د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

رينا اميري: له افغانانو مو ملاتړ پر خپل ځای دی، خو د طالبانو په وړاندې مو صبر په ختمېدو دی


د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، د طالباتو په وړاندې یې "صبر په ختمېدو" دی.

رینا امیري د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون له عمومي ټولنې د ښځو بشپړ لرې کول بولي او وايي، د طالبانو په وړاندې یې صبر په ختمېدو دی.

نوموړې پرون سه‌شنبه ناوخته (د سپټمبر په ۳مه) په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په متحده عربي اماراتو او قطر کې یې له چارواکو سره د طالبانو د امربالمعروف قانون په اړه اندېښنې شریکې کړي دي.

مېرمن امیري لیکلي: "له افغانانو څخه زموږ ملاتړ لا هم پر خپل ځای دی؛ خو د طالبانو په وړاندې زموږ صبر د پای ته رسېدو په حال کې دی."

نوموړې زیاتوي چې په کورنۍ او نړیواله کچه د مشروعیت تر لاسه کولو لاره، د افغانانو د حقونو درناوی دی.

رینا امیري د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیالې لانا نسیبه سره د تېرې جمعې د ورځې د لیدنې ګډه خبرپاڼه بیا خپره کړې، چې په‌کې لیکل شوي، د یو با ثباته افغانستان لپاره د ښځو د حقونو ساتل مهم دي او دوی د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ ته دوام ورکوي.

په‌دې خبر پاڼه کې، د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر نوي قانون ته اشاره شوې ده او ټینګار شوی دی چې، د افغان ښځو او ماشومانو د ژوند د ښه‌والي لپاره دې ګډې هڅې وشي او لارې چارې دې ورته ولټول شي.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

په‌همدې حال کې یو شمېر افغان مېرمنې وايي، هغه هېوادونه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري باید پر طالبانو فشار راولي، چې د خپلو سختو پالیسیو له پلي کولو لاس واخلي.

زما هیله دا ده چې دا بندیزونه ژر تر ژره له‌منځه ولاړ شي او ښځې په ازاده توګه وګرځي
د ننګرهار يوه اوسېدونکې

د کابل يوې اوسېدونکې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل: "دوی (طالبانو) له ښځو په بشپړه توګه خپل حقونه اخیستي دي، هغه هېوادونه چې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري له طالبانو سره دې خبرې وکړي چې په‌دې قانون له سره غور وکړي ځکه دا ډېر سخت قانون دی."

دغه راز د ننګرهار يوه اوسېدونکې چې دا هم نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي: "دا چې طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري، همدا شان له روسیې، چین، پاکستان او عربي اماراتو سره یې هم اړیکې ښې دي، که چېرې دغه هېوادونه پر طالبانو فشار راولي نو دوی متوجه کېږي او ممکن دا بندیزونه یا لرې او هم کم کړي، زما هیله دا ده چې دا بندیزونه ژر تر ژره له‌منځه ولاړ شي او ښځې په ازاده توګه وګرځي، خبرې وکړي او دا حس وکړي چې زه هم د دې ټولنې برخه یم."

د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون اعلان کړ.

دغه قانون چې ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري په ۱۳ماده کې یې د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

په‌دې قانون کې دغه راز د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له‌مخې یې ښځې حق نه‌لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ غږ نعتونه ووایي یا قرأت وکړي.

طالبانو په تېرو درې کلونو د زده‌کړو او کار په ګډون په ښځو ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي.

که څه هم د ښځو په وړاندې د طالبانو دا سختې پالیسۍ د نړیوالې ټولنې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي، خو طالبانو نه یوازې په‌دې برخه کې نرمښت کړی بلکې د دغه محدودیتونو پر پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG