د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د کندهار په میرویس روغتون کې د تلاسیمیا ناروغانو شمېر ډېر شوی


د کندهار په میرویس روغتون کې په تلاسیمیا یوه اخته ماشومه تر درملنې لاندې ده.
د کندهار په میرویس روغتون کې په تلاسیمیا یوه اخته ماشومه تر درملنې لاندې ده.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسوولان په تېر یوه کال کې د وینې د سرطان یا تلاسیمیا ناروغۍ د پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي.

دوی وايي چې د روغتون د امکاناتو او ظرفیت په کموالي سربېره، د تلاسیمیا ناروغانو شمېر په زیاتیدو دی او روغتون یوازې د هغوی لپاره د وینې د ورکولو توان لري، په داسې حال کې چې ناروغان د نورو طبي خدماتو غوښتونکي دي.

په میرویس روغتون کې تلاسیمیا ناروغان یوازې وینه وړیا ترلاسه کوي، خو د نورو اړینو درملو او خدمتونو لپاره ناروغان اړ دي چې خپل لګښتونه په‌خپله پرې کړي.

دا په ځانګړې ډول د هغو ناروغانو لپاره چې له لرې پرتو سیمو څخه روغتون ته راوړل کېږي، ډېر ستونزمنه ده.

د نجیبې په نوم یوه مېرمنه، چې شپږ کلنه لور یې په دغه ناروغۍ اخته ده، وایي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

د کندهار په میرویس روغتون کې په تلاسیمیا اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي.
د کندهار په میرویس روغتون کې په تلاسیمیا اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي.

نوموړې زیاتوي، یوازېنی وړیا خدمت، چې په روغتون کې ترلاسه کوي، وینه ده، درمل او اړوند نور خدمتونه ټول په پیسو دي.

هغه زیاتوي: "یوازې دغه وینه مفته ده نور خو نو نه دوا شته نه کوم بل شی ورکوي، دغه د سېروم تناب مو لا په بیه واخیست ، که توان مو وای بیا خو به مو تازه وینه ورته اخیسته، خو توان یې نه لرو."

باز محمد او شراف‌الدین، چې د خپلو ماشومانو لپاره هره میاشت روغتون ته راځي، وايي چې د دوی ماشومان هره میاشت وینې ته اړتیا لري، خو د روغتون امکانات کم دي او زیات ناروغان اړ دي چې د نورو روغتیایي خدمتونو اقتصادي پیټي په خپلو اوږو واخلي.

دوی د طالبانو له حکومت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ملاتړ او پاملرنې غوښتونکي دي.

بازمحمد وویل: "زما دغه دوه زامن په تلاسیمیا اخته دي، یو بل هم تلاسیمیا و، مړ شو. غوښتنه مې داده چې د تداوي په برخه کې یې زموږ سره همکاري وشي، مریضانو ته دوا ورکول شي."

شراف‌الدین وویل: "یو زوی مي تلاسیمیا و، مړ شو، دا یو چې ژوندی دی، دا لس کاله کېږي وینه ورکوم، هره میاشت د میوند څخه راځم د کرایې پیسې هم نه لرم، غوښتنه مې دا ده چې د زوی درملنه مې وشي."

تلاسیمیا یوه جنیټیکي یا وراثتي ناروغي ده چې په هغې کې د وینې سرې حجرې په سمه توګه هموګلوبین نه تولیدوي چې له امله یې د وینې سره حجرات تخریبېږي او دا د وینې د کمښت لامل ګرځي.

په کندهار کې په تلاسیمیار اخته ده ماشومه تر درملنې لاندې ده.
په کندهار کې په تلاسیمیار اخته ده ماشومه تر درملنې لاندې ده.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د ناروغانو د ثبت ادارې مشر ډاکتر محمد اشرف کیهان د تلاسیمیا د ناروغۍ د پېښو په زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.

د نوموړي په وینا، په تېر کال کې له ۱۲زرو څخه ډېرو ماشومانو د وینې د سرطان له امله روغتون ته مراجعه کړې وه.

ډاکتر کیهان زیاتوي، په روان کال کې یوازې په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۹۵ نوي ناروغان تشخیص شوي او تر ۳۰۰۰ زیاتو ناروغانو په پرله‌پسې ډول د وینې ترلاسه کولو لپاره روغتون ته مراجعه کړې ده.

کیهان وايي: "د ویني سرطان یا تلاسیمیا معمولاً په کوچنیانو کې ډیره پېښېږي، که ارقامو ته وګورو او د تېر کال سره یې پرتله کړو د ناروغانو شمېر زیات شوی دی."

په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون د تلاسیمیا ناروغانو لپاره یوازېنۍ ځای دی چې وړیا ویني ورکوي.

دې روغتون ته د کندهار له ولسوالیو سربېره له اړوندو ولایتونو هم ناروغان وروړل کېږي.

خو دا روغتون چې پخوا یې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له‌خوا مالي ملاتړ کېده دا مهال د تجهیزاتو او درملو له کمښت سره مخ دی.

شاوخوا یو کال مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېتې د میرویس روغتون په شمول د افغانستان له شپږو مهمو روغتونو سره خپله همکاري ودروله چې لامل یې خپلې مالي ستونزې ښودلې وې، خو د کندهار په میرویس روغتون کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي وو، دا مرستې ورسته له هغې کمې شوې چې ځايي طالب چارواکو له سره صلیب غوښتنه کړې وه چې مرستې باید د دوی له لارې ترسره شي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د کندهار ځايي طالب چارواکو بیا هغه مهال په دې اړه ازادي راډیو ته رسمي څه ونه ویل.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال په خپل یو راپور کې ویلي، په روغتیايي برخه کې د مرستو کمېدل به د دوی پر خدمتونو ډېره بده اغېزه ولري.

د دغه سازمان په خبره، د بودیجې کموالی په روغتیايي وضعیت اغېز کوي.

د ډېر شمېر روغتیايي مرکزونو فعالیت ځنډول شوی او له لویو روغتونونو ملاتړ مخ په کمېدو دی.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG