د ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې دغه شان د غړو هېوادونو د استخباراتي سرچینو په حواله ادعا شوې چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګه د افغانستان او ترکیې تر منځ د خپلو شبکو په مرسته د دې توان لري چې خپل جنګیالي له منځنۍ اسیا او افغانستان څخه اروپا ته واستوي څو هلته عملیات وکړي.

په ورته وخت کې په راپور کې وړاندې راغلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګه په اروپا کې د افغان کډوالو د ګومارلو په لټه کې ده.

په افغانستان کې دننه هم یو شمېر افغانان د ترهګریزو ډلو د فعالیت په اړه اندېښمن دي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکې چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه زادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د دې ښار یو اوسېدونکی وايي: "له بدغه مرغه په کابل کې لا هم امنیتي پېښې کېږي او د طالبانو دا ادعا چې دوی په افغانستان کې امنیت ټینګ کړی تر ډېره دروغ ثابت شوی ده او لاهم ملګي او عام وګړي د دغه بېلابېلو حملو ښکار کېږي."

د کابل یو اوسېدونکی وايي: په کابل کې له دغه حملې څخه معلومېږي چې رنګا رنګ ډلې په افغانستان کې تروریستي فعالیتونه کوي، د دې ډلو مخه باید ونیول شي.

د کابل ښار بل اوسېدونکي وویل: "په کابل کې له دغه حملې څخه معلومېږي چې رنګا رنګ ډلې په افغانستان کې تروریستي فعالیتونه کوي، د دې ډلو مخه باید ونیول شي، هغه څوک چې غواړي دلته کار وکړي زړه یې له افغانستان سوړ شوی، په ځانګړي توګه ځوانان او ګاریګر خلک غواړي چې له وطن نه ووځي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د تېرې زمري میاشتې په یوولسمه ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تخنیکي څارنې کمېټې هم شاوخوا یوه میاشت مخکې د داعش، القاعده او پاکستاني طالبانو په اړه په خپل ۳۴م راپور کې له دغو ډلو د متوجې ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی و.

د دغې کمېټې په راپور کې هم د نړیوال امنیت لپاره د داعش د ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د تازه راپور په څېر هغو مواردو ته اشاره شوې وه چې د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.

د راپور په یوې برخه کې راغلي چې د ملګرو متلونو غړي هېوادونه د داعش، تحریک طالبان پاکستان او القاعده له اړخه متوجه ګواښونو سخت اندېښمن کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت هم دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې د داعش خراسان څانګه لا هم په سيمه کې د يو ګواښ په توګه موجوده ده، چې دغه هېواد او متحدین به يې د دې ګواښ پر وړاندې جدي او مناسب اقدامات وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګه ځپل شوې، خو همدا تېره اوونۍ په کابل کې د هغه انتحاري حملې پړه چې په‌کې شاوخوا ۱۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، یادې ډلې ومنله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG