د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

ټرمپ د خپل ملي امنیت ټیم سره د افغانستان لپاره پر ستراتیژۍ مشوره کوي


تمه کېږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن جمعه د خپل ملي امنیت له ټیم سره، د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا پر نوې ستراتیژۍ خبرې وکړي.

د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه په نننۍ غونډه کې به د ولسمشر ډونالد ټرمپ سربېره، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم برخه ولري.

ښاغلی ټرمپ او ښاغلی پنس به د ملي امنیت له سلاکارانو څخه د افغانستان او پاکستان په شمول، د جنوبي اسیا په اړه د امریکا پر نوې ستراتیژۍ سلا مشورې واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متېس وايي، د ملي امنیت له ټیم سره د ولسمشر ټرمپ دا غونډه یو ځل بیا د افغانستان پر پالېسۍ یوې هوکړې ته د رسېدو هڅه ده.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متېس
د امریکا د دفاع وزیر جیمز متېس

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې خبریالانو ته په څرګندونو کې ښاغلي متېس وویل، د جمعې په ورځ په کمپ ډیویډ کې د ولسمشر دا غونډه به، د پرېکړې خوا ته ګام وي.

نوموړي د پرېکړې وړاندوینه ونه کړه، خو خپل د دوشنبې د ورځې بیان یې تکرار کړ چې د افغانستان په اړه پرېکړه په ډېر نېږدې راتلونکې کې کېدونکې ده.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متېس د دوشنبې په ورځ پینټاګون کې خبریالانو ته دا هم ویلي وو چې د افغانستان له قضیې سره د چلن لپاره بېلابېل انتخابونه لري.

د نوموړي په وینا، په دې انتخابونو کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو ایستل او په دې هېواد کې د امریکا د هڅو د اداره کولو لپاره، د نورو قراردادیانو کارول هم شامل دي.

په امریکا کې مېشت افغان کارپوه عمر صمد وايي، که امریکا له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي، نو دا کار به یوازې د وسله والو په ګټه وي.

ښاغلي صمد زیاته کړه:

"تمه همدا ده چې د امریکا چارواکي به دا ستره ستراتیژیکه تېروتنه نه کوي چې یو ناڅاپه پرته له مقدمې او د یو پراخ لید لوري له موجودیت بغیر دې د وتلو پرېکړه وکړي، دا به پرته له ترهګرو او هغو چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ غوښتونکي دي، نور د هیچا په ګټه نه وي."

په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم، د کمپ ډیویډ نننۍ غونډه ډېره مهمه بولي.

ښاغلي همدم ازادي راډیو ته وویل:

"په کمپ ډیویډ کې د امریکا مشرتابه تل په جدي موضوعاتو بحث کوي. سره له دې چې دوی اعلان کړې نه ده، خو له بڼې یې داسې ښکاري چې دا یوه اضطراري غونډه ده، ځکه مرستیال ولسمشر مایک پنس مخکې له دې چې لاتیني امریکا ته خپل سفر بشپړ کړي، دې غونډې ته حاضریږي، ولسمشر ټرمپ او لوړ پوړي سلاکاران یې دلته نه یوازې د افغانستان، بلکې د جنوبي اسیا په اړه چې افغانستان، پاکستان او هندوستان په کې شامل دي، پر خپلې اوږد مهالې ستراتیژۍ بحث کوي."

بل خوا د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پرون د پنج شنبې په ورځ وویل، تمه لري چې د افغانستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې به، د ترهګرۍ ځالې هدف ګرځول هم شامل وي.

دا مهال د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې ۸ زره ۴۰۰ سرتېري لري.

XS
SM
MD
LG