د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

واشنګټن ټایمز د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي څېړلې ده


بریت بارت امریکایۍ خپرونه لیکي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د اکاډیمي په نوم د خصوصي امنیتي شرکت د مشر ایریک پرینس پر وړاندیز غور کوي.

د اکاډیمي په نوم دغه خصوصي شرکت چې پخوا د بلک واټر په نوم مشهور و، وړاندیز کوي چې ټول امریکایي پوځیان دې له افغانستانه ووځي او د هغوی پرځای به دغه امنیتي شرکت شخصي امنیتي کسان وګماري.

خپرونه د پرنس په وینا خبر ورکوي چې وایي، د ده وړاندیز یو شمېر امریکایي چارواکي څېړي او بیا به دوی خپل نظر په دې اړه له ولسمشر ټرمپ سره شریک کړي.

پرنس وایي چې دی غواړي افغانستان ته څو محدودي شخصي کمپنۍ واستوي.

د ده په وینا اوس نژدې ۲۶۰۰۰ شخصي قراردادیان په افغانستان کې شته چې د ده د وړاندیز له مخې به دا شمېره ۵۰۰۰ ته راکښته شي.

پرنس وایي، له دې سره به د امریکایي پوځیانو شمېر چې اوس په افغانستان کې شاوخوا ۹۰۰۰ دی ۲۰۰۰ ته راکم شي.

پرنس زیاتوي چې په دې ډول به د افغانستان جګړه خصوصي شي او جنګ به پای ته ورسېږي.

یوې بلې امریکایۍ خپرونې واشنګټن ټایمز هم په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي څېړلې ده.

دغه ورځپانه لیکي چې په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار وړاندیزونه په غصه رد کړې دي.

دغه ستراتیژي چې ژمنه یې شوې وه د جولای تر اخره به اعلان شي، تر اوسه ځنډیدلې ده.

د دې ځنډ په اړه واشنګټن ټایمز د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس په وینا لیکي چې علت یې دا دی چې پر ستراتیژي سخت کار روان دی.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا د ولسمشر دا خبره رااخیستې ده چې ویلي یې و، د امریکا بهرنۍ تګلاره به د امریکایانو د ګټو پر بنسټ جوړېږي او امریکا نه غواړي چې خپل دښمنان په بهر کې په نښه کړي.

د ورځپاڼې په باور دا هغه پالیسي ده چې تېر کال په نومبر کې اکثریت امریکایانو د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال د هغې ملاتړ کړی و او اوس چې دفاع وزیر متېس د افغانستان لپاره ستراتیژي وړاندې کوي، هغه باید د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ تګلارې له اصولو سره سمه وي.

ورځپاڼه لیکي، پکار ده چې د امریکا نوې ستراتیژي د افغانستان له جغرافیایي موقعیت سره په عقلي او منطقي ډول برابره وي او هغو ستونزو ته پکې پام شوی وي چې د هغوی له امله د افغانستان مسئله له ناکامۍ سره مخامخ شوې ده.

XS
SM
MD
LG