د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ایا پاکستان به د ولسمشر ټرمپ د ادارې نویو فشارونو ته غاړه کېږدي؟


د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په اړه ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو لیکنې خپرې کړې دي.

واشنګټن ایکزامینر:

واشنګټن ایکزامینرخپرونه لیکي، په هغه بڼه چې ټرمپ د افغانستان ستراتیژي اعلانوي، د ولسمشر له مخکنیو بیانونو او اعلانونو سره کاملًا په تضاد کې ده، ځکه هغه به تل کله چې سهار له خوبه پاڅېده، د ټوېټر له لارې به یې خپلې پرېکړې اعلانولې.

خو د خپرونې په وینا، د دغې پرېکړې لپاره هغه په کمپ ډیویډ کې د تېرې جمعې په ورځ له خپلو مستعدو جنرالانو او سلاکارانو سره مهمه غونډه درلوده.

د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې، څو زره نور امریکایي سرتېري افغانستان ته استول کېږي، هغه هېواد ته چې د امریکایي جنرالانو په وینا، په کې په روانه جګړه کې، یو درېدلی حالت رامنځ ته شوی دی.

د دغه وضعیت د بدلولو لپاره، امریکايي ځواکونو د سخت دریځو پر اهدافو هوایي حملې څو چنده زیاتې کړي، خو له دې سره په دې وروستیو کې لیدل کېږي چې د افغانستان اکثره لېرې پرتې ولسوالۍ د حکومت او د وسله والو مخالفینو تر منځ لاس په لاس کېږي.

د واشنګټن ایکزامینر خپرونې په وینا، مسئله یوازې افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو د استولو نه ده، بلکې له هغې وړاندې سیمه هم په دغه ستراتیژي کې رانغښتې ده، په تېره بیا پر پاکستان فشارونه زیاتېږي چې د هغو طالبانو مخه ونیسي چې په خاوره کې یې امن ځایونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه کوي او هم له دې هېواده غوښتل کېږي چې د القاعده او د اسلامي دولت ډلې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره زیات څه تر سره کړي.

د دغې ستراتیژۍ له اعلانېدو درې ورځې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف وټل چې د کمپ ډیویډ په غونډه کې یې ګډون کړی و، له دې غونډې سمدستي وروسته پاکستان ته ولاړ او هلته یې هم د دې هېواد له پوځي مشرانو سره پر لیدنو کتنو سربېره، له شمالي وزیرستان څخه چې تر ډېره وخته د حقاني شبکې یو امن ځای او مرکز ګڼل کېده، لیدنه وکړه.

د پاکستان د پوځ په خپاره کړي بیان کې ویل شوي چې جنرال وټل په دغه قبایلي سیمه کې د امن او نظم د ټینګښت لپاره د پاکستان د پوځ او د قومونو د هڅو او قربانیو ستاینه وکړه.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت بیا په یوه بیان کې وویل چې جنرال وټل په دې ټینګار وکړ چې د پاکستان خاوره باید د خپلو ګاونډیانو په وړاندې د ترهګرو حملو د پلانولو او تر سره کولو لپاره ونه کارول شي.

تورنتو سټار:

تورنتو سټار ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه، د امریکا د نوې ستراتیژۍ په باب د مطلب په یوه برخه کې د دې ستراتیژۍ سیمه ییز اړخ ته په کتنه کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو جیمز مټېس او ریکس ټېلرسن څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، د افغانستان لپاره هره حل لاره دې ته اړتیا لري چې د پاکستان په وړاندې سخت دریځ غوره شي.

د افغانستان حکومت هم د ټرمپ د ادارې په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان د فشارونو زیاتوالي ته، افغانستان ته د نورو امریکایي ځواکونو د استولو په نسبت ډېر اهمیت ورکړی، خو پاکستان چې تر اوسه یې له واشنګټنه د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالې مبارزې د یوه ګډونوال په توګه د میلیاردونو ډالرو مرسته تر لاسه کړې، ایا د ولسمشر ټرمپ د ادارې نویو فشارونو ته به غاړه کېږدي، دا هغه مسئله ده چې د چارو ډېر کارپوهان ورته د شک په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG