د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

ګرینفلیډ: په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د امریکا، چین او روسیې نظرونه ویشلي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې لینډا توماس ګرینفلیډ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې لینډا توماس ګرینفلیډ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د امریکا، چین او روسیې د نظرونو د اختلاف خبره کوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو په دوام، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د امریکا، چین او روسیې نظرونه ویشلي دي.

لینډا توماس ګرینفلیډ پرون چهارشنبه ناوخته د سپټمبر۱۸مه په واشنګټن کې د بهرنیو مطبوعاتو په مرکز کې د خبري ناستې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو وضعیت په دوامداره توګه مخ پرخرابېدو دی او باید د طالبانو د بدلون لپاره ډېر څه وشي.

ګرینفلیډ وايي: طالبان نه شي کولای په داسې نړۍ کې خپل موجودیت ته دوام ورکړي چېرې چې دوی ښځې څنډې ته کړي او پنځوس سلنه یې په چارو کې ونډه نه اخلي.

هغه وايي: "مونږ په دې باور یوو چې د طالبانو حساب ورکولو او بدلون ته د مجبورولو لپاره باید ډېر څه وشي. طالبان نه شي کولای په داسې نړۍ کې خپل موجودیت ته دوام ورکړي چېرې چې دوی ښځې څنډې ته کړي او پنځوس سلنه یې په چارو کې ونډه نه اخلي، همدا یقیناً هغه لوی توپیر دی چې موږ یې له چین او روسیې سره لرو."

اغلې توماس د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنې ته په اشارې سره وویل، د امریکا متحدو ایالتونو ته تر هڅه وړاندې د بشري حقونو خوندیتوب لومړیتوب لري.

په ورته وخت کې نوموړې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو ملاتړ وکړ او سپارښتنه یې دا وه چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید له طالبانو سره په مسئلو کې ښکېل شي او هغوی دې داسې لارې چارو ته وهڅوي چې د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۲ کال د جدي په اتمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه‌لیک کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو پر اړتیا خبرې وکړې. چین او روسیې هغه مهال د پرېکړه‌لیک له لاسلیکولو ډډه وکړه.

طالبانو هم وړاندې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالف ښودلی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د سیمې د هېوادونو له سفيرانو سره په یوې ناسته کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ يوناما په موجودیت کې د نويو ځانګړو استازو ټاکل کېدو ته اړتيا نه‌شته.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي

د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د نړۍ د لویو هېوادونو ترمنځ اختلافونه کمزورو ملتونو ته ګڼ زیانونه پېښولی شي.

دوی وايي، که چېرته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو هېوادونو په یوه خوله په افغانستان کې د بدلون لپاره غږ پورته کړای وای اوس به وضعیت دومره خراب نه وای.

له ډلې حکمت‌الله حکمت ازادي راډیو ته وویل: "د نړیوالو ابر قدرتونو ترمنځ اختلافونه په حقیقت کې کمزورو ملتونو ته د ګټې پرځای تاوان رسوي. هغه اختلاف چې د امنیت د شورا د پنځه غړو ترمنځ د افغانستان په قضیه کې موجود دی دا د افغانانو په ګټه نه دی، که چېرې دغو هېوادونو له یوه دریځ څخه په نننۍ چارواکو فشار راوړی وای نو نن به زموږ د لوڼو په مخ باندې د ښوونځو دروازې تړلې نه وای."

دغه شان د نړیوالو اړیکو بل کارپوه جاوېد جاوېد وايي: "د افغانستان خلک مستحق دي او بشري او انساني حقونه عقلاني او منطقي دي، دوی(طالبان) له دې پرته چې لوی ځواکونه څه فکر کوي باید خلکو ته د دوی بشري حقونه ورکړي لکه ښوونځیو او پوهنتون ته تلل او دغه شان د کار په برخو کې زمینې ورته برابرې کړي."

د نړیوالو کارپوهانو په خبره، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د نظرونو وېش د دې لامل شوی چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د نورو نړیوالو کړکېچونو په اړه هم د نړیوالو رول بې اغېزې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG