د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د چمن پرلتوالو د پاکستان د بلوچستان د مهمو سړکونو او لارو د بندېدو خبرداری ورکړی


په چمن کې د روان پرلت یو انځور
په چمن کې د روان پرلت یو انځور

د چمن پرلتوال وایي، که د پاکستان حکومت د چمن-سپین بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې شرط نه لېرې کوي، نو دوی به د بلوچستان یو شمېر مهم سړکونه او لارې د ترافیکو پر مخ وتړي.

په چمن کې د ځایي خلکو او کاریګرو له‌خوا پیل شوی پرلت، چې د چمن-سپین بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د شرط په ضد روان دی، مسوولانو یې خبرداری ورکړی که غوښتنې یې ونه منل شي نو دوی به د بلوچستان یو شمېر مهم سړکونه او لارې د ټرافیکو پر مخ وتړي.

د پرلت یو ځایي مسوول او د لغړي اتحاد مشر محمد ولي منډولی وایي، د پاکستان حکومت باید له دوی سره کړې ژمنه پوره کړي.

د ده په خبره، د پاکستان د حکومت چارواکو وعده کړې وه چې د چمن-سپین بولدک پر دروازه به مسافرو او ځایي کاریګرو ته پر افغاني تذکره او پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه ورکوي، خو دغه ژمنه لا هم عملي شوې نه ده.

د منډولي په وینا، د پاسپورټ او ویزې شرط د هغو کسانو لپاره ډېر ستونزمن دی چې د خپلې ورځنۍ مزدورۍ لپاره اړ دي چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ تګ راتګ وکړي.

محمد ولي منډولی زیاتوي: "ډېر سخت ګامونه به واخلي، د کوټې د هوایي ډګر سړک به وتړي، کلا سیف‌الله به وتړي، د کراچي سړک به وتړي، ځکه دا خلک زور لري، بدمعاشان دي، دوی د مظلوم پر سر زور کوي."

د چمن پرلت شاوخوا ۱۱ میاشتې وړاندې پیل شو، خو تېره جولای میاشت هغه مهال په موقت ډول پای ته ورسېد کله چې د پاکستان حکومت له پرلتوالو سره ژمنه وکړه چې د چمن-سپین بولدک پر دروازه به د پاسپورټ او ویزې شرط له منځه وړي.

د چمن اوسېدونکو له څو میاشتو راهیسې پرلت وهلی او له افغانستان سره پر پوله د پخوا په څېر د تګ راتګ غوښتنه کوي.
د چمن اوسېدونکو له څو میاشتو راهیسې پرلت وهلی او له افغانستان سره پر پوله د پخوا په څېر د تګ راتګ غوښتنه کوي.

د پرلت د مسوولانو په وینا، دا ژمنه تراوسه نه ده عملي شوې.

د پرلت مسوول، صادق خان اڅکزی وایي، پر دروازه د پاسپورټ او ویزې شرط د پولې دواړو غاړو ته مېشت خلک او کاروباریان له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

صادق خان اڅکزي زیاتوي: "زموږ خویندې او میندې په تکلیف دي، موږ د پولې دواړو غاړو ته یو د بل هدیرې او فاتحې ته نه‌شو تللی او راتلی."

صادق خان اڅکزی دغه راز د پښتونخوا له ځایي ګوندي او ملتپاله مشرانو غوښتنه وکړه چې د پرلتوالو د غوښتنو ملاتړ وکړي.

صادق اڅکزی وایي: "موږ بیا دا خبره تکرار کوو چې د پولې پر لاره او په دې تګ راتګ کې چې هر جماعت زموږ ملاتړ کوي، پرلت به یې لاسونه او پښې ور مچ کړي."

د پاکستان حکومت تراوسه په رسمي ډول د پرلتوالو پر تازه خبرداري غبرګون نه دی ښودلی.

د چمن-سپین بولدک دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه او د تګ راتګ لاره ده. د دې لارې تړل کېدو او د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونو د افغانستان په سوداګرۍ او اقتصاد هم اغېز کړی دی.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG