د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د طالبانو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون جوړېدل؛ کروندګر د بدیل کښت په برخه کې مرستې غواړي


ارشیف: په کندهار کې وسله‌وال طالبان د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پر مهال
ارشیف: په کندهار کې وسله‌وال طالبان د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پر مهال

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزي د عالي کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی، یو شمېر افغان کروندګر د بدیل کښت په برخه کې په مرستو ټینګار کوي او وايي، په دې برخه کې ورسره تراوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

دوی وايي، په داسې مهال چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د سختو وچکالیو، د سېلابونو له ګواښونو او بشري ناورین سره مخ دی، د کوکنارو د کروندو له منځه وړل یې دوی له سختې بې‌وزلې سره مخ کړي دي.

د ننګرهار بغلان دوه کروندګرو سیداکبر او ګل حکیم په دې اړه له ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

سیداکبر وویل: "د کروندګرو سره باید د مرستو زمینه برابره شي، همدا اوس سخته وچکالي ده او کروندګر له سختو زیانونو سره مخ دي، همدا اوس ډي‌پي سرې ډېر لوړ قمیت لري چې کروندګر یې د اخیستلو توان نه لري، باید د بدیل کښت په برخه کې له کروندګرو سره مرستې وشي."

ګل حکیم وویل: "بزګرو سره باید د سرو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې مرستې وشي. مرستې کېږي، خو ډېرې ناچیزه وي. بله خبره دا ده چې هره مرسته کېږي، باید له موسم سره سمه وشي، لکه د تخم وخت تېر وي، خو خلکو ته بیا ورکوي، په کوکنارو د کروندګرو یو څه اقتصادي وضعیت ښه و، خو اوس یې کروندې له منځه وړل شوي او خلک له ستونزو سره مخ دي."

ارشیف: د افغانستان جنوب کې یو کروندګر د کوکنارو د کروندو د خړوبولو پر مهال
ارشیف: د افغانستان جنوب کې یو کروندګر د کوکنارو د کروندو د خړوبولو پر مهال

د روان میلادي کال په جون میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ وویل، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په کوکنارو بندیز د هغو میلیونونو افغانانو بې‌وزلي لا پسې ژوره کړې چې د خپل ژوند پر مخ بیولو لپاره یې پر دغه کښت تکیه کوله.

خو د طالبانو حکومت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون په خپله لومرنۍ ناسته کې له افغان بزګرانو سره د بدیل کښت په ورکړه ټینګار کړی دی.

په دې ناسته کې چې پرون ترسره شوې او د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون برخه برخه خپره کړې، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر ویلي: "وروستیو وچکالیو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د افغانستان کرنیز سیستم ډېر سخت زیانمن کړی او کروندګر بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. له نړیوالې ټولنې‌ غواړو چې د نشه‌يي ‌توکو په له منځه وړلو او کروندګرو ته د بدیل کښت په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي."

نوموړي زیاته کړه چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسیون د جوړېدو هدف د نشه‌يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همغږي رامنځته کول او هدفمند اقدمات دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر

مولوي عبدالکبیر دا ادعا هم کړې چې په افغانستان کې اوسمهال د نشه‌يي توکو کښت د صفر کچې ته نږدې شوې دی.

خو د السیس په نوم یوې برتانوي موسسې د روان میلادي کال په د جولای په ۲۶مه په یو راپور کې ادعا وکړه چې د سپوږمکۍ له لارې یې په یوه ترسره شوې سروې کې موندلي چې سږ ۲۰۲۴م کال د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې له درې نیم زره هکتاره په ډېره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

دغه موسسې ویلي وو چې که څه هم د طالبانو حکومت د دغه کښتونو د له‌منځه وړلو هڅې کړي، خو د راپور په ټکو د امکاناتو له نه لرلو له امله ونه توانېدل چې په پراخه کچه د کوکنارو کښتونه له منځه یوسي.

د طالبانو د حکومت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسیون په لومړۍ غونډه کې هم د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په برخه کې د امکاناتو د کمښت یادونه شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په دې غونډه کې ویلي چې د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د امکاناتو او توکو له کموالي سره مخ دي او نړیواله ټولنه دې مرسته ورسره وکړي.

په دې ناسته کې د دې وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې د نشه‌يي توکو پر ضد ۷۸زره عملیات شوي چې په له امله کې یې ۲۰زره تورن کسان نیول شوي، ۱۴۵۰ د بېلابېلو نشه‌يي توکو د تولید کارخونې له منځه وړل شوې، ۱۲۲زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او ۳۷زره هکتاره ځمکه له نشه‌يي توکو پاکه شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله په یو فرمان کې د نشه‌يي توکو پر کښت، قاچاق او استعمال کلک بندیز ولګاوه، طالب ځواکونو تر دې اعلان ورسته په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د کروندو د له‌منځه وړلو په برخه کې اقدامات وکړل چې په بدخشان ولایت کې یې څو ځلي د کرونګرو له مخه ونیول شوه او د اخ او ډب او وسله‌والې نښې له امله په کې کروندګرو ته مرګ‌ژوبله هم واوښته.

XS
SM
MD
LG