د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

البانیا کې د افغان ښځو د غونډې دوهمه ورځ؛ کوچۍ: د افغان ښځو د ستونزو هواري لپاره وړاندیزونه کوو


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې نن د شاوخوا ۱۳۰ ښځو او نجونو د غونډې دوهمه ده.

په دې درې ورځنۍ غونډه کې د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده‌ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري هم برخه اخیستې ده.

رینا امیري البانیا ته تر سفر مخکې د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې له نړیوالو وغوښتل چې تر هغو دې له طالبانو سره اړیکې نه عادي کوي څو له ښځو سره تبعیضي چلند یې پای ته نه وي رسولی.

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده‌ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده‌ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري
فرزانه کوچۍ وايي: مسئله دلته دا ده چې ښځې څرنګه کولی شي هغه مسایل چې د ښځو پر وړاندې په افغانستان کې روان دي هغه په تخنیکي ډول وڅېړي او له یوه بل سره پرې بحث وکړي.

د جمهوري نظام په ولسې جرګه کې د کوچیانو استازې فرزانې کوچۍ په تیرانا کې د ازادي راډیو خبریال ته د دې غونډې د هدف په اړه وویل: "په دې درې ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان د ښځو د مختلفو لیدلوریو، یا نظریاتو یا اندونو راټولولو یا منسجم کولو هڅه کېږي. مسئله دلته دا ده چې ښځې څرنګه کولی شي هغه مسایل چې د ښځو پر وړاندې په افغانستان کې روان دي هغه په تخنیکي ډول وڅېړي او له یوه بل سره پرې بحث وکړي."

دې غونډې ته له ایران، کاناډا، بریتانیا او امریکا څخه د افغان ښځو استازې ورغلي دي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، یو شمېر مېرمنو غوښتل چې له افغانستان او پاکستانه هم دې غونډې ته ورشي، خو مخه یې نیول شوې ده.

فرزانې کوچۍ وویل چې دوی به نړیوالې ټولنې ته د افغان ښځو او نجونو د ستونزو د هواري لپاره د غونډې په پای کې وړاندیزونه وکړي.

هغې زیاته کړه: "زموږ هڅه دا ده چې وکولی شو حل‌لاره یا لږترلږه څه نړیوالې ټولنې ته د افغان مېرمنو له ادرسه وړاندی کړو چې دا خبره ده، دغه وړاندیز دی، دا مو هیله ده."

دا غونډه څو اوونۍ وروسته تر دې جوړه شوې چې د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت د اګست په ۲۱مه وویل چې د دغې ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر لپاره نوی قانون توشېح کړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر نوی قانون چې د دوی په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر نوی قانون چې د دوی په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

طالبان وايي چې دا قانون د احتساب او ادابو اصولو په اړه دی او هدف یې له منکراتو څخه منع کېدل او له ګناه څخه ځان ساتل دي.

په دغه قانون کې راغلي: "د ښځې د ټول بدن پټول لازمي دي او له فتنې څخه د مخنیوي لپاره د ښځې د مخ پټول ضروري" دي.

همدا راز په دغه قانون کې د ښځو غږ، که تلاوت او نعت خواني هم وي، په عمومي ډول منع شوی او د ښځو لوړ غږ عورت بلل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG