د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د کندهار-ارزګان لارې مسافر او موټر چلوونکي د لارې له خرابوالي شکایت کوي


د کندهار - روزګان لار چې ډېرې برخې يې ويجاړې دي.
د کندهار - روزګان لار چې ډېرې برخې يې ويجاړې دي.

له کندهار څخه ارزګان ته غځېدلې سړک چې هره ورځ ګڼ‌شمېر مسافر او موټر چلوونکي پرې تګ راتګ کوي، کنډوکپر دی او خلک وايي چې له امله يې له ستونزو سره مخ دي.

عبدالقاهر چې له کلونو راهیسې پر دې لار موټر چلوي، د لارې د خرابوالي له امله شکایت کوي او وایي، په ژمي کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال، اړ دی چې د لارې په اوږدو کې په ساعتونو ساعتونو انتظار وکړي.

د عبدالقاهر په وینا یوشمېر عاجل ناروغان چې له ارزګان څخه کندهار ته د درملنې لپاره وړل کېږي، د سړک د خرابوالي له امله په نیمه لار کې ساه ورکوي.

که څه هم د طالبانو حکومت د دې لارې د بیارغونې او ترمیم لپاره اقدامات پيل کړي، خو مسافر او موټرچلوونکې هیله لري چې د دې لارې ترمیم په چټکۍ سره ترسره شي، ترڅو د دوی تګ راتګ اسانه او خوندي شي.
که څه هم د طالبانو حکومت د دې لارې د بیارغونې او ترمیم لپاره اقدامات پيل کړي، خو مسافر او موټرچلوونکې هیله لري چې د دې لارې ترمیم په چټکۍ سره ترسره شي، ترڅو د دوی تګ راتګ اسانه او خوندي شي.

عبدالقاهر ازادي راډيو ته وويل: "لار دومره خرابه ده هغه تېر ځل چې زه راتلم یو کوچنی چې عاجل مریض و کندهار ته مو وړلو په لاره کې د تور کوتل سره مړ شو، بېرته مو په بل موټر کې ارزګان ته واستاوه، چې بارانونه وي اوبه راشي خلک په ساعتونو ورته انتظار وي."

د راز محمد په نوم د کندهار-ارزګان د لارې یو بل موټر چلوونکی وایي، د لارې د خرابوالی له کبله، د موټرو پرزې ژر ژر خرابېږي.

دی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې لارې د ترمیم او جوړولو لپاره جدي اقدام وکړي، ترڅو د خلکو د تګ راتګ اسانتیا برابره شي.

راز محمد زیاتوي: "په یوه میاشت کې مې موټر څلور جمپینونه خراب کړي، ټایرونه یې خراب کړي، دا لار باید جوړه شي، د بارانونو په موسم کې خو بیخي د تګ راتګ نه‌ده."

خلک وايي، د لارې د خرابوالي له امله ناروغان پر وخت تر روغتونه نه‌شي رسولی.
خلک وايي، د لارې د خرابوالي له امله ناروغان پر وخت تر روغتونه نه‌شي رسولی.

په ورته وخت کې د میرزا محمد په نوم د کندهار-ارزګان د لارې یو مسافر وایي، د دې لارې خرابوالي سفر اوږد کړی دی.

د نوموړي په وینا دا ستونزه د مسافرو لپاره نه یوازې ستومانه کوونکې ده، بلکې د هغوی ورځني کارونه هم زیانموي.

میزا محمد دغه راز وايي: "دا د یو ساعت لار ده که جوړه وي خو اوس موږ په درې نیم ساعته کې رارسیږو، د حکومت څخه یو لږ کار غواړي، موږ غوښتنه کوو چې دا لار جوړه شي."

"دا د یو ساعت لار ده که جوړه وي خو اوس موږ په درې نیم ساعته کې رارسیږو

بل‌خوا د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت د جنوبي زون د ټولګټو چارو تخنیکي مسوول شیر حسن خوشیوال د کندهار-ارزګان د لارې د موټرچلوونکو او مسافرو د شکایتونو په غبرګون کې وایي، د دې لارې د جوړولو پروسه روانه ده او اوس‌مهال د شاولیکوټ د ویان تر حدودو پورې یې کار بشپړ شوی دی او تر ارزګان پورې به په اساسي ډول ترمیم شي.

هغه وايي: "پر دې لار عملاً کار روان دی، د کندهار له سرکاري باغ څخه د شاولیکوټ تر ویان پورې د سړک د پلچکونو او نورو برخو کار بشيړ شوی او د سړک پاتې برخه چې شل کلیومتره کېږي خامه دی هم به هم په اساسي ډول ورغول شي."

که څه هم د طالبانو حکومت د دې لارې د بیارغونې او ترمیم لپاره اقدامات پيل کړي، خو مسافر او موټرچلوونکې هیله لري چې د دې لارې ترمیم په چټکۍ سره ترسره شي، ترڅو د دوی تګ راتګ اسانه او خوندي شي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG