د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

طالبانو له ښوونیزو مرکزونو د سني او حنفي فقهې پرته د نورو ټولو کتابونو د ټولولو امر کړی


ارشیف: په افغانستان کې یو کتابتون
ارشیف: په افغانستان کې یو کتابتون

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت امر کړی چې د تعلیمي مرکزونو له ټولو کتابتونونو څخه دې هغه کتابونه راټول شي چې د اهل سنت او جماعت له عقایدو او حنفي فقهې سره په ټکر کې وي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت غواړي چې د تعلیمي مرکزونو له ټولو کتابتونونو څخه د سني او حنفي فقهې سره په ټکر کې کتابونه راټول شي، خو د ښوونیزو مرکزونو یو شمېر مسوولان د یاد وزارت له دغه اقدام سره موافق نه دي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت

د دایکندي ولایت د یوه ښوونیز مرکز مسوول چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل د خپل او د ښوونیز مرکز نوم یې په راپور کې واخيستل شي، د دې کړنې خلاف دی او د طالبانو حکومت د پوهنې له وزارت څخه غواړي چې په افغانستان کي د جعفري فقهې او نورو مذهبونو درناوی وکړي.

هغه وویل: "دلته ډېری خلک شیعه دي او لېواله دي چې باید کتابونه وي او د غیرحنفي فقهې کتابونه دې له کتابتونونو ټول نه شي، که د معارف وزارت هم غواړي په دې برخه کې خلکو سره همکار وي او خلک خپل لوڼې او زامن ښوونځیو ته ولېږي، باید د جعفري فقهې کریکولم ته دې هم درناوی وشي."

په کابل کې د یوه ښوونیزو مرکز مسوول نذیر په دې باور دی چې دا ډول کړنې به له کتاب او مطالعې سره د خلکو لېوالتیا کمه کړي او د تعلیمي مرکزونو د تړل کېدو لامل به شي.

هغه وايي: "ډېری داسې کتابونه شته چې خلک یې ویلو ته لېوالتیا لري، د طالبانو د پوهنې وزارت له سرپرست څخه غواړو چې د درسي سیستم د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي او په بېلابېلو پلمو دې د ښوونیزو مرکزونو دروازې نه تړي."

د زده‌کړو د برخې یو شمېر فعالان هم د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا اقدام یو ناسم عمل او د افغانستان په تاریخ کې بېساری بولي.

وزین وايي: کتابتون د زده‌کړې ځای دی او خلک حق لري چې د بېلابېلو مذهبونو کتابونه ولولي، دا نه عقلاً او نه هم شرعاً د منلو وړ دی چې د نورو مذهبونو کتابونه دې سانسور شي.

له ډلې یې عبدالهادي وزین ازادي راډیو ته وویل: "دا د اسلام او افغانستان په تاریخ کې مخینه نه لري چې د نورو مذهبونو کتابونه دې منع شي او مطالعه نه شي. کتابتون د زده‌کړې ځای دی او خلک حق لري چې د بېلابېلو مذهبونو کتابونه ولولي، دا نه عقلاً او نه هم شرعاً د منلو وړ دی چې د نورو مذهبونو کتابونه دې سانسور شي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست، په یوه تازه اقدام کې د افغانستان له ښوونیزو مرکزونو څخه د ټولو هغو کتابونو د راټولولو غوښتنه کړې چې له اهل سنت، جماعت او حنفي فقهې سره په ټکر دي.

دغه وزارت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د دې وزارت سرپرست حبیب‌اغا دغه فرمان د وېډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو د پوهنې رییسانو ته ورکړی دی.

دا لا څرګنده نه ده چې دغه کتابونه به له ښوونیزو مرکزونو څخه راټولېږي او که له ټولو کورسونو او ښوونځیو څخه، خو په دوام کې راغلي چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست په دې وېډیو کنفرانس کې ویلي چې هغه کتابونه چې د اهل سنت او حنفي فقهې سره په ټکر کې دي، د ښوونیزو مرکزونو له کتابتونونو څخه راټول او وزارت ته راپور ورکول شي.

شاوخوا نهه میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې خپل کتابتونونه د جمهوري نظام له کتابونو پاک او پر ځای یې سیرت‌النبي ځای پرځای کړي.

تر دې وړاندې طالبانو څو ځلې په مطبوعاتي کنفرانسونو او د قومي او مذهبي لږه‌کیو له استازو سره په ناستو کې ویلي چې د ټولو مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی لري او حقونه یې خوندي دي.

خو دوه میاشتې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د مذهبي لږه‌کیو له حقونو څخه سرغړونې زیاتې شوي او طالبان له شرعيت څخه د خپل تفسیر پر بنسټ پر ټولنې حکومت کوي.

XS
SM
MD
LG