د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

له افغانستانه د امريکا د وتلو په اړه ۳۴۵مخيز راپور؛ بايډن کولی شول چې تېر نظام له سقوط وژغوري


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د متحده‌ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه خپل څېړنیز او تفصیلي راپور خپور کړ.

د امریکا د متحده‌ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دا راپور چې نن دوشنبه د (سپټمبر۹مه) خپور شو، په‌کې له افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ګډو وډو او مرګوني وتلو پړه د ولمسشر جوبایډن او د هغې په ادارې اچول شوې ده.

دغه راپور چې په ۳۴۵ مخونو کې تریب شوی، په سر کې يې راغلي، چې د ولسمشر بایډن ادارې دا معلومات او فرصت درلود چې د تېر جمهوري نظام د سقوط د مخنيوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو او ملاتړو خوندي وتلو ته زمینه برابره کړي، خو دوی د امنیت پر ځای یې خپلو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړ.

د راپور په یوې برخه کې راغلي: "د بایډن-هریس ادارې د ټولو احتمالي پېښو لپاره په پلانونو کې د ناکامۍ له کبله په بېړنۍ توګه د کافي پرسونل، اکمالاتو او تجهیزاتو پرته د تخلیې پروګرام پلی کړ، چې دې چارې امریکايي سرتیري او د بهرنیو چارو وزارت په مرګوني خطر کې واچول، د اګست د ۲۶مې نېټې په مرګوني ترهګریزه پېښه کې چې په‌کې ۱۳ امریکايي سرتیري، ۱۷۰ افغانان ووژل شول او ۴۵ امریکايي سرتیري او ګڼ افغانان ټپیان شول مخنیوی کېدای شوای."

په راپور کې همدا شان له طالبانو سره په دوحه کې پر شوې هوکړې هم نیوکي شوي او ویل شوي، چې دغه هوکړه په‌داسې حال کې شوي چې په‌کې د لوړ پوړي پوځي چارواکو سلا مشورې په پام کې نه‌دي نیول شوي.

آرشیف- د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پړاو
آرشیف- د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پړاو

په راپور کې همدا راز ادعا شوې، دغه هوکړه له پیله نیمګړې وه او د امریکايي چارواکو له ژمنو سره سره چې طالبان به د افغانستان په خاوره کې د القاعدې ډلې د فعالیتونو مخنیوی کوي، عمل نه‌دی شوی.

خو د طالبانو حکومت له‌دې وړاندې ویلي، چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي او په افغانستان کې د القاعده په ګډون هیڅ ډول بهرنۍ وسله‌والې ډلې نه‌شته.

"زما په فکر په‌دې کې هیڅ شک نه‌شته چې په ۲۰۲۱ کال کې په ناببره توګه د امریکا د پوځ وتل غیر مسوولانه اقدام و، هرڅه چې وشول دا د افغانستان پخواني حکومت او خلکو سره لویه جفا وه
غوث جانباز

په راپور کې د امریکا د متحده‌ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د مشر مایکل مک‌کال له قوله راغلي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو په دا ډول وتل له شرط پرته د تسلیمۍ په معنا دی او په ټولو پېښو کې په پلان کې پاتې راتلل وظیفوي غفلت دی، چې د امریکایانو د ژوند د بایللو لامل شو.

د راپور په یوې برخې کې راغلي، په دا ډول له افغانستانه د امریکایانو وتلو د متحده‌ایالتونو نړیوال اعتبار ته زیان رسولی دی او دغه چارې د راپور په ټکو د امریکا دښمنانو ته روحیه او زړه ورکړی او په‌دې ترتیب د امریکا امنیت له افغانستانه له ګواښ سره مخامخ دی.

د سیاسي چارو پوه او پخوانی افغان ډیپلوماټ غوث جانباز بیا وايي، له افغانستان د امریکایانو د غیر مسوولانه وتلو ملامتیا یوازې یوې ډلې نه، بلکې ټولو ته متوجه ده.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "زما په فکر په‌دې کې هیڅ شک نه‌شته چې په ۲۰۲۱ کال کې په ناببره توګه د امریکا د پوځ وتل غیر مسوولانه اقدام و، هرڅه چې وشول دا د افغانستان پخواني حکومت او خلکو سره لویه جفا وه، خو اوس چې کومې خبرې د جمهوري غوښتونکو له‌خوا کېږي دا په اصطلاح دننه په کور مصروف دی، دوی له ټولو کارتونو استفاده کوي چې یو بل ملامت کړي او په نتیجه کې یې د خلکو رایې لاسته راوړي."

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل

که څه هم د امریکا د متحده‌ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په راپور کې د ملامتۍ ګوته ولسمشر بایډن د هغه مرسیتالې کامالا هریس چې اوس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته له ډیموکراټ ګونده نومانده ده او ۱۳ نورو لوړ پوړ امریکايي چارواکو ته شوې، خو سپینې ماڼۍ بیا دا راپور ناسم بللی دی.

د سپیڼې مانۍ ویاند شارون یانګ ویلي، د امریکا د متحده‌ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په راپور کې یوازې هغه واقعیتونه او کریکټرونه چې دوی یې غواړي راخيستل شوي او په راپور کې شوې ادعاوې سمې نه‌دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG