د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

سپینه ماڼۍ: ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره پر ستراتیژۍ غور کوي


سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن پر ستراتیژي غور کوي.

سپنې ماڼۍ دا خبره په دې پسې وکړه چې ډونالد ټرمپ پرون په کمپ ډیویډ کې د خپل هېواد د ملي امنیت له سلاکارانو سره د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژي خبرې وکړې.

د سپنې ماڼۍ ویانده سارا هاکبي سندرز وویل چې د نوې ستراتیژۍ په اړه چې څرنګه امریکا په سیمه کې خپلې ګټې خوندې کولی شي، ولسمشر ټرمپ ته مفصل معلومات ورکړل شول.

مېرمن سندرز په ځانګړې ډول افغانستان ته په خپلو خبرو کې اشاره ونه کړه، خو دې وویل چې ولسمشر ټرمپ به پر وړاندیزونو غور وکړي او خپله پرېکړه به په مناسب وخت کې د امریکا ولس، متحدانو او نورو نړیوالو ته اعلان کړي.

په «کمپ ډیویډ» کې پرون ډونالډ ټرمپ د امریکا له بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، دفاع وزیر جیمز متېس، استخباراتي چارواکو، جګپوړیو پوځي سلاکارانو او یو شمېر ډیپلوماټانو سره خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ پرون په دې اړه له نورو امریکايي چارواکو سره خبرې وکړې.
ولسمشر ټرمپ پرون په دې اړه له نورو امریکايي چارواکو سره خبرې وکړې.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس تېره اوونۍ ویلي و چې د ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان د ستراتیژي بشپړېدو ته خورا نېږدې شوې ده.

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ د ستراتیژیو مشرسلاکار ستیف بنن چې د امریکا د امنیتي ډلې له نورو غړیو سره د افغانستان د ستراتیژي په اړه مخکې جنجال کړی و، پرون په «کمپ ډیویډ» کې نه و او بیا وروسته د سپنې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز وویل چې سټیف بنن برطرفه شوی دی.

د «کمپ ډیویډ» په پرونۍ غونډه کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال جوزیف ووتل هم برخه لرله.

که څه هم ده په وروستیو کې خبریالانو ته ویلي و چې د «کمپ ډیویډ» په غونډه کې به دفاع وزیر جیمز متېس او لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ د ده استازیتوب هم وکړي.

جنرال وټل په منځني ختیځ او له هغه ورها خوا د افغانستان په ګډون د امریکایي ځواکونو د عملیاتو مسؤلیت لري.

جنرال وټل وویل چې ده په مستقیم ډول د امریکا له ولسمشر سره پر ستراتیژي خبرې وکړې.

د امریکا دفاع وزیر د جون په میاشت کې د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته ویلي و چې د جولای په میاشت کې به د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا فیصله به ډېر ژر وکړي چې څه شمېر امریکایي پوځیان په افغانستان کې وي.

د اوس لپاره په افغانستان کې امریکا اته زره څلور سوه عسکر لري.

XS
SM
MD
LG