تمیم نوري د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي.
په کندهار کې د خټکیو کروندګر وایي، سږکال یې د ناروغیو له امله حاصلات زیانمن شوي او پاتې حاصل هم بازار نهلري. تېرو کلونو کې به د کندهار خټکي او هندواڼې پاکستان ته هم صادرېدلې، خو سږکال دغه هېواد د افغانستان پر مېوه جاتو لوړه تعرفه وضع کړې، چې له امله یې افغان سوداګرو صادرات نهدي کړي.
سلګونه مسافر د چمن-سپین بولدک دواړو خواوو ته د اوښتو لپاره په دغه سرحدي دروازه کې په تمه دي. د افغانستان په کندهار ولایت کې دغه سرحدي دروازه یوازې د پاسپورټ درلودونکو پرمخ خلاصه ده. په تېرو وخت کې د افغانستان او پاکستان وګړو د هویت کارتونو په درلودلو سره کولای شول چې په دې دروازه تګ راتګ وکړي.
نور راوښيه