د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

فارن پالیسي خپرونه: د افغانستان جګړه اوس د ټرمپ "جګړه" ده


زیاتو غربي ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د افغانستان په ګډون، د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتېژۍ په اړه تبصرې کړې دي.

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان جګړه اوس د ټرمپ [جګړه] ده تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې لیکلي چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، د خپل جمهوري ریاست د ځوانې او پېچلې دورې تر ټولو مهمه پرېکړه وکړه او هغه دا چې ایا زرګونو نور امریکايي عسکر افغانستان ته واستول شي ؟ او که استول کېږي نو د څه لپاره؟

فارن پالیسي وړاندې لیکلي:

که هغه رپوټونه چې په مطبوعاتو کې خپرېږي، سم وي، له افغانستان سره د تعهد د پراختیا پرېکړه د ټرمپ د ملي امنیت ټیم ته مطلوبه وه او ښايي د هغوی لپاره وروستۍ نتېجه وي.

د خپرونې په لیکنه، د دې پرېکړې اصلي هدف دا دی چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کېدو، له وسله والو طالبانو سره د جګړې په وضعیت کې د تغیر او په افغانستان کې د داعش د فعالیت د پراختیا د مخنیوي لپاره د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وشي.

فارن پالیسي ویلي چې د ټرمپ اداره به پر تاکېد کوي چې ستراتيژي يې نوې ده او په افغانستان کې د بارک اوباما له کړنلارو سره واضح پرېکون لري خو په حقیقت کې د هغې ستراتيژۍ د معتدل تنظیم نتېجه ګڼل کېدلای شي چې له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې عملي کېده او ضد او نقیضې پایلې یې درلودې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په دې اړه مقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یې لیکل شوي، د امریکا د نوې ستراتيژۍ هدف دا دی چې وسله وال طالبان په شا وتمبول شي چې د ورځپاڼې په حواله شدیده اړتیا ورته ليدل کېږې.

د ترورېزم پر ضد مبارزه چټکه شي او د افغانستان په وضعیت کې چې د خرابېدو په حال کې دی، بدلون راشي.

نیویارک ټایمز لیکلي، د امریکا تازه اعلان شوې ستراتيژي به افغانستان ته د څو زره امریکايي عسکرو د تګ غوښتنه پېدا کړي چې د یو شمېر برحال او متقاعدو امریکايي قوماندانانو له نظره، ښايي د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله، دا ستراتیژي به امریکايي عسکرو ته اجازه ورکړي چې له نږدې، د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او مشوره ورکړي.

زیات ځانګړي ځواکونه یا سپېشل فورس وروزي او د عملیاتو پر مهال د امریکا ضربه یې ځواکونه د جګړې ډګر ته ور وغواړي.

خو د ورځپاڼې په باور، حتی هغه کسان چې د ټرمپ د ستراتيژۍ ملاتړ کوي، د هغه دې پرېکړې ته د ستونزو د نوي فصل په توګه ګوري.

نیویارک ټایمز لیکي، په تر ټولو غوره حالت کې، نوې ستراتیژي ښايي د افغانستان امنیتي ځواکونه د دې جوګه کړي چې په راتلونکو څو کلونو کې د جګړې لوری بدل کړي خو هغو ستونزو ته چې له ۱۶ کلونو راهیسې سیمه ورسره مخامخ ده، فوري حل نه شي موندلای.

XS
SM
MD
LG