د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سپټمبر په ۱۸مه د افغانستان په اړه بحث کوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.

تازه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د دې غونډې مشري به د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیره کوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراییوي مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یوه استازې چې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، د افغان ښځو نجونو د حالت په اړه معلومات ورکړي.

سلوانیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي ریاست په غاړه لري او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرې تانجا فاجون له قوله ویل شوي چې د امنیت شورا په دې غونډه کې به د افغانستان اړوند مسایلو بحثونه وشي.

سلوانیا د بهرنیو چارو وزیره تانجا فاجون
سلوانیا د بهرنیو چارو وزیره تانجا فاجون

په همدې حال کې د ښځو د حقونو شمېر فعالانې وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راروانه غونډه کې باید نړۍ د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ واضح او روښانه کړي.

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د ملګري ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه جدي تصمیم ونیسي.

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ
د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ

بارکزۍ وویل: "د امنیت شورا د افغانستان په اړه لا څه چې بلکې د نړۍ په هکله هم کولای شي تصمیم ونیسي، ځکه چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې تر ټولو پیاوړی او قدرتمند بنسټ همدغه د امنیت شورا ده او زما په اند نور د افغانستان خلک تش په نامه راپورونو او اعلامیو ته په تمه نه دي، د افغانستان خلک غواړي وګوري چې په عملي بڼه تر کوم بریده امنیت شورا خپلې دندې ترسره کوي او همدارنګه د افغانستان د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راځي."

مېرمن وحدت وايي: امنیت شورا باید واضح او روښانه دریځ وښيي او ودې وايي چې طالبان یوه تروریستي ډله ده، موږ یې په رسمیت نه پېژنو او نه داسې کوم معیار د دولت او حکومت په افغانستان کې موجود دی چې د دوی رژیم په رسمیت وپېژندل شي، دوی باید په تور لېست کې شامل شي.

د ښځو حقونو یوې بلې فعالې فوزیې وحدت بیا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "افغانستان داسې یوه جغرافیه ده چې نړۍ دا طالبانو ته ورکړې او ورسره مرستې کوي او دوی تقویه کوي، دغه مرستې باید نورې بندې شي، ځکه دا د افغانستان په خلکو نه مصرفېږي، که کېدای نو اوس به اقتصادي وضعیت دومره نه خرابېدای، دا ځل د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید واضح او روښانه دریځ وښيي او ودې وايي چې طالبان یوه تروریستي ډله ده، موږ یې په رسمیت نه پېژنو او نه داسې کوم معیار د دولت او حکومت په افغانستان کې موجود دی چې د دوی رژیم په رسمیت وپېژندل شي، دوی باید په تور لېست کې شامل شي او په ټوله معنا باید د افغانستان په وضعیت کې بدلون رامنځته شي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راروانه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا دری میاشتنی راپور د افغانستان د وضعیت او په ځانګړي توګه د ښځو د وضعیت پر مسایلو متمرکز وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا

د افغانستان په اړه د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت نوي قانون په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې لاپسې زیاتې کړې.

دغه قانون چې د تېرې اګست میاشتې په ۲۱مه اعلان شو په‌کې د نورو محدودیتونو ترڅنګ ویل شوي چې ښځې باید له سر تر پښو ځان پټ کړي او آن خپل غږ هم اوچت نه‌کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په دې قانون انتقاد کړی و او خبرداری يې ورکړی چې هغه به له نړیوالې ټولنې سره د دوی د ښکېلتیا راتلونکې زیانمنه کړي.

که څه هم طالبانو د یوناما په غبرګون کې په کابل کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه دفتر سره د پرېکون اعلان وکړ، خو وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجارېک په یوې خبرې غونډه کې وویل چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې طالبانو سره خپل تعامل ته دوام وکړي.

له دې وړاندې د روان کال د جون د میاشتې په ۲۱مه نېټه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د درې میاشتنې راپور د وړاندې کولو پرمهال ویلي وو، ترهغې چې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو اړوند اندېښنې نه وي ختمې کړي، خلک یې د رسمیت نه پېژندنې په اړه د نظر توافق لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د دوی په خبره، د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، خو د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو او افغان مېرمنو ته دغه ادعا د منلو نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG