د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

ټېلرسن: که پاکستان د وسله‌والو پر ضد اقدام ونه‌کړي پر مجازاتو به‌یې غور وشي


د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير وايي، که پاکستان د وسله‌والو طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو پر ضد اقدام ونه‌کړي، واشنګټن ښايي د اسلام‌اباد پر مجازاتو غور وکړي، يا د غير ناټو د متحد موقف ورڅخه واخلي.

رکس ټېلرسن پرون په واشنګټن کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل:

"زموږ ترمنځ اعتماد کم شوى دى، ځکه موږ شاهدان يو چې ترورېستي سازمانونو ته په پاکستان کې دننه خوندي مرکزونه برابر شوي چې پر امريکايي پوځيانو، امريکايي چارواکو حملې پلان او ترسره کړي، دغه‌راز په افغانستان کې دننه د سولې هڅې زيانمنې کړي."

د ټېلرسن دغو څرګندونو د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه خبرداري ته لا قوت وباښه چې د سې شنبې سهار وختي يې پاکستان ته ورکړ.

ښاغلي ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال دا خبردارى د هغو ادعاوو له کبله ورکړ چې په‌کې ويل شوي، پاکستان په سيمه کې د سخت دريځو ملاتړ کوي، خو اسلام‌اباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن په خپلو خبرو کې د پاکستان د دريځ د بدلولو غوښتنه وکړه.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن

نوموړي وویل:

"پاکستان بايد بېل چلند خپل کړي، موږ تيار يو څو له ترورېستي سازمانونو څخه د دوى د خپل خونديتوب لپاره ورسره کار وکړو. د دې لپاره چې په دې برخه کې نتيجه ترلاسه شي، موږ له پاکستان څخه خپل ملاتړ او له دوى سره خپلې اړيکې مشروط کوو."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن په خپلو خبرو کې وويل، پاکستان دا مهال يو له هغو ١٦ هېوادونو دى چې د غير ناټو متحد له موقف څخه برخه‌مند دى چې دغه موقف له دغه هېواد سره نېږدې پوځي همکارۍ ته زمينه برابره کړې ده.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د نوې پالېسۍ تر اعلان وروسته ويلي، څرنګه چې د امريکا د پالېسۍ په بيان کې د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځول شوي، نو موږ مأيوس شوي يو.

په وروستيو کلونو کې د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي.

دغه اړيکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سيمو کې د امريکا د ترورېزم ضد عملياتو او په ٢٠١١ میلادي کال کې د پاکستان په خاوره کې دننه د امريکا د يوې خفيه حملې له کبله خراب شوي چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو سبب شوې وه.

ټرمپ: امریکا هغه هېواد ته چې ترورېستانو ته‌یې پناه ورکړې، میلیاردونه ډالر ورکړي دي.
ټرمپ: امریکا هغه هېواد ته چې ترورېستانو ته‌یې پناه ورکړې، میلیاردونه ډالر ورکړي دي.

د امريکا ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د واشنګټن د نوې پالېسۍ د اعلان پر مهال وویل، امریکا هغه هېواد ته چې ترورېستانو ته‌یې پناه ورکړې، میلیاردونه ډالر ورکړي دي.

ټرمپ وویل چې امریکا تر دې وروسته په دې اړه غلی نه‌شي پاتې کېدلای چې پاکستان د هغو ترورېستانو پناه ځای دی چې پر امریکايي وګړو او قواوو حملې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG