د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

ارګ: نړیوال ځواکونه باید جګړه کې د ښکېلتیا پر ځای د افغان ځواکونو مرسته وکړي


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تمه لري چې د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې د افغان ځواکونو سره همکارۍ او د تروریستي شبکو د ځالو له منځه وړلو ته ډېره پاملرنه وشي.

یوه ورځ مخکې تر دې چې د امریکا ولسمشر د هغه هېواد له لوړ پوړو امنیتي چارواکو او سلاکارانو سره د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د هغه هېواد پر ستراتیژۍ خبرې وکړي، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تمه لري چې امریکا د افغانستان لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت په جګړه کې د بهرنیو سرتېرو له داخلېدو سره مخالف دی، خو د ده په خبره د جګړې د مهارولو لپاره یې ملاتړ مهم ګڼي.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وړتیاوې لري چې جګړه پخپله مدیریت کړي، موږ نه غواړو چې د امریکا یا ناټو ځواکونه دلته جګړې ته داخل شي، دا که په هر نوم او هر بهرنی عسکر وي."

ښاغلی مینه پال وايي، د افغان لوري غوښتنه دا ده چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د بریا په هدف د دوی په ملاتړو او روزنکو فشار راوړل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ سبا جمعه په ډیوډ کمپ کې د افغانستان په ستراتېژۍ خبرې وکړي.

د خبري رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر په دغه ځانګړي ځای کې چې مهمې پرېکړې په کې کېږي خپل امنیتي چارواکي او سلاکاران وربللي چې د امریکا تر ټولې د اوږدې جګړې په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس روانه اوونۍ وویل چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په ګډون بېلابېل انتخابونه لکه له قراردادیانو نه کار اخیستل، او یا هم د ځواکونو د ایستل د ولسمشر ټرمپ مخې ته پراته دي.

په پام کې وه چې د افغانستان لپاره د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت نوې ستراتیژي د جولای په میاشت کې اعلان شوې وای خو، امریکا ویلي د دې لپاره چې پخوانۍ تجربې تکرار نه شي په دغې ستراتیژۍ کې له دقته کار اخلي.

د امریکا د سنا د مجلس د پوځي خدمتونو د کمېټې رئیس سناتور جان مککېن بیا د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیزۍ پر ژر اعلان ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی صالح محمد صالح وايي، امریکا څو انتخابونه لري خو افغانان دې ته منتظر دي چې خپل ځواکونه یې تجهیز او همدوی د خپل هېواد امنیت مسؤل وي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، که د افغان ځواکونو له تجهیز وروسته حتی امریکا د وتلو پرېکړه هم وکړي د افغانستان ثبات به ثابت وي.

نوموړي زیاته کړه:

"غوره خبره او ستراتیژي دا ده چې امریکا او ناټو زموږ خپل ځواکونه په پښو ودروي، هغه وسایل او تجهیزات د دوی په واک کې ورکړي چې په اوسنۍ جګړه کې مقابله کولای شي، موږ افغانان به کله پورې د پردیو پر مټ خپل وطن ساتو، موږ افغانان او دولت مو مسؤلیت لري چې د خپلې خاورې څخه ساتنه وکړي."

د افغانستان د جګړې په اړه دا څرګندونې او غونډې داسې وخت کېږي چې په دغه هېواد کې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د بهرنیو ځواکونو حضور په تدریجې توګه څو چنده کم شوی دی.

اوس مهال ۸۴۰۰ امریکایي او شااوخوا پنځه زره نور د ناټو د نورو متحدینو سرتېري په افغانستان کې دېره دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په دغه هېواد کې د جګړې د پراختیا خبره کوي، خو د یاد وزارت د چارواکو ټینګار هم پر دې دی چې افغان ځواکونه باید تجهیز او پیاوړي شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG