د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د مرستو په چارو کې د طالبانو د لاسوهنو دوام؛ اوچا: د لسګونه پروژو چارې ځنډول شوي


ارشیف: په افغانستان کې پر اړمنو د مرستو د وېش له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې پر اړمنو د مرستو د وېش له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا خبر ورکړی چې طالبان د بشري مرستو په چارو کې لاسوهنه کوي.

دې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د دې لاسوهنو له کبله د جولای په میاشت کې د لسګونو پروژو کارونه په موقتي توګه ودرېدل.

اوچا وایي چې د جولای په میاشت کې د بشري هڅو په چارو کې ۷۳ په سلو کې لاسوهنه د طالبانو له لوري شوې چې په دې کې د دوی د سرپرست حکومت چارواکي هم شامل دي.

اوچا په هغه راپور کې چې پرون یې په ریلییف ویبپاڼه کې خپور کړ دا هم ویلي چې د دې لاسوهنو له امله د دوی ۳۷ پروژې په موقت ډول ځنډول شوي دي.

د دې لاسوهنو په اړه ویل شوي چې کله به یې حساس معلومات غوښتل، کله به یې د هغو کسانو د انتخابولو واک اخیست چې ګټه وررسېږي او کله به یې هم د تدارکاتو د پروسې په چارو کې لاسوهنه کوله.

طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې اوچا د غویي په میاشت کې په افغانستان کې د مرسته رسولو په چارو کې د لاسوهنې خبر ورکړی و.

هغه مهال اوچا ویلي وو چې د اپرېل په میاشت کې د مرستو د وېش په چارو کې ۱۵۶ ځله لاسوهنه شوې چې ۶۰ په سلو کې په دې لاسوهنو کې د طالبانو د سرپرست حکومت د چارواکو لاس و.

د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د امریکا د متحد ایالتونو سرمفتش یا سیګار هم تر دې مخکې ویلي وو چې د طالبانو غړي د غیردولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي.

اوس په داسې وخت کې د بیاځلي لاسوهنو راپور ورکړل شوی چې په افغانستان کې بشري وضعیت ښه نه دی او په میلیونونو کسان مرستو ته اړ دي.

یو شمېر مرسته اخیستونکي هم د مرستو د وېش له چارو خوښ نه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په وینا، سږ میلادي کال د طالبانو سرپرست حکومت ۷۲ داسې فرمانونه هم صادر کړي چې د دوی په هڅو یې په افغانستان کې ناوړه اغېزې کړي دي.

د اوچا په راپور کې راغلي چې یوازې د جولای په میاشت کې لس فرمانه په جنوبي، جنوب ختیځو، شمال ختیځو او مرکزي سیمو کې صادر شوي او د جولای په میاشت کې د بشري چارو د برخې لس کارکوونکي نیول شوي دي.

اوچا زیاتوي چې یو کارکوونکی د طالبانو له لوري ښځو ته د خدماتو د وړاندې کولو په تور نیول شوی دی.

د اوچا په باور، په موسسو کې د ښځو پر کارونو بندیز هم له اړمنو ښځو سره د مرستو چارې اغېزمنې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG