د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

په پاکستان کې پر یوه افغان خبریال د برید په اړه اندېښنه څرګنده شوه


د اسلام‌اباد یوه څنده کې پولیس د پلټلو پر مهال
د اسلام‌اباد یوه څنده کې پولیس د پلټلو پر مهال

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پر یوه افغان خبریال، نصیر احمد بهروز د وسله‌وال برید په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

یاد فدراسیون د اګست په ۲۸مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستاني امنیتي ځواکونو غوښتي چې د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

پاکستاني پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان خبریال نصیر احمد بهروز ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې پېښې په تایید سره وویل چې دا برید د اګست په ۲۵مه نېټه ماښام د اسلام‌اباد په بهاره کهو سیمه کې پرې شوی و.

نوموړی ادعا کوي چې پر موترسایکل سپرو دوو وسله‌والو کسانو غوښتل چې دا له ځانه سره بوځي، خو په خبره یې کله چې هغه شور کړی د سیمې خلک راټول شوي او د پېښې عاملین تښتېدلي او بیا پولیس سیمې ته رسېدلي دي.

بهروز وايي: دواړو سره وسله وه او مرمۍ یې تېره کړې وه چې فیر وکړي، خو د سیمې د خلکو په راټولېدنه او د هغوی د شور له امله وتښتېدل.

هغه زیاته کړه: "هغوی زه ډېر ووهلم، په سر، غوږ او غاړې یې ډېر ووهلم چې اوس مې یو غوږ د نه اورېدو ستونزه پیدا کړې. دواړو سره وسله وه او مرمۍ یې تېره کړې وه چې فیر وکړي، خو د سیمې د خلکو په راټولېدنه او د هغوی د شور له امله وتښتېدل."

بهروز دغه شان ادعا کوي چې وسله‌والو یې موبایل له ځانه سره وړی چې په‌کې د خبریالي کار اړوند معلومات یې و.

نوموړی چې وايي، له دوه نیمو کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت شوی د خپل ځان او کورنۍ د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له نړیوالې ټولنې او د خبریالانو له ملاتړي سازمانونو څخه وغوښتل چې په پاکستان کې د مېشتو خبریالانو وضعیت ته رسېدنه او مقصد هېوادونو ته یې په بیا مېشتېدنه کې مرسته وکړي.

هممهاله د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د اګست په ۲۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پاکستان، ایران، ترکیې او هند کې د مېشت افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

یاد سازمان ویلي، په يادو هېوادونو کې د افغان خبريالانو ناڅرګند حالت څو څو ځلې د يادو هېوادونو له سفارتونو او د خبريالانو له ملاتړو نړيوالو بنسټونو سره شريک شوى، خو کوم بدلون نه دى راغلى.

په اعلامیه کې راغلي، د فرانسې هېواد له‌خوا په پاکستان او ایران کې د مېشت یو شمېر افغان خبریالانو د ویزو له ردېدو وروسته، په دغو هېوادونو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې امنیتي ستونزې هم رامنځته شوي چې کولای شي د افغان خبریالانو اوسنی وضعیت نور هم له ننګونو سره مخ کړي.

په پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وړاندې امنیتي پېښو په دې هیواد کې نور افغان خبریالان هم اندېښمن کړي دي.

په اسلام‌اباد کې دوو افغان خبریالان چې نه غواړي نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

یوه خبریال وویل: "دې واقعاً په پاکستان کې مېشت خبریالان اندېښمن کړي دي. موږ خبریالان له هېواده په هر دلیل چې دی تښتېدلي یوو او دلته راغلي یوو، خو له بده مرغه دلته هم د امنیتي، اقتصادي او نورو مسایلو په برخه کې جدي ستونزو سره مخ یوو."

یو بل خبریال وايي: "ډېری وخت افغان خبریالان هغه وخت د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وي، خو په ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان کې دوی خوندي نه وي."

ارشیف: په اسلام‌اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. دوی د خپلو کېسونو د ژر بشپړېدو غوښتنه کړې.
ارشیف: په اسلام‌اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. دوی د خپلو کېسونو د ژر بشپړېدو غوښتنه کړې.

دا خبریالان له نړیوالې ټولنې او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې له اړوندو سازمانونو څخه غواړي چې د دوی وضعیت ته پام واړوي او ورنه د ملاتړ په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.

د یادونې ده چې دا په پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وړاندې لومړی برید نه دی چې ترسره کېږي.

تر دې مخکې د ازادي راډیو پر خبریال احمد هنایش د اسلام‌اباد ښار په دیپلوماتیکه سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو له خوا برید وشو چې په کې ټپي شوی و.

په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سلګونه افغان خبریالان له افغانستانه ووتل چې ډېری یې لا هم مقصد هېوادونو ته د بیا مېشتېدنې لپاره په ایران او پاکستان کې په یوه بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي او د ایستلو له ګواښ سره هم مخ دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG