د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د افغانستان لپاره د ټرمپ ستراتیژي لاهم څرنګه ځنډېدلې ده؟


سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د واشنګتن پر ستراتیژي غور کوي.

سپنې ماڼۍ دا خبره په دې پسې وکړه چې ډونالډ ټرمپ پرون په کمپ ډیویډ کې د خپل هېواد د ملي امنیت له سلاکارانو سره د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژي خبرې وکړې.

د سپنې ماڼۍ ویانده سارا هاکبي سندرز وویل چې د نوې ستراتیژۍ په اړه چې څرنګه امریکا په سیمه کې خپلې ګټې خوندې کولی شي، ولسمشر ټرمپ ته مفصل معلومات ورکړل شول.

مېرمن سندرز په ځانګړې ډول افغانستان ته په خپلو خبرو کې اشاره ونه کړه.

خو دې وویل چې ولسمشر ټرمپ به پر وړاندیزونو غور وکړي او خپله پریکړه به په مناسب وخت کې د امریکا ولس، متحدانو او نورو نړیوالو ته اعلان کړي.

د افغانستان لپاره د ټرمپ د ادارې ستراتیژي چې په پام کې وه د جولای په میاشت کې اعلان شي، څرنګه لاهم ځنډېدلې ده؟

دا پوښتنه د مرکې په پيل کې احمد شیبر د سیاسي چارو له کتونکي مشتاق رحیم څخه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:21 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG