د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

یوناما د افغانستان په کړکېچن اقتصادي وضعیت اندېښنه وښوده


پس از تسلط طالبان به قدرت، میزان فقر در میان خانواده های افغان افزایش کم سابقه یافته است.
پس از تسلط طالبان به قدرت، میزان فقر در میان خانواده های افغان افزایش کم سابقه یافته است.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې امنیت شورا ته د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغانانو اقتصادي وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه.

روزا اوتنبایووا وویل چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ کسانو بشري مرستو ته ضرورت پيدا کړی چې د دې لپاره ملګرو ملتونو د درې میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو تراوسه چې د کال وروستیو درېیو میاشتو ته په نږدې کېدو یوو شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه شوي دي.

مېرمن اوتنبایووا بیا وویل چې ژمی راروان دی او افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د سلګونو زرو کډوالو له ستنېدو سره به اقتصادي ستونزې پسې زیاتې شي په تېره بیا چې پر ښځو بندیزونه لګېدلي دي.

هغې وویل: "انساني بحران به ډېر ژر په یوه پراخ کړکېچ بدل شي، په افغانستان کې ځوان نسل په رالوېدو دی، اقتصاد د هغوی د جذبېدو توان نه لري، نړیوال مرستندویان تر ډېره د محدودیتونو له امله چې پر نیم جمعیت لګېدلي دي د پراختیایي مرستو لېواله نه دي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال

مېرمن اوتنبایووا د طالبانو د امر باالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر راپور ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دې قانون پر ښځو منفي اغېز کړی دی.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د اګست په ۲۱مه په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې نافذ او په رسمي جریده کې خپور کړ.

دا قانون چې تر ډېره په ټولنه کې د ښځو د راڅرګندېدو پر څرنګوالي متمرکز دی، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده یې د جدي تطبیق سپارښتنه کړې، خو مېرمن اوتنبایووا وویل چې یوناما دا قانون څاري چې څرنګه یې طالبان تطبیقوي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

د امنیت شورا غونډې ته د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجراییه رییسې سیما باهوس بیا په افغانستان کې د مرستو په وېش کې پر جنسیتي برابري ټینګار وکړ.

باهوس وویل: ژمنه وکړئ چې لږ تر لږه د افغانستان لپاره د ټولو مرستو ۳۰ فیصده باید د دې لپاره وي چې جنسیتي برابري او د ښځو حق په‌کې په نظر کې نیول شوی وي.

باهوس وویل: "ژمنه وکړئ چې لږ تر لږه د افغانستان لپاره د ټولو مرستو ۳۰ فیصده باید د دې لپاره وي چې جنسیتي برابري او د ښځو حق په‌کې په نظر کې نیول شوی وي، نور باید د جنسیتي برابري لپاره رشوت ورنه کړل شي."

داسې راپورونه خپاره شوي چې په افغانستان کې نارینه‌وو ته د دې لپاره مرستې رسېږي چې بیا یې ښځو ته هم یوه برخه ورکړي.

اغلې باهوس له افغان مېرمنو سره پر اوږدمهاله مرستو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مرستو اوسنی میکانېزم باید بدل شي.

هغې زیاته کړه: "موږ اوس پرېکړه کولی شو چې د ښځو له سازمانونو سره مرسته وکړو، د دوی له تجارتي هلو ځلو سره، د دوی له مشرتابه سره، د دوی له کارونو سره او خپلې سرچینې دوه برابره کولی شو."

امنیت شورا ته یوناما په راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې له افغان ښځو، ماشومانو او مشرانو سره مرستو ته ادامه ورکړي، افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د بیا جذب په چاره کې همکاري وکړي او له طالبانو غوښتل شوي چې د مرستندویانو په چارو کې له مداخلو لاس واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG