د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

ملاله يوسفزۍ: له نورو فعالانو سره په ګډه د افغان نجونو د زده‌کړو د حق لپاره هڅې کوو


ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

د نجونو د زده‌کړو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، له نورو فعالانو سره په ګډه د افغان نجونو د زده‌کړو د حق لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ملالې یوسفزۍ په افغانستان کې د ښوونځیو د بندېدو د درېیمې کلیزې په درشل کې په خپور شوي پیغام کې له خلکو غوښتنه کړې چې، پر خپلو حکومتونو فشار راوړي، تر څو له طالبانو نه د دوی د کړنو په اړه حساب وغواړي.

اغلې یوسفزۍ نن دوشنبه د سپټمبر۱۶مه په خپله ایکس‌پاڼه په یو ویډیو پیغام کې ویلي، تر هغې به له نورو فعالانو سره په ګډو خپلو هڅو او غوښتونو ته دوام ورکړي، څو چې افغان نجونو د زده‌کړو حق نه وي ترلاسه کړی.

نوموړې ويلي: "افغانستان یوه بله توره کلیزه نمانځي، دا سخته ده چې باور وکړو، درې کاله کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګیو څخه پورته ښوونځیو ته د نجونو تګ منعه کړی، دا د هغوی د ظالمانه او بدمرغه کړنو یو برخه ده چې د کار، زده‌کړو او په ټولنیز ژوند کې د ښځو او نجونو د ګډون مخه نیسي."

"د ښوونځیو بندېدو یوه ستونزه نه بلکې ډېرې ستونزې پیدا کړي، ځینو نجونو ته یې ډول-ډول رواني او ذهني ناروغۍ پیدا کړي دي،
ځلا نوري د يوولسم ټولګي زده‌کوونکې

یوسفزۍ افغان مېرمنو ته په خطاب کې هغوی د طالبانو پر وړاندې د مقاومت اصلي ځواک بللي او ویلي یې دي، دوی باید ناهیلې نه‌شي او له نورو لارو چارو څخه په ګټې اخيستنې د زده‌کړو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ملالې یوسفزۍ همداراز د هغه میلیونونو افغان نجونو له هڅو او نوښت څخه چې د بېلابېلو لارو چارو څخه په استفادې یې له ستونزو سره سره بیا هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی، ستاینه کړې او ویلي دي چې دا ډول هڅو د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د هغې هیلې هم ژوندۍ ساتلي دي.

په همدې حال کې یوشمېر افغان نجونې چې له زده‌کړو بې‌برخې شوي وايي، ان ذهني او روحي ناروغۍ ورته پیدا شوي دي.

د ځلا نوري په نوم د یوولسم ټولګې یوې زده‌کوونکې ازادي راډيو ته وویل: "د ښوونځیو بندېدو یوه ستونزه نه بلکې ډېرې ستونزې پیدا کړي، ځینو نجونو ته یې ډول-ډول رواني او ذهني ناروغۍ پیدا کړي دي، دا ډېره لویه ستونزه ده، زموږ هیله له حکومت څخه ده چې ژر تر ژره ښوونځي په خیر خلاص کړي."

د نجونو يو ښوونځی
د نجونو يو ښوونځی

د کندز ښار یوه زده‌کوونکې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخيستل شي په‌دې اړه وايي: "موږ خو وړاندې هم په حجاب کې زده‌کړې کولې او اوس هم، دوی غواړي چې حجاب مراعت کړئ، له هغې سره خو موږ ستونزه نه‌لرو، چې موږ په حجاب کې زده‌کړې وکړو او دنده هم ولرو، خو له بده‌مرغه پر موږ د سواد دروازې وتړل شوې په‌داسې حال کې چې زموږ ټولنه ډېرو باسواده مېرمنو ته اړتیا لري."

دا په‌داسې حال کې ده چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۸مه په قطر کې د امریکا د سفارت مرستیال ډونالډ براون هم په خپلې ايکس‌پاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي وو چې، د امریکا متحده‌ایالات به هيڅکله د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو له ملاتړه لاس وانه‌خلي.

له‌دې وړاندې د تېرې اګسټ په ۱۴مه د ملګروملتونو فرهنګي، علمي او ښوونیز سازمان یونسکو په یوه راپور کې ویلي وو، په تېرو درې کلنو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، ۱.۴ ميلیونه افغان نجونې په قصدي توګه له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه زموږ اړیکې ځواب نه‌کړې، خو تر دې وړاندې ګڼو طالب چارواکو د نجونو پر زده‌کړو بندیز بندیز موقتي بللی، داسې مهال چې انتقاد کوونکي وايي د طالبانو محدودیتونو ته په کتو فکر نه‌کوي دوی دې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه بدله کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG