د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

دايکندي کې د وروستۍ پېښې د قربانيانو کورنۍ: طالبان دې د پېښې عاملين ونيسي او محاکمه دې يې کړي


دايکندي کې د وروستۍ پېښې د قربانيانو جسدونه
دايکندي کې د وروستۍ پېښې د قربانيانو جسدونه

دایکندي ولایت کې د داعش د مرګوني برید د قربانیانو کورنۍ انصاف غواړي وايي، د وږي د ۲۲ نېټې د خونړي برید عاملین دې ونیول شی او محاکمه دې شي.

محمد طاهر عظیمي د وژل شوي ځوان ډاکټر عبدالمنان د تره زوی دی، هغه چې د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ کې یې د خلکو د درملنې لپاره تازه کلینيک جوړ کړی و.

محمد طاهر او د دې پېښې د نورو قربانیانو د کورنۍ غړي، د طالبانو له حکومته د عدالت غوښتنه کوي او وايي عاملین یې باید مجازات شي.

د طالبانو له حکومته مو دا غوښتنه ده چې ژر تر ژره دې د دې ځوان شهید قاتلین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري."
محمد طاهر، په پېښه کې د يو قرباني د تره زوی

نوموړی وايي: "د پنج‌شنبې په ورځ هغه کور خواته روان و چې په لاره کې د یوشمېر ناپېژاندو وسله‌والو کسانو له‌خوا شهید شو، د طالبانو له حکومته مو دا غوښتنه ده چې ژر تر ژره دې د دې ځوان شهید قاتلین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري."

د دې پېښې د یوه بل قرباني د کورنۍ غړی چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل: "یو ځل بیا د سنګ تخت او بندر د خلکو زړونه ټپي شول او کورنۍ یې په ماتم کېنولې او زموږ عزیزان یې له موږ څخه واخیستل، څو ورځې کېږي چې دا پېښه شوې، خو د قاتلینو د پېژندنې او نیولو په اړه هیڅ خبر نه‌‌شته، طالبان په رسنیو کې ادعا کوي چې په افغانستان کې ترهګر نه‌شته او بشپړ امنیت دی، نو دا وژنې د چا کار دی؟ ولې د هزاره‌ګانو امنیت نه نیول کېږي؟"

د طالبانو حکومت د معلوماتو له‌‌مخې د پنج‌شنبې د ورځې په دغه برید کې چې د دایکندي-غور په لویه لاره وشو ۱۴ کسان ووژل شول او ۶ نور ټپیان دي.

د دوی د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې په خپله ايکس‌پاڼه کې د یوه بیان په خپرو سره ویلي چې، د پېښې د عاملینو د لټون لپاره هڅې روانې دي.

د دایکندي د پرونۍ حملې د قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:57 0:00

خو د دې برید مسوولیت داعش خراسان څانګې منلې او د اعماق په نوم د ټلېګرام په چینل کې یې په یوه اعلامیه کې ویلي، جنګیالیو یې د افغانستان په مرکزي سیمه کې د برید په پایله کې ۱۵ تنه وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

داعش ډلې تر دې مخکې هم په افغانستان کې پر شیعه‌ګانو د ګڼو مرګوني بریدونو مسوولیت منلی دی.

په دایکندي کې پر افغان شیعه‌ګانو دا برید په براخه کچه غندل شوی دی.

دا په افغانستان کې پر هزاره‌ګانو د هغو قصدي او سیستماتیکو بریدونو د پراخ بهیر یوه بېلګه ده
د بښنې نړيوال سازمان

تازه د بښنې نړیوال سازمان هم دا برید په کلکه غندلی او ویلې یې دي، عاملین یې باید ژر تر ژره د عدالت منګولو ته وسپارل شي او د هزاره ټولنې د نور زیان څخه د ساتنې لپاره یوشمېر اقدامات ترسره شي.

یاد سازمان د شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۴مه) د شپې ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا په افغانستان کې پر هزاره‌ګانو د هغو قصدي او سیستماتیکو بریدونو د پراخ بهیر یوه بېلګه ده چې په عبادت‌ځایونو، ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو او نورو عامه ځایونو کې دوی په نښه کوي.

د اعلامیې په دوام کې د بښنې نړیوال سازمان د وژل شویو کسانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو (کنشګران حقوق بشر افغانستان) په نوم یو بنسټ، هم د سپتمبر په ۱۵مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې قتل عام مسوول د طالبانو حکومت ګڼلی او ویلي يې دي، په تېرو درې کلونو کې طالبانو پر افغان شیعه‌ګانو د شویو بریدونو هیڅ مجرم محاکمه نه‌کړ او نه یې دا څرګنده ګړه، چې د دې بریردونه تر شا د چا لاس دی.

په اعلامیه کې راغلي، طالبانو په وار وار ویلي، چې داعش ډله یې ځپلې او له‌منځه وړې، په‌داسې حال کې چې پر افغان شیعه‌ګانو د ډېری بریدونه مسووليت دوی ته ورګرځي.

یاد بنسټ چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په فعالیت پیل کړی ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر هزاره‌ګانو تر ۳۰ ډېرې هدفي، سیستماتیکې او وسله‌والې حملې ترسره شوي دي.

د بشري حقونو د فعالینو دغه بنسټ د ملګروملتونو سازمان په ګډون له نړیوالې ټولنې او بېلابېلو نورو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو غوښتي، چې په افغانستان کې د دوی په خبره د هزارګانو د نسل وژنې موضوع ته جدي پام واړوي.

د یادونې ده چې، د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګه یې په افغانستان کې دننه ځپلې او پټن‌ځایونه یې ورته له‌منځه وړي، خو په کابل او دایکندي کې پر افغان شیعه‌ګانو وروستي بریدونه ښيي، چې دا ډاله لا هم فعاله ده.

ملګري ملتونه او د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه تر اوسه دغه ډله په افغانستان کې لوی خطر ګڼي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG